کور / تازه خبرونه / غزني: خصوصي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني: خصوصي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني ولايت کې په دوو بيلابيلو پيښوکې دخصوصي امنيتي شرکتونو اوه تنه ساتوونکوته مرګ ژوبله اوښتې .
دسپين غرد پنځه سوه پنځم زون وياند وايي لومړۍ پيښه دنوموړې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې د دولت وسلوالومخالفينو ديوه خصوصي امنيتي شرکت دساتوونکو په يوموټر بريد وکړ .
دنوموړې په وينا په دوهمه پيښه کې چې ديادې ولايت په اب بند ولسوالۍ کې وشوه هم ديادشوې شرکت دساتوونکو يوموټردسړک ترغاړې ديوځاى پرځاى شوې ماين ښکار شوه
په دغه دواړو پيښوکې شپږ تنه ساتوونکې وژل شوي او يوتن ټپي شوى دى .