بې وسه خلق وائي چه!
چا د فرنګ په چاړو
زما د زړه ټوټه کړه سمه نیمه
او راته ویل یې داسې
چه پس لا یوې مودې نه
به دې پیوند شي زړګۍ
خو اوس پیړۍ تیره شوه
زما د زړه ټوټه هم هغسې
د بیوسۍ لا وجه
هسې جلا پا تې شوه
هسې جلا پا تې شوه
خو!
دا زړه مې داسي وائي
چه زړه که زړه وي چرې
نو بیلیدلې څنګ شي
ټوټې کیدلې څنګ شي
منم چه کرښه په زړه
د فیرنګي په ګوتو
غماز ضرور راښکلې
په دې کې شک نشته دې
چه زړه زخمي بدن مې
ډیر ناقراره ګرځي
همییش مرهم لټوي
چه څنګه به جوړ شي زخم
څنګه به ورانه شي بیا
د زړه په سر راښکلې
د فراق توره کرښه
ځکه خفه خفه یم
خو نااُمیده نه یم
ځکه چه!
د احسّاس سرې سکروټې
د یوې پیړۍ نه پس هم
هغسې سرې پرتې دي
سترګې مې سرې له لوګي
ورته پوکۍ ورکوم
چه رانه مړې یې نکړي
رانه ایرې یې نکړي
بیا د اغیار لا مخې
راروان دوند و باران
کوشش پرې ډیر روان دې
خو مړاولائ نشي
ایرې کولائ نشې
د زړه په بیخ کې پرتې
د احسّاس سرې سکروټې
به اور ضرور اخلي
د زړه په سر به راځي
لکه د نر به راځي
سرې سرې لمبې به خیژي
نارې سورې به خیژي
د سور سیلاب په مخ کې
ټولې تمبې به خیژي
جلا کیدلې نشي
ټوټې کیدلې نشي
دا به ژوندۍ اوسي تل
دا مړیدلې نشي
دا د پښتو بدن دې
د پښتنو بدن دې
دا به ترتله اوسي
دا د زمرو بدن دې