کور / تازه خبرونه / هند: له پاکستان سره پر ښو اړيکو ټينګار وکړ

هند: له پاکستان سره پر ښو اړيکو ټينګار وکړ

دهندلومړى وزير له پاکستان هيوادسره دښو اړيکو په لرلو ټينګارکوي .
من موهن سنګهـ وايي اوس بايد داسې يوه لاره پيداشي ترڅودهند اوپاکستان خلک وکړى شي په ډاډمنه فضا کې ژوند ترسره کړي .
دهندلومړى وزير دنوې ډهلې اواسلام اباد ښې اړيکې د دواړو هيوادونو په گټه بولي . د هندوستان او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې وروسته له هغه ژور بدلون احساس شو چې د سارک سازمان په غونډه کې د پاکستان او هندوستان لومړي وزيرانو سره وليدل. همدا راز د هندوستان د بهرنيو چارو وزير په پلان کې لري چې په راتلونکو ورځو کې اسلام آباد ته په رسمي سفر ولاړ شي.