دامطلب دقطرد الرايه ورځپاڼې څخه ژباړل شوي .
داسلامې نړی دمسلمانو علماوو داتحادې مشر دکتورمحمد يوسف قرضاوې په عربې هيوادونو سخته نيوکه وکړه اووي ويل داچې عربې هيوادونه داسراييلوبريد دترکېې دازادي پرکښتې، شفاف او کوټلې دريځ نه لرئ اوچپه خوله ناست ديِ،سخت انتقاد وکړ.
دغه ستر عالم خپل نظردعربې هيوادونو دموقف داسراييلو دبريد په اړه داسې بيان کړ:( زه مطمين يم چې عربې هيوادونه په خواب کې ندې بلکه هغوې ټول مړه شويدي ).
دقطر(رايه ) ورځپاڼه وړاندي ليکې چې قرضاوې دترکېې دازادې کښتې وستايله اووي ويل چې ترکانو پخپلووينو سره دغزې ټړانګې دخلکولپاره قربانې ورکړه اواسلام ته يي عزت وباښه .
دنړۍ دمسلمانو علماوومشر وويل چې ددغې پيښې ټول شهيدان دمحمدفاتح دنسل څخه وو اودترکانو سرښيندنه اوجهاد ارزښتمن دي ، اودترکانو دغه سرښندنه دومره قدرلرئ چې حساب يي نه کيږي.
ددي وړاندي څوورځې مخکې قرضاوې پخپله يوه وينا کې ويلي ووچې داسراييلو سره دي دسولې لپاره دخبروڅخه ډډه وشئ او اسراييل دي ددي لوې جنايت ترسره کولو له امله توبيخ ، محاکمه اومعاقبه شي .