په بادغيس ولايت کې دافغان او بهرنيوځواکونو په يولړ ګډو عملياتوکې درويشت طالب جنګيالي وژل شوي او يو ويشت نورټپيان شويدي .
دهيواد په لويديځ کې دافغان ګمانډويې قومندان وايي دغه عمليات ددغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې پرلاره اچول شوې وه .
هغه زياتوي په دغه عملياتوکې اوه تنه طالب جنګيالي ژوندي هم نيول شوي دي .
په دغه نښته کې افغان يابهرنيوځواکونوته کوم زيان نه دى اوښتى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه