کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر او د ترکيې لومړي وزير سره وليدل

افغان ولسمشر او د ترکيې لومړي وزير سره وليدل

ولسمشرکرزي تيرماښام دترکې دلومړي وزيرطيب اردعان سره ليدنه اوخبرې اترې وکړې .
ولسمشرۍ ماڼۍ ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره وايي ولسمشرکرزي اودترکې لومړي وزيرپه بيلابيلوموضوعاتو اوپه ځانګړې ډول په سيمه ييزو همکاريو دسولې دملې مشورتي جرګې دپايلو دترهګرې پروړاندې پرګډې مباريزې اودافغانستان په بيارغاونه اواقتصادي پراختياکې دترکې په همکاريو خبرې اترې وکړي .
خبرپاڼه زياتوي چې ولسمشرکرزى دسيمې اوافغانستان دمسئلوپه برخه کې دترکې ونډه مهمه وبلله اوپه دې برخه کې دترکې دلا ډيرو همکاريو غوښتنه وکړه .