کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زموږدعوت اودعوتي تګلاره

زموږدعوت اودعوتي تګلاره


ماله څه مودې راهيسي  په پښتوانټرنيټ پاڼوکي پربېلابېلوموضوعاتوليکنې کړې اوځيني موضوعات لاهم ديوې لړۍ په بڼه دوام لري اوطبعي ده چي ځيني وختونه به زماليکنه ديوچانه وي خوښه شوې اوځيني وختونه به زماديوچاليکنه دمختلفولاملونوپربنانه وي خوښه شوې اوله خپل شخصي احساس سره سم به ماپرنورواونوروپرمانيوکه کړې وي چي له شرعي اواجتماعي پلوه داناسم کارهم  نه دی خوچي دنقدشرعي اوفني اصول پکي مراعات شي . اماله بده مرغه  ځينوکسانواوس داسي  تبليغات پيل  کړي چي له حقيقت سره هيڅ اړخ  نه لګوي  هغه داچي دادوهابيانوليکنې دي مه يې ګورئ،داکافران دي قرآن نه مني، احاديث  نه مني ، امامانورحمهم الله تعالی  ته بدردوايي اوپه لسګونوداسي  تورونه دي چي ددوی له خوابيابيالګول کېږي چي نه کوم حقيقت لري اونه بنسټ اوزماپه انددډېری داډول تورونولاملونه داوي چي ياهغه سړی دخپل هغه مقابل لوري په اړه سم دقيق معلومات نه لري هسي په اوازوپسي روان وي، يادتعصب له امله پرخپل دريځ ټينګ ولاړوي اويادټولنيزچاپېرياتراثرلاندي په راتلودمقابل لوري په اړه خبرې کوي خودومره هڅه نه کوي چي دخپل ديني ، وجداني اواخلاقي مسئوليت پربنادهغه په اړه سم تحقيق وکړي .
له همدې کبله غواړم په دې وړه ليکنه کي دخپل دعو ت اودعوتي تګلارې په اړه يوڅه وضاحت وکړم څوزموږپه اړه صرف پراوازوولاړنه شی زموږخپل بيان هم ولولی،غورپرې وکړی اوبيامناسب دريځ خپل کړی . وماتوفيقی الابالله وهوالمستعان .
(۱) موږددې لپاره دعوت کووچي ټول انسانان يوازي يودين ومني اوهغه اسلام دی وبس له دې پرته بل هيڅ دين دمنلووړنه دی .
(۲) ټول مسلمانان بايدسره يوموټی ،متحداومتفق شي  ځکه الله جل جلاله اودهغه رسول صلی الله عليه وسلم موږپه همدې امرکړي يوپه اسلام کي دننه ډلې،مذهبونه اوګوندونه جوړول حرام دي نه قران کريم اجازه راکړې،نه رسول الله صلی الله عليه وسلم اونه سلفوصالحينو.
(۳) په اسلام کي حقيقي اصول يوازي دوه دي يعني قرآن کريم اوصحيح نبوي  سنت له دې پرته دهيچا نظر،رايه اواجتهادپه اسلامي شريعت کي دحجت  ځای نه لري . اسلام يوبنسټيزاوبشپړدين دی دقيامت تر ورځې دټولوستونزوحل  پکښې دی هيڅ داسي ستونزه نه شته چي اسلام ورته ځواب نه وي ويلی،نه څوک کمی پکي کولای شي،نه زيادت . هو،داسي کېدای شي چي يوه مسئله پيدا شي يوعالم  څرګندنص پکي ونه مومي اوله يوداسي نص څخه استنباط وکړي چي دده په انددامسئله له دې نص سره اړخ لګوي اوورته نژدې ده له خپل استنباط سره سم دهغه نص حکم پرې وکړي،خودده دااجتهاديااستنباط نه پربل چالازم دی اونه بل څوک داحق لري چي نورورباندي مکلف کړي که يوچا ته دنوموړي عالم استنباط اوياد یوې مسئلې په اړه استدلال ښه خوندورکړي حق ورته ښکاره شي نوودې مني خودی په دې مکلف دی چي که په  همدې مسئله کي سم ثابت اوصحيح نص ورته ورسېږي بیابه دی دخپل مقتداعالم استنباط اوهغه استدلال پرېږدي چي پر  ضعيف اوياناڅرګندنص ولاړدی .
همدارازبه پرنوروداتورنه لګوي چي  ولي يې زمادمقتداعالم نظرنه دی خپل کړی اوپربل استدلال يې کفايت کړی  دی . بايدووايوچي په اسلام کي  هيڅ سړی له قران اوصحيح نبوي  سنت پرته دبل چاپه رايه، نظراواستدلال مکلف نه دی . هو،داسمه ده چي  يوڅوک به داسلامي احکاموپه اړه له علماووپوښتنه کوي اوهغه به له قرآن ا ونبوي سنت سره  سم ځواب ورکوي که سمدستي داړوندې مسئلې په اړه حکم ورته معلوم نه وي په قرآن اوصحيحواحاديثوکي دي پلټنه وکړي اوکه يې هلته ونه مونديادي توقف وکړي اوياچي دامت په علماووکي هرعالم په دې اړه کوم تحقيق کړی وي او ده ته له خپل تحقيق سره سم حق ښکاره شي هغه دې ورته وړاندي کړي اودادي ورته ووايي چي  په دې اړه مي صريح ياڅرګندنص ونه موند،دې فلاني عالم په دې اړه داتحقيق کړی  او ماته هم  پرځای ښکاري ته کولای شې له دې سره سم عمل وکړې اوکه بياصريح نص موجودشواوداتحقيق ورسره موافق نه وونولازماًبه يې خوشي کوي اوصريح نص ته به غاړه ږدي دنص په وړاندي دهيچاخبره هيڅ وزن نه لري همدادصحابه کرامورضی الله عنهم،تابعينواوامامانو رحمهة الله عليهم تګلاره وه .
(۴) دصحابه کرامورضی الله عنهم په اړه موعقيده داده چي هغوی درسول الله صلی الله عليه وسلم لومړني فدايان،په دين کي مضبوط  اوداسي ايمان يې درلودچي که دالله جل جلاله اورسول الله صلی الله عليه وسلم له خواامرورته شوی وای په اورننوتل اوترټولوستروياړيې دادی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې ليدلی ،دوحې شاهدان وو،درسول اکرم صلی الله عليه وسلم په ملتيايې جهادکړی، دهغه له هداياتو مستقيماًمستفيدشوي اوددې امت ترټولوغوره کسان دي خوله دې سره  سره هيڅوک دهغوی په شخصي نظرياتومکلف نه دی ، ځکه له انبياء کراموعليهم السلام پرته هرسړی تېروزي اوتېروتنه يې بياداسمان له خواپه وحې سره نه جبېره کېږي خوانبياء کرام عليهم السلام که خطاشي دالله جل جلاله له خواورته هدايت کېږي اوپه خپله خطادائماًنه پاتېږي مګردامت بل  هيڅ فردله دې نعمت څخه برخمن نه دی .
(۵) دامامانوپه اړه موعقيده داده چي هغوی  ددين خوراپه زړه پوري خدمت کړی، سترعالمان وو، پر امت يې زړسوی درلود، ددين په لارکي يې زيارايستلی  ، تکليفونه يې ګاللي اوامت يې هدايت ته رابللی دی  . هيڅ امام امت په دې نه دی مکلف کړی چي هرومرواوپه هرحالت کي به دده خبره مني . داپه هغوی پسي افتراء  ده ، دهغوی سپکاوی دی اوهغوی په هرحال کي له داسي اقوالوبري اوبېزاره دي .
(۶) داولياء کراموپه اړه موعقيده داده چي کرامت په يوخاصه طبقه پوري ځانګړی نه دی،له قرآن کريم اونبوي احاديثوسره سم هرنېک مومن بنده دکرامت څښتن کېدلای شي . له کرامت څخه انکارکفردی خو کرامت په دې معنی نه دی چي يوڅوک په غيبوپوه شي، دکائناتوپه نظام کي تصرف ولري اوپه خپله خوښه چي څه وغواړي چاته څه تاوان ياضررورسوي، بخښنه ورته وکړي،دمرګ اوزکندن پروخت الله جل جلاله ته دهغه شفاعت وکړي اودده لپاره داسي ډال شي چي دسوال،ځواب اوحشرپرمهال نفع ورته ورسوي . کرامت يوغيراختياراوغيرعادي فعل دی چي دالله جل جلاله له خوادخپل مؤمن بنده دشرافت څرګندولولپاره په غيرعادي ډول ځيني  وختونه څرګندېږي .
(۷) ځيني خلګ داتورلګوي چي دوی جهادته عقيده نه لري خوداغلطه ،ناسمه اوبې بنسټه خبره ده . له جهادڅخه انکارله قرآن اواسلام څخه انکاردی ،موږپردې باوريوچي جهادداسلام تلپاتی اونه تغيرمنونکی حکم دی منکريې کافردی . دکافرانوپه وړاندي الله جل جلاله په هروخت کي اوهرځای جهاد فرض کړی  دی . موږله قرآني اونبوي حکم سره سم دنړۍ په ګوټ ګوټ کي دهغوکفري يرغلګروپه وړاندي جهادفرض ګڼوچي پراسلامي هيوادونويې تېری کړی اوهغه يې مستعمره کړي دي .
دازموږدعوت دی ټول مسلمانان همدې ته رابولواوداخپل ديني مسئوليت ګڼو. په دې کي که څوک راسره مخالفت کوي پروايې نه لرواوله خپل وس سره سم کوشش کووچي دشرعي دلائلوپه رڼاکي دهغه مخالفت ته ځواب ووايواوکه بياهم نه منعه کېږي په خپله مسئول دی ،موږيې په کيسه کي نه يو. زه تل  خپلوملګروته وايم چي دالله جل جلاله داوينا(ادعواالی سبيل ربک بالحکمة والموعظة الحسنه ) په پام کي ونيسئ اودرسول الله صلی الله عليه وسلم داخبره (يسرواولاتعسروابشرواولاتنفروا) په غوږکي ولرئ اوپرالله جل جلاله په توکل سره خلک دين ته دعوت کړئ اوپه دعوت کي ترجيحات اولومړيات په پام کي نيسئ،له خلګوسره دهغوئ له حالت اوذهنيت سره سمې خبرې کوی اوهرسړی چي په ذهني ډول کومې خبرې ته تياروي هغه ورته وکړی اوپه تدريج سره اړوندشخص دې ته چمتوکړی چي خپل ديني مسئوليت وپېژني .
ستاسوددعاپه هيله