کور / شعر / غزل

غزل

ستا په لورې مې چې هسې تش نظر لاړ

زړه مې لاړو ورسره مې سم ځيګر لاړ

يو عجيب شانتې احساس راته پيدا شو

پوهه نه شوم چې سبا شو مازيګر لاړ

د منزل پسې يې ستړې شومه خدايږو

لکه اوښکه مې له سترګو په هنر لاړ

تا به بيا مومي کنه زما جانانه

يو کاروان د ارمانو مې در په در لاړ

کاميابيږي پښتونزۍ په امتحان کې

څوک چې مينه کې فرهاد غوندې تر غر لاړ