په دی ورستیو وختونو کی په افغانستان کی دنړیوال تروریزم او القاعده سره دمبارزی په څنګ کی په افغانستان کی تولید شویومخدره توکو نړیوالی ټولنی ته ستر سرخوږی پیدا کړی، داسی ورځ به نه وی چی په نړیوالورسنیو کی دافغانستان په هکله کوم نوی خبر نه وی،د نړیوالو ایتلافی ځواکونو اود ملی اردو او پولیسو لخوا تر سره شویو عملیاتوپه ترڅ کی دمرګ ژوبلی خبر، د دولت دمخالفینو لخوا دځان مرګی برید خبر اویا په کوم ولایت کی دمخدره توکو دنیولوخبرونه د افغانانو لپاره د ورځنی ژوند عادی خبره ده .
یو مثال یی هم لاندی مقاله ده چی لوستونکو ته یی ژباړه وړاندی کیږی
افغانی مرګ. دامریکا متحده ایالات نه غواړی دمخدره توکو په وړاندی مبارزه وکړی؟
په دې كې شك نه شته چې نن ورځ د ځمكې په مخ د نشه يي توكو ( هېروينو ) په توليد كې افغانستان لمړې ځاې لري.
لیکوونکی: ګیورګی الکساندروف
ژباړه : کوهـــــــــا ټ بدرخیــــل
مقاله د ارګومنت اوفاکت په ۲۲ ګڼه كې د۲۰۱۰ کال دجون په ۲ مه نیټه خپره شوی ده .
تېر كال دملګرو ملتونو د مخدره توکو او سازمانی جرمونو سره دمبارزی اداری په خپل رسمی اسنادو كې لېكلې چې په روسېه كې په نشه يي توكو اخته (محتاط) كسان په نړې كې لمړې ځاې لري.
په میلونو نشه ېان (پوډریا ن )
هغه راپور چې دملګرو ملتو دمخدره توکو او سازمانی جرمونوسره دمبارزی اداری خپور كړې ، واېی هرکال د ۷۵ څخه تر ۸۰ ټنو پوری هیرویین تولېدېږي د څیړونکو په نظر د دې هېروينو ډېره برخه د هغه هېروينو په پرتله چې مروج دي ډیره خطرناکه ده. اواساسی قربانیان ېې هم زموږ هیوال دی.
دمحاسبی له مخې دا رقم دچین هیواد چی دملیارد څخه ډیر وګړی( نفوس) لری دوه برابره اودامریکا اوکانادا د دواړو هیوادونو په پرتله ۳،۵ واره ( برابره ) زیات دی.
د مخدره توکو سره دمبارزی ا وکنترول دکمیټی د اسنادو له مخی هره ورځ په روسیه کی ۲۲۰ كسان په مخدره توکو اخته کیږی . دهمدی کمیټی دارقامو له مخی په روسیه کی په مخدره توکو اخته كسان دوه نیم ملیونه وګړی اټكل شوې دي. چی زیاتره یی په هغه هېروينو چې د اپینو(تاریاکو) څخه جوړېږي محتاط دي.
هرکال د ۳۰،۰۰۰ څخه زیات په هېروينو محطاط كسان خپل ژوند له لاسه ورکوی. په تآسف سره باید وویل شی چی په هېروينو محتاط كسانو دهرو لس تنو څخه یوتن تداوی کیږی پاتی نورې ټول دمرګ په پوله نا ست دی، د نېشه يي توكود محتاطو كسانو منځنی عمر ۲۸ كاله دی.
ملیاردونه ډالر :
بې له شكه چې نن ورځ دځمکی دکری په مخ افغانستان د نېشه يي توكو ( هېروينو) په توليد كې لمړې ځاې لري .
د ملګرو ملتونو د مخدره توكو او سازمانى جراېمو اداره واېی چې د افغانستان نه هركال ۹۰۰ ټنه تارېاك (اپین ) او ۳۷۰ ټـنه هېروين باندېني هېوادو ته وړل كېږي، د مثال په ډول په افغانستان كې هر لسم كس د تارېاكو په كر كېله بوخت دې.
په روسیه او اروپا کی دمخدره توکو او هېروينو د راكړې وركړې ګټه د۱۷ ملیاردو ډالروڅخه زیاته اټکل کیږي او ددی ګټې څخه ۱۵ ملیارده دنړیوالې مافیا او تروریستی سازمانو جیبونو( بانکی حسابونو) ته ځی.
د څیړونکو او متخصیصنو په اند (نظر) په افغانستان کی دمخدره توکو(هیرویینو) تولید كچه د ۲۰۰۱ کال نه وروسته كله چی نړیوال ځواکونه په افغانستان كې ځاې په ځاې شول پورته لاړه. دهمغه نېټې نه را پدی خوا دمخدره توکو تولید ۴۰ برابره زیات شوی دی. له دې نه معلومېږي چې امريكا او ناټو هېوادونه د مخدره توكو په وړاندې مبارزې ته اولولېت ( لمړېتوب ) نه وركوي :
هغه پېسې چې په دې لار كې ېې تخصيص ( ځانګړونه ) وركړل شوې ده په ځاې نه لګول كېږي او په نورو سوړو كې وركېږي ، د مسال په توګه د كوكنارو په كر كېله كې د هوا له لارې د د وا پاشل چې په كولومبېا كې ښه نتېجه وركړې ترې كار نه اخېستل كېږي
د پاملرنی وړ خبره خو داده چی دملګرو ملتو د مخدره توکو او سازمانی جرمونو سره دمبارزی رییس انتونیو ماریا کوستا د مخدره توکو( کوکنارو- بنګو) دکرکیلی مزرعو له مینځه وړلو دطرحی په برخه کی موافقه وکړه او نظر ېې وړاندې كړ چې د تارېاكو بېه را تېټه تر څو بزګران دې ته اړ او وهڅول شی چی
د كو كنارو او نورو نشه یی توکو پر ځاې نور زراعتې شيان وكري.
د روسیی دمخدره توکو سره دمبارزی اوکنترول د دولتی کمیټی دکارکوونکو واېی دا کار به هله وشی چی ټوله نړی دهیرویینو څخه ډکه شی. ډیر څیړونکی په دی نظر دی چی دامریکا متحده ایالاتو فوځیان دمخدره توکو دکاروبار او قاچاقو څخه معینه برخه (ګټه) په لاس راوړی. همدا اوس ۱۲ زره ټنو په شا و خواكې تارېاك ( اپين ) د افغانستان په لرې سېمو كې چې د دولت په كنترول كې نه دې په پټو ځایونو کی خوندی شوی دی.
پدی برخه کی د روسیی دمخدره توکو سره دمبارزی او کنترول د کمیټی مشر ویکتور ایوانووف دارګومنت اوفاکټ ورځپاڼی ته وویل چی: هرکال په ټوله نړی کی د ۱۰۰ زرو په شاوخوا کی انسانان دافغانی اپینو (هیرویینو) د استعمال پواسطه ژوند له لاسه وركوي ، اوپه نړیوال بازار کی په خاص ډول هیرویینو ته ترجیع ( غوره والې) ورکول کیږی چی دهمدی هیرویینو څخه ۹۰ سلنی نشه یی توکی رامینځته کیږی.
ضرور اولازم ګڼل کیږی چی په غوڅ او قاطع ډول د نړیوالی ټولنی په وړاندی دمخدره توکو پرابلم مطرح او ددی نړیوال پرابلم په وړاندی ( نړیوال اییتلاف ) رامینځ شي تر څو د مخدره توکو د مینځه وړلو په برخه کی عملی ګامونه پورته کړی
ممکن چی دی رامینځ ته شوی حالت او وضعی ته دنړیوال فورم ( کنفرانس) استازی او ګډون کوونکی چی
د روان کال دجون د مېاشتې په ۹ او ۱۰ نیټه په مسكو كې جوړېږي بدلون وركړي او د دې امېد او هیله هم شته چې د فورم ګډون كونكې به په ګډه «په افغانستان کی د نېشه يي توكود كر كيلي په هكله چې نړیوالی ټولنی ته خطر دې » امريكا او ناټو ته په ګډه وواېی چې د موجوده وضعې مسؤلېت ېې په غاړه دې
دی اوسنې حالت او وضعی چې روسېه په ستونې كې خپه كړې او اروپا ته ېې هم لاره كړې ګواښ دې ، كېداى شې دا د هېروينو استېلا ( اېپېد ېمې ) حالت په نړېواله فاجعه واوړي .
په ټوله نړی کی دهیرویینو استعمال ۳۴۵ ټـنه تشکیلوی
هغه هیوادونه چی مخدره توکی په کی په ټنونو استعمالیږی :
۱ – روسیه – ۷۵ ټنه ،
۲ – اروپا – ۸۸ ټـنه،
۳ – دچین دخلکو جمهوریت ۴۵ ټـنه ،
۴ – د امریکا متحده ایالات ۲۶ ټـنه ،
۵ – پاکستان ۱۹ ټـنه ،
۶ – هندوستان ۱۷ ټـنه ،
۷ – ایران ۱۴ ټـنه ،
۸ – افغانستان ۲ ټـنه ،
۹ – ترکیه ۰،۸ ټـنه
شنونکی د روسیی او ترکیی پرته، د هیرویینو د نړیوال بازارکاروبار ۶۵ ملیارده دالره اټکل کوی .
دملیاردونه ډالر دنړی دهیوادونو په کچه :
۱ – اروپا ۲۰ ملیارده ( ۲۶ ٪ )،
۲ – روسیه ۱۳ ملیارده ( ۲۰ ٪ )
۳ – دامریکا متحده ایالات او کاناډا ۸ ملیارده ( ۱۳ ٪ )
۴ – دچین دخلکو جمهوریت ۸ ملیارده ( ۱۳ ٪ )
۵ – افریقا ۳ ملیارده ( ۵ ٪ )
۶ – جنوبی اوجنوب ختیځه اسیا ۳ ملیارده ( ۵ ٪ )
۷ – هندوستان ۳ ملیارده ( ۵ ٪ )
۸ – ایران ۲ ملیارده ( ۳ ٪ )
۹ – پاتی نوهیوادونه ۵ ملیارده ( ۹ ٪ )
سرچینه : UNODC (دملګروملتو دمخدره توکو او سازمانی جرمونو سره دمبارزی اداره)