نن سهار اته بجې په روزګان ولايت كښي پر يوه موټر بمي چاودنه سوه ، پېښي دوه ملکي کسان مړه او څلور نور يې ټپيان كړي دي . چاودنه هغه مهال را منځ ته سوه چي كله د سپرليو يو موټر د خانقاه د سيمي څخه د روزګان ولايت ته روان ؤ او پر ښخ سوي بم وخوت.
د يادوني وړ ده چي د دې پيښي پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخستې .