ځكه خو دې جغتو وال نه كورت خوري، نه غوړي
د پخوانو خلكو ويناوې ريښتيا هم د كاڼې كرښې دي، پورتني متل هر وخت خپل ځان را ژوندى كوی او دا را ته ښيي، چې د ويدو خلكو مېښې نر بركټيان زيږوي. دجغتو ولسوالۍ خلكو ته ډېرو په ناسم ډول دا فرېب وركړى، چې ګواكي تاسې زموږ د خبرو خلك يئ، د دسترخوان خلك يي او دخپل قوم دګوډې ماتې د ګنډولو خلك يي، پدې سره جغتو وال هم خنتمه او ځان ته په غوره كې شوي، چې هو والله، همداسې يو او نور يې د فيل د غوږ هغه آخري كونج نيولى او تراوسه ويده پاتې دي.
پر جغتو ولسوالۍ به ډېر وختونه تېر شوي وي. دخپل ويده بخت او خپل غفلت لخوا به يې كلكې څپېړې خوړلې وي، خو هغه پخوا تېر شوي او موږ ته د هغو په هكله څه معلومات نشته.
اوس د ډېرې لږ مودې راهيسې ګورو چې زموږ سيمې د خپلو مشرانو او ويده بخت لخوا ډېر فرصتونه له لاسه وركړي دي، ځينو ته يې په لاندې ډول اشاره كوو:
۱)) كله چې پارلماني ټاكنې كېدې، ډېرو خلكو او ان ډېر كم تجربه خلك هم پدې اند وو، چې بايد له سيمې نه يو تن وټاكل شي او ټول له يوې مخې همغه ته رايه وركړي، هغه چې هرڅوك وي، موږ ته منظور دى، خو هر مشر ځانه ته ويل: “نه، اين جانب يې غچوي، زه كولاى شم، پارلمان څه چی ان رياست جهموري هم وګټم”، پايله دا شوه چې ټول سپېره خوله كېناستل او وردګو استازيتوب هزارګانو ته په لاس ورغى.
۲)) ټاكل شوې وه چې د هر ولايت د مهاجرينو لپاره به ځمكه وركول كېږي ترڅو هغوى پرې خپل كورونه جوړ كړي، په ميدانښار كې هم د وردګ ولايت مهاجرينو ته ځمكه بېله شوه، د جغتو سهميه پكې وټاكل شوه، خو د جغتو ولسوالى يو مهاجر هم پر ځان خبر نه وو، چې حق يې مشرانو، خانانو او د هغوى خپلوانو ترلاسه كړ.
۳)) جغتو ولسوالى ته كوم خواخوږي جغتووال د ډاكار موسسه راوسته او ددې سيمې د رغونې د چارو لپاره يې كافي بودجه په واك كې درلوده، خو د ډاكار موسسې د كومې سهوې او د بېوزله جغتووالو د ويده بخت له كبله د جغتو مشران او خانان را ټول شول، داسې يې ونه كړل، چې د نوموړې موسسې تېروتنې اصلاح كړي، هغوى ته شروط كېږدي او مشورې وركړې، بلكې په غوټه يې ورته وويل، وركېږئ، د ډاكار مشر ورته وويل، چې ګورئ، داسې مه كوئ موږ د لورينې له مخې دلته كار كوو، مشرانو بيا ورته وويل: بې شرمه وركشه، وركېږه!!
پايله يې څه؟
الف- نوموړې موسسه د پروان ولايت كومې ولسوالۍ ته لاړه او د جغتو ولسوالۍ لپاره ځانګړې شوې بوديجه يې هلته انتقال كړه.
ب- د جغتو ولسوالۍ خلك د بلې موسسې له مرستو هم محروم شول، ځكه ټولو دا استدلال كاوه، چې دلته يوه موسسه شته، همدا بس ده، په پاى كې نه دا شوه او نه هغه، دا په داسې حال كې ده چې د جغتو ولسوالۍ خلك په يوه غږ دا وايي چې د سيمې د هر چا لپاره چې كار كېږي، موږ ته منظور دى. هغه كه په يوه كلي كې وي او كه په دوو كې.
۴)) د دولت لخوا دهر ولايت لپاره د ملي پيوستون پروګرامونه پيل شول، د وردګ ولايت په هره ولسوالۍ كې دا پروګرام پيل او پلى شو، ان په ځينو ولسواليو كې د دويم ځل لپاره پيل شو، خو جغتو ولسوالۍ د خپل ويده بخت له كبله تر اوسه دې پروګرام ته سترګې پر لار وه، اوس اوس په ځينو كليو كې دا كار پيل شوى، خو د جغتو ويده بخت ته چې ګورو نو خداى خبر چې څه به وشي!!!
۵)) د جغتو سلطان بند د پروژې لپاره څو افغان او الماني انجيران راغلل، چې د بند سروې وكړي، خو په خپله د يو جغتووال لخوا ورته ملا نظام چمتو ودرول شو، ترڅو انجيران وتښتوي، پدې سره به دغه پروژه ناكامه شي، ځكه پدې پروژه باندې د همدغه جغتووال زيت الله حيدرى او عارف نورزي لخوا سيالي وه او داسې معلومېده چې دغه پروژه عارف نورزى گټلې وه.
په پايله كې يو المانى انجينر مړ كېږي د عارف نورزى ورور د څو لكه كلدارو په بدل كې خوشي شو، يو المانى انجينر ووژل شو او بل انجينر او د هغه افغان ملګري د شپږ كله ډالرو په بدل كې خوشي شول، چې پدې پيسو كې په خپله د جغتو اداره شريكه وه.
د جغتووالو لپاره ددې كار ګټه څه وه؟
په سيمه كې بد امني، د پوليسو لخوا دخلكو ځورول، پر ولسوالۍ درى ځله حمله او په هغې كې د كابو ۲۸ تنو ملي اردو، پوليسو وژل كېدل او په بله حمله كې د يو طالب وژل كېدل، د سيمې څخه د ځېنو مجبورو خلكو كډې وتل او په عامه توګه د خلكو پرېشاني او خفګان، له حكومت او ژوند څخه نهيلي.
۶)) د جغتو ولسوالۍ دكم بختۍ له كبله ددې ولسوالۍ په مربوطاتو كې د طالبانو په نامه غله را پور ته شوي، په جغتو كې د طالبانو مشران ملا نظام آخوند، ملا سليمان آخوند او ملا صايب سيدمير آخوند، درى واړه داسې كسان دي، چې هر چا ته يې په نوم اخيستلو 0000 ورځي، ټول د بد اخلاقيو پوره تاريخ لري، خو نن د جغتو په استازيتوب جهاد كوي، له سيمې څخه د مدير سليم او انجينر ضياوالدين په څېر كسان تښتوي او د مرګ په ګواښ سره ورته وايي، چې د طالبانو له اسلامي تحريك سره مرسته وكړه له يوه څخه ۴۰۰ زره كلدارې او له دويم څخه ۶۰۰۰۰ شپېته زره ډالر اخلي. د دريم ځل لپاره د بېدموشك له كلي څخه دسميع په نامه يو كس تښتوي، چې پدې سره د نوموړي سړي قوم (خرم خېل) چې څو كلي جوړوي، را پاڅېږي او د دغو دريو تنو په كليو د يومخيز يرغل ګواښ كوي، نږدې وه، چې جغتو له خپله ويده بخته د سيمه ييز او قومي جګړې ډګر شي.
۷)) دجغتو ولسوالۍ، بندونه، ښوونځى، جوماتونه، ټولنه، كلي او هرڅه د پاملرنې او جوړونې غوښتنه كوي، خو نه د چارواكو لخوا ورته پاملرنه كېږي او كه د هغوى لخوا ورته توجه وشي، بيا په خپله د ځينو خلكو لخوا د خپلې شخصي ګټې له كبله بانې ورته لټول كېږي او مخه يې ډب كېږي.
8)) پدې وروستيو كې د وردګ ولايت د والي، د پارلمان وكيلې ډاكټر روشنك وردګ، ځينو خواږيو او مشرانو لخوا د جغتو ولسوالۍ سړك د پخېدو دپروژې لپاره هڅې وشوې، ترډېره پرې كار وشو، د دوو ولسواليو (چك او جغتو) د سړكونو منظوري وشوه.
د جغتو ولسوالۍ د ويده بخت له كبله په خپله د يو ښاغلي وردګ مشر لخوا دغه منظور شوى سړك واخيستل شو او د ونخي درې لپاره ځانګړى شو، د جغتو ولسوالۍ خلك پدې اقدام ډېر پخوا خبر وو، چې سړك يې اخيستل شوى، خو ويل يې چې ونخي هم زموږ د ولايت موږ ته ورته بېوزله سيمه ده، دا سړك دې دهغوى نوشي جان شي، خير دى، موږ دې همداسې په تكليف وو. خو د جغتو ولسوالۍ خلك له دغو ښاغليو مشرانو څخه چې د جغتو سړك يې د ونخي درې ته واړاوه دا ګيله كوي، چې موږ يوه بسته ولسوالي وو، موږ له عمومي سړك څخه لرې وو، لار مو د ونخي درې څخه سخته او ستونزمنه وه، تاسې ښاغليو به د ونخي درې لپاره د يو بل سړك منظوري اخيستې وه، تاسې خو موږ ته كوم خدمت ونكړ، دا زموږ خپله برخه مو ولې را ځنې واخيسته، تاسې كه په ريښتيا له زړه كړي واى، نو د هغې سيمې لپاره مو والله د يو سړك منظوري اخيستې واى.
بيا هم دا وايو چې موږ جغتو وال د ونخي پر سړك خوشاله يو، د ونخي او ټولې سيمې پر خلكو لورېينه لرو، تر ځان يې وړاندې بولو، خو كاشكې چې زموږ مشرانو هم لږ پاملرنه كړې واى، د خلكو ګټه يې تر خپلو ګټو مهمه بللې واى، ولې څومره چې موږ نورو ته په درنه سترګه ګورو، هومره زموږ بخت ياري نه را سره كوي، بس دا وايو: “چې نه لري سړي، نه دې كورت خوري او نه غواړي”
helalsamsor@gmail.com