نه مي پر ز ړه یا ر ته خبري راځي
نه مي خفه د لد ا ر دلیري راځي
ز ړونه سوخته سوه فریا دونه کوي
نه مي د لسو ز ه څو ملګري ر اځي
وخت د دوستۍ ولاړی مرګونه راغله
نه مي د ننګ یاران د تو ري راځي
څوک چي راځي لاس به تړلي راځي
نه مي جرګې ته اصيل غړ ي راځي
دلته ژوند تریخ خواږه وختونه ولاړه
نه مي و خولې ته قند شکري راځي
د لته پر باغ ږغ د کار ګه او ر مه
نه مي بلبل ته ریز او سندري راځی
دلته امېل د او ښکو جوړ وي همېش
نه مي ګر ېو ان ته مر غلر ي راځي
څوک چي راځي لاس به تړلي راځي
نه مي دوستان چي دي شړلي راځي
د لته هو س نسته ، نفس ختلي
نه مي هو سا بلکي به ستړي راځي
دلته پړانګان او لېوان غلي ناست دي
نه مي چوپان ، رمې، اوزګړي راځي
د لته جنګو نه ، سو له و ر که سو له
نه مي کوتري ، په هوا کړي راځي
څوک چي راځي لاس به تړلي راځي
نه مي د ټول ملت و ګړي راځی
د لته پرده کښي بې ستري راغلې
نه مي پتنا کي ښې مېر مني راځي
دلته وحشت خپور محبت ورک سوی
نه مي ښایستې د خپلي میني راځي
د لته کږ د یا ني تو پا نو یو ړه لې
نه مي کوچیاني ښکلي، ښکلي راځي
څوک چي راځي لاس به تړلي راځي
نه مي د قو م ټوله ښاغلي راځي
د لته په ساند و اوښکي و بهېدې
نه مي خوش خوی نه خندېدلي راځي
د لته ځلمو څخه مستي تللې ده
نه مي خوښي پر نا زو کړي راځي
دلته تیارې دي رڼا نه وینم زه
نه مي د لمر وړانګې پر کلي راځي
څوک چي راځي لاس به تړلي راځي
نه مي ژوندي بلکي به مړي راځي
دلته ویالې او شنه دښتونه وچ سول
نه مي رودو کي اوبه روڼي راځي
دلته سودمند،ګټمند باغونه تپ سول
نه می حصول د باغ او وني راځي
دلته رحیم خوار څخه ورکه ده لار
نه مي د خپل حق پو ر وړي ر اځي
څوک چي راځي لاس به تړلي راځي
نه مي خندان ټول ژړېدلي راځي