کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان كې د ايران د پوځي لاس وهنې په اړه پخپله يوه تبصره كې ليكلي، چې ايران پلوه وسلوال ددوى د اهدافو په پام كې ساتلو سره كله هم د افغانستان كومه سيمه او يا ولايت نشي نيولې.
ورځپاڼې ليكلي، چې ددغو وسلوالو اصلي هدف، چې له ايران څخه پوځي او مالي مرستې ترلاسه كوي په افغانستان كې په نړيوالو ګټو، د افغانستان په ټول ګټو ادارو او بناو حملې دي او د هغو افغان چارواكو وژل او مشرانو وژل دي، چې د ايران د ګټو مخالف وي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د طالبانو په وړاندې د ايران او پاكستان د سياستونو ترمنځ توپير دادې، چې ايران طالبان تر خپل كمټرول لاندې راوستي دي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د نشه يي توكو په وړاندې د روسيې په طرحې هم بحث كړې، چې په نږدې راتلونكې كې به يوې نړيوالې غونډې ته وړاندې شي.
ورځپاڼې ليكلي، چې روسيى د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې تر پوښښ لاندې په افغانستان كې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره هڅې ګړندۍ كړي دي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياتره مطالب تركيى ته د ولسمشر كرزي سفر او د بيلابيلو هيوادونو له مشرانو سره د هغه ليده كاته ته ځانګړې كړي.
ورځپاڼې ددغو ليدنو كتنو ترڅنګ د سيكا سرمشريزې ته د ولسمشر كرزي د وينا ځينې برخې هم راخستي او ليكلي، چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د سيمې د ټولو هيوادونو رښتينې همكارۍ او غوڅې مبارزې ته اړتيا ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د شتو ستونزو په سياسي حل بحث كړې او ليكلي، چې د تيرو نهو كلونو حالاتو دا وښودله، چې جنګ د ستونزې د حل لاره نده.
ورځپاڼې په دوام كې د سولې دملي مشورتي جرګې سپارښتنو ته اشاره كړې او ليكلي، دې جرګې په هيواد كې د سولې د ټينګښت لپاره يو بشپړ ميكانيزم جوړ كړ او اوس افغان دولت او نړيوالې ټولنې ته پكارده، چې سياسي حل تر ټولو ستر لومړيتوب وبولي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د اسيايي هيوادونو د باور او همكارۍ سازمان سرمشريزې ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير د وينا ځينې برخې راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، چې په ترورزم غلبه د سيمه ايزې همكارۍ پرته امكان نلري.
ورځپاڼې په دوام كې د زلمي رسول دا سپارښتنه هم راخستې، چې پكار ده په سيمه كې د ترورزم او د هغوې د ځالو د ځپلو لپاره يو نړيواله او سيمه ايز شراكت رامنځ ته شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په همدې موضوع بحث كړې او ليكلي، چې د سيكا سرمشريزې ته د افغان مشرانو له وينا نه ښكاري، چې په سيمه كې د ترورزم په خلاف د مبارزې لپاره لا هم كوم نړيوال مشاركت ندې موجود او دا مبارزه د ځواكمنو هيوادونو د ګټو د ساتنې په لور منحرفه شوې.
ورځپاڼه ليكي، چې دا اوس د افغان واكمنانو مسؤليت دې، چې دا مبارزه خپل اصلي لور ته راوګرځوي او افغانستان ل اوسني حالت نه راوباسي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د سيكا په سرمشريزې بحث كړې او هغې ته د ولسمشر كرزي وينا ته په اشارې د ترورزم په وړاندې د مقابلې لپاره د سيمې د هيوادونو همكاري ضروري بللې ده.
ورځپاڼې ليكلي په تيرو نهو كلونو كې پداسې حال كې، چې ناټو او امريكايي ځواكونو په افغانستان كې د ترورزم او طالبانو پر ضد جنګيدل، خو د ايران او پاكستان په څير ګاونډيو او د سيمې نورو هيوادونو له هغوى سره همكاري نه كوله.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، كه د سيمې هيوادونه د ترورزم په وړاندې په روانه مبارزه كې پراخه همكاري وكړي، نو دا به له ترورزم سره روانه مبارزه لا ګړندۍ او اغيزمنه كړي.
ورځپاڼې دا ځلې پخپل كارټون كې د ټوپك او قلم د ځواك ترمنځ توپير انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، تر هغو، چې د خلكو په لاس كې ټوپك موجود وي قلم هيڅ نشي كولې.