لكه چې گرانو لوستونكو ته پته ده، د دې لړۍ په دوو تېرو مقالو كې مو په هند كې د افغانانو له پاره د موبايل ټلفونونو د كارونې او د افغانانو د راجستريشن په ستونزو خبرې وكړې، دا ده اوس په هند كې د افغانانو د درملنې مسله يادوو چې تجارتي شوى او ځنې كمشن كاران د افغانانو په روغتيا او ژوند لوبې كوي!
كله چې څو مياشتې مخكې د افغانستان ولسي جرگې د حكومت ځينو وزيرانو او په تېره تكړه وزيرانو ته د اعتماد رايه ور نكړه، ځنې خلك پرې خپه شول. د مخابراتو وزير ښاغلي اميرزي سنگين او د روغتيا وزير ښاغلي فاطمي په دې ډله كې وو. زه د مخابراتو د وزير په هكله څه نه ليكم؛ ځكه چې ټول ولس هغه ته د اعتماد د رايي په نه وركولو خپه دى او دى يو فعال او مبتكر وزير بولي؛ خو زه د خپلو خلكو په هغه خپگان كې ځان شريك نه بولم چې د روغتيا وزير يې د اعتماد د رايي وړ بللو. دا احساس په ما كې هغه وخت ډېر پياوړى شو چې د روان عيسوي كال د فبرورى او مارچ په مياشتو كې د يوه ناروغ د درملنې له پاره ډيلي ته لاړم او هر څه مې په سترگو وليدل.
د هند د سفر په پايله كې زه د روغتيا پخوانى وزير ښاغلى محد امين فاطمي او تقريباً د افغانستان ټول دولت په دې گرم بولم چې وې نه كولاى شول په كابل كې داسې يو روغتون معرفي كړي چې ډاكټران، پرسونل، وسايل او مقررات يې د خلكو د اعتماد وړشي. داسې يو روغتون چې ناروغان په ستر اميد ورشي او له هغه ځايه روغ خپلو كورونو ته ستانه شي او د دغه روغتون په هكله خوږې خاطرې له خپلو نورو ملگرو، دوستانو او خپلوانو سره شريكې كړې!
زه چې هند ته د ډېرو افغانانو تگ وينم، دوى د افغانستان د روغتيا په سيستم، روغتونونو او ډاكترانو اعتماد نه لري، باور يې نه راځي او كه نه ډېر كسان د داسې ساده ناروغتيا وو د درملنې له پاره، د هند د سفر ستونزې او لگښت په غاړه اخلي چې په كابل كې يې د درملنې يا عملياتو امكانات شته. ځنې خلك خو په اوسني افغانستان كې ډېر شتمن شوي او هسې د فيشن له پاره هم هغه هند ته روان وي، د ( چك اپ) له پاره ځي، د ښكلا عمليات كوي، خپل جسماني قوت زياتوي او داسې نور؛ خو اړ افغانان هم په زرگونو دي چې رنځ لري، ناروغه دي، بله لاره نه ويني، پيسې په پور اخلي، زمكه او كور خرڅوي او هند ته د علاج له پاره ځي.
په هند كې د اريانا افغان هوايي شركت امر وايي چې له افغانستانه په اونۍ كې يوويشت طيارې ډيلې ته راځي. دا طيارې په مياشت كې ۱۲۰۰۰ افغانان ډيلي ته وړي چې نوي په سلو كې يې ناروغه او يا هغه كسان دي چې له ناروغانو سره مل وي. له دې څو زره كسانو څخه ډېر لږ په انگليسي يا هندي ژبو پوهېږي، د ډيلي يا د هند د نورو ښارونو په جغرافيه خبر وي او يا هلته كوم دوست ملگرى ولري چې مرسته ورسره وكړي، نور نو زياتره داسې خلك دي چې له هرات، نيمروز، كندهار، كابل، پكتيا، سرپل، پنجشير او يا نورو سيمو څخه، فقط د خداى په هيله او د ډيلي د ډاكترانو په هيله روان وي او ځان تقدير ته سپاري.
په ډيلي كې څو روغتونونه ډېر نوموتې دي: اپولو، مكس ( گورگاون) جيون، مكس ( ډيلى) سيگل، ايشين مډييسن سنتر( فريد آباد) او ځنې افغانان د دې روغتونونو له نومونو سره پوره بلد دي. اپولو خو ډېر پخوانى دى. البته ډېر افغانان نورو روغتنونو ته هم ورځي او خپل علاج كوي. د دې روغتونونو ډاكټران لومړى ناروغه افغانان (عمومى چك اپ) ته لېږي چې يو – دوه روځې وخت او دوه درې سوه ډالره لگښت غواړي، د دې ( چك اپ) په پاى كې په هر ناروغ افغان كې يو څه ستونزې راوځي: وينه دې غوړه ده، ( شوگر) لري، په ( تريخي) كې دې كاڼي دي، معده دې زخم لري، په بډوډي كې دې ډبرې جوړې شوي، غاښ دې نوي كول غواړي، مرۍ دې خرابه ده، سترگې دې كمزورې دي او…
په دې بهير كې له ډېرو ناروغانو سره د هغه افغاني كميشن كارونو غواوې لنگېږي چې له پخوا څخه په ډيلي كې اوسې او د همدې ناروغانو په پيسو ژوند كوي. د ډاكتر نجيب الله د وخت د پوځي افسرانو او د خاد د مامورينو ډېر زامن په ډيلي كې ځوانان شوي او دا ناروغان د خپلې روزي ( دام) بولي. هغه شمير ځوان افغانان هندوان او سكان چې د مجاهدينو د بدو روځو له لاسه هند ته تښتيدلي اوس هلته په همدې ( تجارت) لگيا دي چې نابلده بېوزلي افغانان روغتونو ته بوځي، هلته دوى ته ترجماني وكړي، د درملنې يا عملياتو په ( نرخ) يې چانې ووهي، او له ناروغ څخه د روځنى معاش په څنگ كې له ( ډاكتر) يا ( روغتون) څخه ( كميشن) تر لاسه كړي!
ما په ډيلي كې يو ځوان غزنيوال سك ته چې د پښتو په دوه سوه او د دري په پنځه سوه كلماتو پوهېده وويل ته چې په خپلو افغاني ژبو سم نه پوهېږي څنگه ترجماني كولاى شي؟ د مثال په توگه د يوې ښځې ناروغتيا څنگه ډاكټر ته ويلى شي او د ډاكټر طبي مشورې او مسلكي خبرې دې ښځې يا د هغه محرم نارينه ته څنگه ژباړلى شي؟ ده وويل چې زه د ناروغ ستونزې په ساده الفاظو ډاكتر ته ويلى شم؛ خو مسلكي نه يم او مسلكي طبي خبرې يا مشورې نه شم ژباړلى!
په دې سفر كې زه په دې پوه شوم چې ځنې افغانان ناروغان، په تېره بيا ښځې خپلې ستونزې ډاكتر ته نه شي رسولى؛ ځكه د ژبې محدوديت او د شرايطو محدوديت ځنې ښځينه ناروغانې دې ته نه پرېږدي چې خپلې ټولې مسلې له ډاكتر سره يادې كړي.
د ډيلي اپولو، مكس او سيگل روغتونونه ټول په افغانانو ډك دي. په ( سيگل هسپتال) كې د روانې – عصبي اوعقلي رنځونو علاج كېږي. په دې روغتون كې تاسو خال – خال هنديان ليدلى شي، نور ټول بېوزلي افغانان دي چې جگړې او راز- راز خپگانونو ناروغه كړي او دلته د علاج له پاره راغلي دي.
خلك د سترګو عمليات په هند كې كوي، خلك خپل غاښونه په هند كې جوړوي، هغه ميندې چې اولاد نه لري، هند ته ځغلي. خلك د عملياتو له پاره هند ته ځي، په عصبي – رواني ناروغيو اخته ځوانان او مشران هند ته منډې وهي، لكه چې جادو پرې شوې وي. كېداى شي چې هغه هندي ډاكټران او روغتونونه چې په كابل كې فعال دي، خلك دې ته هڅوي يا اړباسي چې د درملنې له پاره هند ته لاړ شي!
په هرصورت په مياشت كې د علاج له پاره تلونكي لس زره كسان د الوتكې ټكټونه اخلي، په هند كې په ميلمستونونو يا د خلكو په كورونو كې اوسي، ټكسي گان نيسي، روغتونونو ته ځي، په درملنو او عملياتو باندې پيسې لگوي، ډوډۍ خوري، سوغاتونه اخلي، كه دا ټول حساب كړو؛ نو په زغرده ويلى شو چې افغانان هره مياشت څو لكه يا څو مليونه ډالره هند ته په تگ او هلته په درملنه لگوي او دا لړۍ همداسې روانه ده!
هغه كميشن كاران چې مخكې مو ورته اشاره وكړه، د دې لگښتونو په ډېرولو كې ښكاره لاس لري. دوى ډاكتران په دې پوهوي چې له دې ناروغه څومره پيسې اخستلى شي. له ( مكس هسپيتال) څخه پرته نور ټول چاني وهي. ډاكتر وايي چې دا د يو لك يا دوو لكو روپيو كار دى! خو كميشن كار ورته وايي چې دا سړى زما ماما دى، ته لږ مرسته ورسره وكړه. ډاكتر وايي هوكى ستا له پاره به لس- شل زره ورته پرېږدم، كميشن كار ناروغ ته وايي چې دا ډاكتر ډېر مهربانه سړى دى، زما او ستا له پاره يې شل زره پرېښودې؛ خو چې څوك په اصله خبره پوه وي هغه پوهيږي چې ياره دا خو د څلويښت پنځوس زره خبره ده، بيا دا يو لك يا دوه لكه د څه له پاره ؟! دا اضافي پيسې د ډاكترانو او كميشن كارانو تر مينځ وېشل كېږي او دا تجارت همداسې په خوند روان دى او د بېوزلو افغانانو په مليونونو ډالره د هندي ډاكترانو او تجارتي روغتونونو جېبونو ته لوېږي.
اوس راځو د خبرې پاى ته او هغه دا چې ډېر ښه وشول چې د ولسي جرگې غړو د روغتيا پخوانى وزير ډاكټر فاطمي ته رايه ورنكړه. په كار دي چې ولسي جرگه خپل ديني، ملي، انساني او وجداني مسووليت په پام كې ونيسي او نور هغه وزيران هم خپلو كورونو ته واستوي چې كار نه كوي او هسې د وزارت په نامه پيسې ټولوي! بله خبره دا ده چې د افغانستان دولت بايد په خپل روغتيايې سيستم د خلكو د اعتماد د ژوندي كولو له پاره، يو نمونه روغتون جوړ كړي. داسې روغتون چې ښكلې ودانۍ ولري، ښه وسايل پكې موجود وي، زړه سواندي ډاكتران او فعاله عمله ولري، ښه كنټرول پكې وي، د هر ډاكټر،نرس او ناروغ څخه جلا- جلا پوښتنې وشي، هغه چې ښه كار كوي وستايل شي او هغه چې خپل وخت ضايع كوي، له كاره وشړي او څارنوالي ته يې ولېږي. د ناروغ د زړه حال واخلي او په دې توگه د افغانستان په روغتيا يي سيستم تللى اعتماد بېرته را وگرځي او ځنى خلك په دې ډاډه كړي چې په هند كې د زرگونو ډالرو د لگښت حاجت نشته او همدلته په كور كې درملنه كېداى شي. كه داسې وشي نو د ډېرو هغه بېوزلو افغانانو ستونزو ته به د پاى ټكى كېښودل شي چې په پنځوس درجه تودوخه كې، د علاج له پاره هند ته روان دي او په لكونو روپۍ مصرفوي!