کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په موږ باندې ډېر ګران دی دا افغانستان

په موږ باندې ډېر ګران دی دا افغانستان

کیدی شې دې خبرې ته د ډېرو پښتنو پام نه وي، په د هکله په ننۍ مېډیا کې پښتني لیکوالان ډېره کمه پاملرنه کوي الله پاک په قران پاک کې وایي چې وتواصو بالحق وتواصو باصبر یعنې تاسې یو بل ته په حقې سره وصیت وکړئ او یو بل ته په صبر سره وصیت وکړئ. نو کله چې خبره د حق راشي نو دا د نېږدې یوسلو شپېتو ملیونو افغانانو حق دی چې د خپلې خاورې پوښتنه وکړي،


او په د دنيا کې د لوی څښتن له خوا څلور بر حق کتابونه راغلي دي او نن سبا دا ټول کتابونه پیروان لري او مسلمانان د الله تعالی د وروستي کتاب قران پاک پیروي کوي اوس موږ وینو چې یوه ډ له داسې مسلمانان هم شته چې وایي موږ مسلمانان یو خو څه چې اسلام وایي په هغې عمل نه کوي. اوسنۍ برتانیه د عدالت لوړ مقام یعنې ستره محکمه لري او لږ ترلږه د ذ کر شوو څلورو مقدسو کتابونه څخه پکې د یوه پیروي کیږي او په خپله د برتانیې حکومت هم دا خبره په ډاګه کوي چې موږ افغانستان/پښتونخوا ته د سولې د پاره راغلي یو.


د بره پښتونخوا زیات شمېر وګړي کوزې پښتونخوا ته کډه شول هلته پښتانه د کوزې پښتونخوا افغانانو له خوا ښه راغلاست شول. او ورسره په څنګ کې پنجاپۍ مېډیا او د پنجاپیانو ګوډاګیانو له خوا ورته د مهاجر کلمه په ډېر سپک ډول وکارول شوه.په د مانا چې مهاجر بې نومه بې کوره بې اوره او بې پوښتنې سړی. په داسې حال کې چې افغانانو خپل کورګی نغری او وجره د دې دپاره پرېښودلي وو چې د خدای رضا حاصله کړي.


پنجاپۍ مېډیا لکه د تېر په شان اوس هم دا پالیسي پرمخ بیایي او وخت ناوخت افغانانو ته په خپل کور کې د وخت تېرولو موده زیاته وي خو په ننۍ زما نه  کې داسې څوک پیدا نه شول چې پاکستاني دولت ته ووایي چې تاسي د چا د وخت تېرولو موده زیاته وی او د چا په خاوره باندې؟او تاسې ته دا صلاحیت چا درکړی دی او د تاسې تر شا څوک دي؟کله چې د پاکستان څخه د پښتونخوا/افغانستان د ازادۍ پوښتنه وشي نو د هغې ځواب دا وي چې که پاکستان ټوټه شي نو اسلام په خطر کې پرېوځي او بیا کله چې خبره د اسلام او حق راشي نو په اسلام کې خو نه هم پوله او تیر برید شته او نه هم مرز شته، نو بیا ولې پاکستان او د هغې شاته استاد په خپل ځان باندې د سپڅلي اسلام قانون نه تطبیقوي؟او ولې خپلو مسلمانو وروڼو ته د ویزې او وخت زیاتولو خبرې کوي؟ د تېرو درو لسیزو په ترڅ کې زموږ د برې پښتونخوا زیات افغانان په کوزه پښتونخوا کې لوی شول او اوس ځوانان دي د هغوی څخه زیات یې په یو ډول نه یو ډول ذهني ناروغۍ اخته دي طبي پلټنې د هغې یواځینی علت د هغوی په خپل کور کې د پنجاپي له خوا د روحي فشارلاندې ساتل بولي او ورسره د پاکستاني پولیسو ناوړه او غیر اخلاقي کړنې او چلند بولي.وایي خوله زما او واک یې د بل کوزه پستونخوا د افغانانو خپل کور دی او وي به دا یو څرګند حقیقت دی د پښتو یو متل دی چې وایي اوبه په ډانګ نه بېلیږي، د پښتو په د لنډۍ کې پښتانه ځان یو ګڼي او د پنجاب په اړه داسې وایي تر موږ دا ښکته پنجاب ښه دی،په دوو مینو باندې نشته بندیزونه.په د لنډۍ کې د افغانانو یوالی اوچت ښکاري، دلته پښتانه ځان یو ګڼي او پنجاب د ځانه بېل حسابوي.


کله چې احمدشاه بابا د افغانستان/پښتونخوا ډبره کېښوده نو نوموړي هغه محال لویه جرګه راوغوښته او په هغې جرګې کې زموږ د کوټې پېښور وزیرو مسعودو پکتیا بدخشان فراه او ټولې پښتونخوا استازي موجود وو، احمدشاه بابا هغه وخت د پښتانو د پلارني کور پړېکړه کړیوه او هېڅ کله یې هم دا نه وه منلي چې افغانان د په دوه برخو وویشل شي.


د کابل حکومت پنځه ټېکاداران او د اسلام اباد تجاران خو دېته حوشحال دي چې نیمه پښتونخوا به یې یو شوکوي او نیمه هم بل او د باقي افغانانو د خدای پاک مل او بې کوره وږي تږي مساپرۍ غربت او خوارۍ کې دې د مرګ په تمه شپې ورځې سبا کوي، دا د ټولو پښتانو حق دی چې په افغان وطن کې خپلواک او ازاد ووسيږي او پرته د کومې اندیښنې په کې ژوند وکړي.


که نن سبا انګریزانو ته مونږ دا خبره وکړو چې یو سور انګریز او بل هم برګ انګریز، کیدی شي په دوی باندي دا خبره بده ولګيږي او ووایي چې تاسې په موږ کې ډ لې ټپلې جوړوی نو اوس پوښتنه داده چې پر موږ افغانانو څه ټکه لویدلي ده او ولې چپه خوله ناست یو قران موږ ته وایي چې حق ووایئ اوموږ وېریږو نه یې وایوهغه د مشرانو خبره ترڅو چې ماشوم نه وي ژړلي تر هغې ورته مور شیدې نه ورکوي ترڅو چې موږ په دنیا باندې دا غږ نه وي کړی دنیا په موږ څه ملامته ده ملامتي ټوله په موږ کې ده چې د حق ویلو نه یریږو او نه يي وایو که یو ملتپال را پاڅیږي د قام د پاره چوپړ کوي د هغه ملا نه تړو او د پښو څخه یې تیږې وباسو.


لکه چې پخوا هم یادونه وشوه په دنیا کې څلور واړه موجود مذهبونو څخه یو یې هم د افغانانو د ملي یووالي مخالفت نه کوي اود دنیا     په مخ هېڅ قام هم د افغانو د طبعي حق مخالفت نه شي کولای،اوس په موږ افغانانو پورې اړه لري چې موږ خپله فریضه تر     کومه ځایه ادا کوو،او په خپل راتلونکي نسل باندې د څه پېرزوینه کوو. د ازاړۍ او که د غلامۍ.                                                  


                                                        د افغانانو د پلارني کور د جوړیدو په هیله.


                                             د خان عبدلصمد خان شهید ادبي جرګه، لویه پښتونخوا/افغانستان


                                             د ۱۳۸۹لیږدیز لمریځ کال د غبرګولي د میاشتې شپاړسمه نیټه د دویم ورځ (اتوار ورځ).


                       زموږ سره په د پته اړیکې ونیسئ:


dakhanabdulsam@yahoo.com