که څه هم نن پښتون د ا من لپاره ليوال دی خو داسې نه ښکاري لکه چې امنيت به ورته د يوې لويې بيې پرته ورکړل شي . څېړونکي وايي چې پښتون د يو نړيوال سازش ښکار دی ، او ټوله نړۍ د پښتون سره په جګړه ده، او که ځمکني حقيقتونو ته ځير شو نو دا خبره تر ډېر ه حده سمه هم ښکاري خو که يي جرړو ته ولاړ سو نو نه خو دا خبره رښتيا ده او نه يي په شا يو منونکی دليل سته ، او تر ټولو نه خطرناکه او بوږنونکې خبره دا ده چې پښتون هم دا منلې چې ګوندې نړيوال واکمنان د ده په ضد راپاريدلي او متاسفانه د پښتون بد بختې هم تر دې ځايه پيل کېږي او که داسې وسي نو يا خو پښتون د نړی دمخنه غورځېدونکی دی او يا د يو لويې نيټې لپاره غلام کېدونکی دی .
موږ بايد په دې خبرې سر خلاص کو چې ولې د تيرو دريو لسيزو راهسي پښتون په جګړه دی ،په ملينونو پښتانه په دې جګړې کې ووژل سول، په ملينونو بې کوره سول ، نه دا چې دا جګړه د پښتنو په لوی کور افغانستان کې روانه ده خو د امو نه تر اباسنه ، چېرته چې پښتون دی هم هغلته کې جنګ دی ،د کراچی نه تر سواته او د بولانه تر چتراله، پښتون په جګړه بوخت دی .
نن موږ په يوه داسې نړيوال کلتور کې ژوند کو و چې په کښې څوک په جنګ جګړو وياړ نه کوي او نه په جګړو قامونه او هيوادونه جوړېږي ،څوک چې جنګ کوي بايد پوه سي چې نه يوازې په ځان بدبختي راولي خو د راتلونکو نسلونو لپاره هم د بربادۍ توخه برابره وي ،خو پښتون بيا هم په جګړه دی . جنګ کول يوه وړه خبره نه ده ، د جنګ وړاندې هر بالغ عاقل سړی بايد د ځان نه يو څو پوښتنې وکوي . لومړۍ ،جنګ ولې کوو؟ دويمه ، جنګ د چا سره کوو؟ دريمه، د جنګ موخه مو څه ده ،څلورمه، ايا جنګ يواځنې لاره ده او برياليتوب په کښې امکان لري؟ خو ډېره د زړه چاودو خبره ده چې پښتون فقط جنګ کوي او ګټې يي بل څوک اخلي . په ميلنونو پښتانۀ د شوروي ضد جګړه کې ووژل سول ، او په دې جګړه بريالي هم سول خو لاس ته راوړنې يي څه وي ، په خپل منځو جګړه کې اخته کېدل ، د يوې جګړې ورسته بله جګړه ، او هم دا يي موخه وه ،هغو ځان ته حدف نه درلود خو يو چا جنګول .
پښتون د تاريخ په اوږديو کې په هر وخت کې د مذهب په نوم دوکه سوی دی ،جنګول سوی دی ، وژل سوی دی ، که په نړۍ کې هر چېرته يو څوک يو داسې فعل وکوي چې داسلام مذهب په ضد وي نو پر ځای ددې چې ځواب يي د موړ عربستان له خوا وسي زموږ غريب پښتون ورور په سر لټي تړلی د ځواب له پاره چمتو ولاړ وي ، که فلسطين دی که کشمير دی ، پښتون ورور مو کفن په سر تړلی وي . بايد دا کوچنۍ پوښتنه خو وکو ،چې څنګه او ولي د فلسطين جنګ په افغانستان کې ګټل کېدای سي او په سعودي عربستان او په دوبۍ کې نه سي کيدای ،اوسامه د اسلام د پيغمبر د وطن څخه راځي او په افغنستان کې د اسلام او فلسطين لپاره جنګ کوي ايا دا جګړه په مدينه کې نه سي کولای ؟ که دا جګړه په مدينه او مکه کې وسي بايد د نړۍ ډېری مسلمانان به ورله ډېر په مينه اوږه ورکړي او يوه پايله به هم ولري . خو نه اسامه دومره بېوقوف دی او نه د دوبۍ شيخان چې د دوبۍ محلات او د شيخانو عيش کدې د اسلام لپاره په جګړه واړوي . نو بيا موږ ولي داسې يو؟ موږ څوک جنګوي ؟
اوس وخت دی چې هغه څوک وپيژنو څوک چې مو په وينو پيسې اخلي . د پاکستان(پنجابي) پوځي او اسلامي ګوندونو مشران بشمول د افغانستان د اسلامي ګوندونو،د پښتون د وينې پيسې د عربي شيخانو څخه اخلي ، د پنجابي پاکستان پوځ د مذهبي ګوندونو په مرسته پښتون د جنګ په حال کښې ساتي او د دې ګټه ټول په ټوله د عربو عيش پرسته شيخانو ته رسوي ، او نه دا چې اسرايل په يوه ويره کې ساتي ،خو د نړۍ نورو واکمنانو ته دا ورپه کوته کوي ،چې د نړۍ وګړي د شيخانو د عشرت کدو ساتلو لپاره هر وخت له مرګ لپاره چمتو دي . نن د پاکستان ازاده ميډيا او د اسلامي ګوندونو بزرګان مشران د پنجابي پوځ د مشرۍ لاندي د پښتون قام هالوکاسټ ( ) کوي ، خو يو څوک هم دې ته هالو کاسټ نه وايي ، ځکه پښتون د ېوې ډېر ې غټې موخې لپاره په کار راوستل سي ، او هغه موخه د عربي شيخانو او د هغو منابعې خوندي ساتل دي .
موږ بايد جنګ وکو خو د چا سره ؟ د هغه ناترسه ظالم دښمن سره چې په اويايمه لسيزه کې د خپل هيواد والو په وينو کښې لاسونه سره کړي ول او دونيم ميليونه بنګاليان يي وژلي ول ،او تر سلو زرو زياتو بنګالو ښځو باندې يي جنسي تيری کړی و ، دا هم هغه ظالم دښمن دی چې نن د پښتنو سره د بنګاليانو غوندې چلن کول غواړي . موږ بايد د خپل ناموس او غيرت دا اخري جنګ وکو خو فقط د دښمن سره ، د ځانه سره نه .