په نيمروز ولايت کې د دولت وسلوالومخالفينو ديوجومات ملا امام وژلى دى .
دنوموړې ولايت امنيه قومندان وايي چې دغه پيښه ددغه ولايت په دلارام ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې دغه ملا امام غوښتل له خپلې کورنۍ سره فراه ولايت ته ولاړشي چې دوسلوالو تر بريد لاندې راغى او په ترڅ کې نوموړى ووژل شو .که څه هم تردې دمه د دولت وسلوالو مخالفينو ددغه پيښې په اړه څه نه دي ويلي خو تردې وړاندې هم يوشميرملا امامان په دې تورچې له دولت سره اړيکې لري دوسلوالوطالبانو لخوا وژل شوي دي .