دننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ دامنيت دتامين په اړه دديني عالمانواو ولسوالۍ دچارواکو ترمنځ ګډه غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې دبټي کوټ ولسوالې په لسګونو ديني عالمانو او دجامع مسجدونو ملا امامانو او ددې ولسوالۍ چارواکو برخه اخيستې وه.
په پيل کې دبټي کوټ ولسوال حاجي قاسم خان مومند دبټي کوټ ولسوالې د ديني عالمانو څخه مننه وکړه، چې تل يې په دې ولسوالۍ کې دامنيت دتامين او دقانون په تطبيق کې له دوۍ سره مرسته کړې او ددوۍ هغه هڅې يې وستايلې چې په تيرو وختونوکې يې دامنيت په تامين کې تر سره کړې دي.
بيا دبټۍ کوټ ولسوالۍ د ديني عالمانو دشورا په نماينده ګۍ ملانقيب احمد،ملازرمعصوم اوددي ولسوالۍ دڅوقريو ملا امامانو په خپلو خبرو کې په سيمه کې د ډا ډمن امنيت پر ګټو او په سيمه کې دقانون په حاکميت رڼا واچوله او سوله يې داسلام دمبين دين له نظره دهيواد دپرمختګ لپاره يوه اړينه لاره وبلله.
دغونډې په وروستۍ برخه کې دينې عالمانو دولسوال سره ژمنه وکړه چې دامنيت په تامين کې به له دولت سره هر راز مرسته کوي اوپه سيمه کې به دهغه کسانو مخه نيسي چې امنيت اودقانون حاکميت له ګواښ سره مخ کوي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه