کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په بوتان كې د SAARC او سفما غونډې

په بوتان كې د SAARC او سفما غونډې


       *  بوتان د اسيا په ختيځه برخه كې، په وچه پورې تړلى يو غرنى شين هېواد دى چې 47000 كيلومتره مربع پراخوالى او 690000 اوسېدونكي لري.  بوتان له چين (شمال) سره 170 كيلومتره او له هند ( ختيځ- جنوب او لويديځ ) سره 60 كيلومتره گډې پولې لري. د بوتان پايتخت ( تيمبو) نومېږي چې 83000 نفوس لري او په يوه  ښكلې غرنۍ سيمه كې جوړ شوى دى (1) د پوخانا   Punakha ښارگوټى د بوتان د پاچا ژمې استوگنځى دى چې گڼ  ځنگلونه او كابو 45000 نفوس لري.


      د شته معلوماتو له مخې د بوتان د اوسنۍ خاورې تاريخ 2000 كالو ته رسيږي. دا سيمه د اوومې م له پيله څخه لس پېړۍ د هند يوه برخه وه او د سيمه ايزو مشرانو له خوا اداره كېده. په 17 پېړۍ كې د تبت خلكو په بوتان كې يرغل وكړ او هلته يې يوه غټه پوځي چاوڼۍ جوړه كړه. په كال 1864 كې انگليس پوځونو د آسام او بنگال تر نېولو وروسته په بوتان يرغل وكړ او د دغه هېواد د خاورې ځنې برخې يې په برتانوي هند پورې وتړلې. په كال 1910 كې د بوتان د سيمه ايزه مشرانو او انگليسانو تر مينځ داسې يو تړون لاسليك شو چې د بوتان بهرنۍ اړيكې برتانوي هند ته وسپارل شوې.


      كله چې په كال 1947 كې د هند نيمه وچه د هند او پاكستان په دوو جلا هېوادونو ووېشل شوه، بوتان كورواكه شو او د امنيت ساتنه او د بهرنيو اړيكو ټينگول يې د هند دولت په غاړه واخيستل . بوتان د ملگرو ملتونو غړيتوب لري (2).


      بوتان داسې يو هېواد دى چې خپل پخواني دودونه په ډېر زور پالي. د بوتان په هره كليواله يا ښاري ودانۍ كې د دې هېواد د ډبرو او لرگو د كارولو عنعنه له ورايه ښكاري او د پاچا په گډون د هېواد ټول اوسېدونكي خپلې ملي جامې اغوندي.


      بوتان ته د سفما د افغاني پلاوى غړو څو – څو ځلې هلته واوريدل چې دا خلك په خپل ( بوتاني توب)، خپل تاريخ، خپل فرهنگ او د خپلو مشرانو په ښه


      كفايت وياړي او خوشاله دي چې په بوتان كې زېږېدلي او هلته ميشت دي.


      د بوتان 2% زمكه د كرلو وړده، 90% يې په گڼو ځنگلونو پوښلې ده. كرنه او ځنگلونه د بوتان 40% غير خالص كورنى توليد جوړوي. هر كال كابو 330000 سيلانيان بوتان ځي او هلته د طبيعت د ښكلا وو او بودايي خدايگوټو د عبادتځايونو په ننداره ډېرې پيسې لگوي. په كال 2009 كې د بوتان د خلكو كلنى سړى سر عايد 5200 ښودل كېږي (3).


      *  د سيمه ايزو مرستو له پاره د جنوبي اسيا ټولنه يا سارك The Sooth Asian Association for regional cooperation (SAARC)   د كال 1985 د دسمبر په اتمه نېټه د بنگله ديش په (ډاكه) كې جوړه شوې ده؛ خو د دې ټولنې اصلي مركز د نيپال په پلازمينه ( كتمندو) كې دى.


       د دې ټولنې د جوړېدو لومړنى هدف دا و چې د سيمې په هېوادونو كې ټولنيز- اقتصادي پرمختګ د ډله ايزو پروگرامونو له لارې گړندي كړي. د سارك موسس غړي دا دي: بنگله ديش، بوتان، هندوستان،مالديپ، نيپال، پاكستان او سريلانكا.


       د سارك غړي هېوادونه په لومړي پيل كې هوډمن وو چې يو د بل ملي حاكميت او د خاورې تماميت ته به درناوى كوي، يو د بل په كورنيو چارو كې به لاس نه وهي او د دوه اړخيزو او څو اړخيزه همكاريو له لارې به يو بل ته گټه رسوي. په كال 2007 كې، په ډيلي كې د سارك په سرمشريزه غونډه كې افغانستان د دغه ټولنې د اتم غړي هېواد په توگه ومنل شو.


      افغانستان په هغه وخت كې دا د ځان او خپل بهرني سياست له پاره يو پرمختگ باله ( 4) .


      د سارك ټولنې لمړنۍ او اساسي موخه د غړو هېوادونو ترمنځ دهمغږي او گډ كار له لارې د وټه ييز( اقتصادي) او ټولنيز پرمختگ چټك كول دي. په ټوليز ډول د جنوبي اسيا هېوادونه د اقتصاد له پلوه كمزورې او د اقتصاد اصلي برخه يې كرنه جوړوي. له بله پلوه دا هم ليدل كېږي چې په نړۍ كې د اقتصاد اوسنۍ كړنلاره د وروسته پاتې هېوادونو په گټه نه ده. د دې ستونزې ستر لامل دا دى چې د شتمنو هېوادونو ترمينځ ( protectionism) يا د ساتنې پاليسي روځ – په روځ زياتيږي((5. د دغې ستونزې د اوارولو لپاره د سارك غړي هېوادونه غونډې كوي، د ستونزو په لارو چارو غور كوي او هڅه كوي چې داسې پرېكړې وكړي چې نه يوازې له دوى سره د اقتصاد په چټك پرمختگ كې مرسته وكړي؛ بلكه د سارك غړو هېوادونو ترمينځ اقتصادي واټن هم كم كړى.


      د سارك هېوادونه په خپل منځ كې د همكارۍ او همغږۍ لمن روځ په روځ پراخوي. د دوى ډېرې هڅې د ټكنالوجۍ رواجول، اقتصادي پرمختگ چټك كول، د معلوماتو خپرول، د ټولنيزو ستونزو له منځه وړل او د نشه يې توكو او ترهگرۍ ورك كول دي. اما په دې ټولو كې د سارك د پام وړ دنده د سوداگريزو مرستو او همغږۍ ډېرول دي. د سارك په ټولنه كې د اقتصادي پرمختگ، سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو موضوعگانو ته لمړيتوب وركول كېږي.


      كه څه هم تر 1995 م كال پورې د سارك غړو هېوادونو ترمنځي سوداګرۍ د نړۍ پنځه (5) سلنه برابروله؛ خو بيا هم د سارك له خوا د ساپتا ( SAPTA ) مينځ ته راتلل د سارك د ټولنې ريښتيني پيل بلل كېږي. ساپتا ( SARRC Pre Ferenlial Traing Agreement ) هغه تړون دى چې په كال 1995 كې د سارك د هغه وخت د غړو هېوادونو ترمينځ د خپلمنځي سوداگرۍ د چټكتيا له پاره لاسليك شو.


      د سارك ټولنه له 1985م كال راهيسې هر كال يا هر دوه كاله وروسته غونډه كوي، چې لمړنۍ ناسته يې د 1985 م  په پاى كې د ډاكې په ښار كې وشوه. دغه غونډې د هېوادونو د مشرانو په گډون د غړو هېوادونو په يو ښار كې كېږي. د سارك ټولنه په خپل تشكيل كې دولس ( 12) كاري او تخصصي ډلې لري، چې هره يوه يې په خپلو غونډو كې په اړونده ستونزو غږيږي او د اوارولو هڅې يې كوي.


      *  د سارك د اوو موسسو غړو هېوادونو لنډه پېژندگلوي:


      الف- بنگله ديش د اسيا په جنوب كې د هند او برما په مينځ كې پروت هېواد دى چې 143988 كيلومتره مربع پراخوالى او 156 مليونه نفوس لري. د بنگله ديش خاوره د سمندر له سطحې څخه د برابروالي څخه نيولې تر 1230 متره جگه ده. له همدې امله هر كال موسمې ورښتونه د بنگله ديش خلكو او كروندو ته ډېر زيانونه رسوي. د بنگله ديش هوا توده ده.


      د بنگله ديش په هر كيلومتر مربع خاوره كې 883 كسان اوسېږي چې دا په نړۍ كې له ډېرو لوړو ارقامو څخه دي. په كال 2009 كې د بنگله ديشانو سړي سركلنى عايد 1500 ښودل شوى . دغه هېواد ولسواك څو گونديزه سياسي نظام لري او اوسنۍ لومړۍ وزيره يې شيخ حسينه واجد ده.


       بنگله ديش له هند سره په سرحدي سيمو كې د اوبو د ويش او سيمه ايزو مهاجرتونو پر سر لانجې لري چې حل يې د دواړو هېوادونو په گټه دى ( 6) .


      ب _ هندوستان: د نړۍ او اسيا لوى هېواد د اسيا په جنوب كې، د بوتان، نيپال، برما( ميانمار)، پاكستان، بنگله ديش، سريلانكا او د چين د ولسي جمهوريت ترمينځ پروت دى، 3287590 كيلومتره مربع پراخوالى او 166،1 مليارده نفوس لري چې په  هر كيلومتر مربع كې 355 كسان ميشت دي.


      د هند خاوره هم د سمندر له سطحې څخه ډېره جگه نه ده او ساحلي سيمې يې د سمندري توپانونو له امله هر كال زيانونه ويني.


      په هند كې د خلكو په سلگونو قومي ډلې ژوند كوي چې 15 ( كشميري، راجستاني، پنجابي، هندي، بيهاري، بنگالي، اسامي، اريايي، مرته، تلوگو، تاميل، مالايا او كاناري) يې ډېرې سترې دي. په هند كې خلك په 845 ژبو خبرې كوي.


      په كال 2009 كې د هنديانو سړي سركلنى عايد 2900 ډالره ښودل شوى . هند ولسواك څو گونديزه سياسي نظام لري. هند د نړۍ د لرغوني او سترې والسواكۍ څښتن  بلل كېږي. د دغه هېواد اوسنى لومړى وزير من موهن سنگهه دى چې په كال 1932 كې زېږيدلى او اوس 78 كاله عمر لري. من موهن سنگهه د سونياگاندي د (كانگرس) گوند استازيتوب كوي او پخوا يې د سترو دندو په اجرا كې ښه نوم گټلى دى.


      هند له پاكستان سره د كشمير د ملكيت او سرنوشت په سر اوږده لانجه لري او له 1947 څخه را پديخوا دا دوه گاونډي هېوادونه درې ځلې سره جنگيدلي دي (1948 ، 1965 او 1971) هند له بنگله ديش سره د سرحدي سيمو د اوبو د ويش او ځينو مهاجرينو په توسن ستونزې لري. هند له چين سره هم د خپلو پولو د ټاكلو په سر اوږده لانجه لري (7).


      ج_ مالديپ: دغه ټاپو ييز هېواد د اسيا په جنوب كې پروت دى.299 كيلومتره مربع پراخوالى او 396000 نفوس لري. د مالديپ په هركيلومترمربع خاوره كې 1325 كسان اوسيږي چې دا په نړۍ كې يوه لوړ رقم ښيي.


      په كال 2009 كې د هر مالديپي سړى سر كلنى عايد 4400 دى. دغه هېواد كوم غټ سياسي گوند نه لري. اوسنى ولسمشر يې محمد نشيد دى چې اوس 44 كلن دى، د ژبې ښه فصاحت لري او د هېواد لومړى وزير هم دى.


      مالديپ په كال 1965 كې خپله خپلواكي له انگليسانو څخه تر لاسه كړه او له كوم گاونډي هېواد سره لانجه نه لري ( 8) .


      ح- نيپال: نيپال د اسيا په جنوب كې د چين او هند ترمنځ پروت دى، 147181 كيلومتره مربع پراخوالى او 28564000 نفوس لري. نيپال يو غرنى هېواد دى چې په هركيلومتر مربع خاوره كې يې 194 كسان اوسېږي.


       په كال 2009 كې د هر مالديپي سړي سر كلنى عايد 1100 دى. دغه هېواد جمهوري نظام لري او اوسنى لومړى وزير يې ماداف كمار نيپال نوميږي.


      نيپال په نړۍ كې د داسې بېوزله او لږ پرمختللو هېوادونو له ډلې څخه دى چې نيمايي اوسيدونكي يې په بېوزلتوب كې ژوند كوي. د نيپال 80% خلك د كرنې په سكتور كې بوخت دي او د هېواد 41% غير خالص كورني توليد له دې سكتور څخه لاس ته راځي.


      د نيپال لرغونى تاريخ په افسانو كې پټ دى. په كال 1951 كې په نيپال باندې د انگلستان اوږده واكمني پاى ته ورسېده او نيپال د يوه خپلواكه دولت په توگه په كال 1955 كې د ملگرو ملتونو د ټولنې غړى شو.


      په نيپال كې د شاهي حكومت او مخالفو ماويستانو ترمينځ شخړو د 13000 كسانو ژوند اخيستى. دا دواړه خواووې د 2008 په مى كې سره پخلا وشوې، د شاهي نظام په ځاى فدرالي دموكراتيك جمهوريت جوړ شو او د ماويستانو پخوانى مشر ښاغلى ( ماداف كمار نيپال) د نيپال لومړى وزير شو.


      نيپال په خپله خاوره كې د څه د پاسه 90000 بوتاني مهاجرينو د شته والي له امله له بوتان سره يوڅه لانجه لري ( 9) .


      د – پاكستان: پاكستان د اسيا په جنوب كې، دعربو د سمندرگي په څنډو كې د هند، چين، ايران او افغانستان تر مينځ پروت دى، 803940 كيلومتره مربع پراخوالى او 3،167مليونه نفوس لري. د پاكستان په هركيلومترمربع خاوره كې 219 كسان اوسېږي چې د ژوند د امكاناتو د برابرولو په حساب يو ښه رقم بلل كېږي.


      په پاكستان كې سنديان، پنجابيان، پښتانه، بلوڅ، سرايكيان او د هند مهاجر اوسيږي. پنجابيان په دې هېواد كې 66% دي او د هېواد ډېر زيات نظامي، سياسي، اقتصادي او فرهنگي واك له همدې خلكو سره دى.


      د پاكستان ټول تاريخ تر كال1947 پورې د هند او د افغانستان په تاريخونو كې پټ دي. تر دې نېټې پاكستان مستقل موجوديت  نه درلود؛ خو په كال 1947 كې انگليسانو د هند نيمه وچه د اسلام په نامه په دوو برخو وويشله او د اگست په 14 دهند انگليسي واكمن ( ويسرا) د كراچي په بندري ښاركې د پاكستان د خود مختاره دولت جوړېدل اعلان كړل او په دې توگه د پاكستان واكمني ټينگه شوه او محمد علي جناح د قايد اعظم په نامه  د پاكستان د حاكم په توگه دنده پيل كړه.


      په پاكستان كې ولسواكي شته؛ خو تل پوځ كودتاگانې كړي او د پاكستان ډېر واكمنان د پوځ په جنرالانو پورې اړه لري.پاكستان له هند سره د كشمير په سر او له افغانستان سره د تروريزم د جرړو د روزلو په سبب اوږدې لانجې لري. هند او پاكستان تر اوسه درې ځلې سره جنگيدلي دي ( 1248، 1965 او 1971 ) چې دواړو خواوو ته يې درانده زيانونه اړولي دي.


      په كال 2009 كې د هر پاكستاني سړي سر كلنى عايد 2500 ډالره دى. پاكستان اوس ډېرې اقتصادي ستونزې لري او د امريكا مالي مرستو ته ډېر اړ ښكاري. د پاكستان او افغانستان پولې د نړيوالو تروريستانو په ځالو بدلې شوې او نړۍ ته يې ډېرې انديښنې پيدا كړې دي ( 10) .


      ر- سريلانكا : سريلانكا د اسيا په جنوب كې د هند په سمندر كې پروت هېواد دى چې د هند له ډېرې جنوبي برخې څخه 31 كيلومتره واټن لري. سريلانكا 46740 كيلومتره مربع پراخوالى او 21324791 نفوس لري چې هر كيلومترمربع ته يې 290 اوسيدونكي رسېږي.


      په كال 2009 كې د هر سريلانكا يي سړي سركلنى عايد 4300 دى.سريلانكا زراعتي – صنعتي مخ په وده اقتصاد لري. د كورني غير خالص توليد ښې ودې او د نفوس لږ كلني ډېروالى ورو- ورو دغه هېواد له غربت او وروسته پاتې والي څخه د اقتصادي پرمختيا منځنيو پوړيو ته رسولى دى.


      د سريلانكا يا پخوانى سرانديپ تاريخ 26 پېړۍ عمر لري، د خپلواكۍ له پاره د سريلانكا د خلكو مبارزو په كال 1947 كې رنگ راووړ او د انگلستان پارلمان د دغه سيمې د خپلواكۍ سند تصويب كړ.


      د سريلانكا حكومتونو نژدې څلور ليسزې له خپلو تاميليانو سره لانجه درلوده. تاميليانو په پيل كې د خپلې ژبې رسمي كېدل او ځان ته اداري كوروالي غوښتنه ؛ خو وروسته خبره اوږدو جگړو ته ورسيده چې لسگونه زره خلك پكې ووژل شول. دغه جگړه په كال 2009 كې پاى ته ورسېده او د سريلانكا پوځونو د تاميليانو ټولې سيمې ونيوې (11).


      اوس به بېرته راشو سارك ته . افغانستان په كال 2007 كې د سارك غړيتوب ترلاسه كړ. كه څه هم چې هغه مهال ځينو هېوادونو د افغانستن د غړيتوب مخالفت وكړ؛ خو هند د دغه غړيتوب په ترلاسه كولو كې د افغانستان تله درنه كړه او افغانستان د سارك غړى شو.د كال 2009 د سپتمبر په دوهمه نېټه په كابل كې د سارك د بهرنيو چارو وزيرانو پنځمه غونډه جوړه شوه.


      د سارك د بهرنيو چارو وزيران د سويلي اسيا د گډو مرستو په موخه هركال نوبتي غونډې جوړوي. په پنځمه غونډه كې د افغانستان په بيا رغونه او امنيتي حالت هم خبرې وشوې چې دا تر ټولو ښه او په زړه پورې خبره وه. بله خبره په هېواد كې د سم سمكي خبره وه چې افغانستان اوس دومره امنيتي باور جوگه دى چې د دغه راز غونډو د جوړېدلو باور يې تر لاسه كړى دى.


      د دغه ټولنې په صندوق كې تر اوسه 340 ميليونه ډالر راټول شوي او تمه ده چې تر يو مليارد ډالرو پورې ورسيږي چې افغانستان به له دغې مرستې څخه د پوهنې په برخه كې گټه واخلي.


      د گډو مرستو دغه ټولنه د غړو هېوادونو له پرمختيايي پروژو سره د همكارۍ په موخه جوړه شوې ده.


      په هغه غونډه كې غړو هېوادونو په خپلو پراختيايي پروژو خبرې وكړې او خپلې اړتياوې او لومړيتوبونه يې په نښه كړل. افغانستان په دغه صندوق كې 15 مليونه ډالره ونډه لري. د افغانستان د ماليې د وخت مرستيال وزير ښاغلى مصطفى مستور ويلي و چې له دغه ټولنې څخه به انرژي او كرنې په برخه كې پراختيايي پروژې لاس ته راوړي (12).


      سارك نهه كتونكي غړي لري: استراليا، چين، ايران، جاپان، كوريا ( جنوبي)، برما ( ميانمار)، مورشيس، د امريكا متحده ايالات او اروپايي ټولنه.


      د روان كال د اپريل په 28 او 29 روځو كې، د بوتان د تيمبو په ښار كې د سارك شپاړسمه سرمشريزه جوړه شوې وه چې د افغانستان جمهور رييس ښاغلي حامد كرزي هم په كې برخه اخيستې وه.


      د بوتان يوې انگليسي ژبې روځپاڼې د دې غونډې په پاى كې ليكلي و چې سارك په تېرو پنځه ويشتو كلونو كې ډېرې لاسته راوړنې نه لري او د غړو هېوادونو په مشرانو يې ږغ وكړ چې ژوندي شي!


      * د كال 2000 د جولاى په دوهمه د جنوبي اسيا وتلي ژورنالستان د پاكستان په اسلام اباد كې، د جنوبي اسيا د ازادو رسنيو په لومړني كنفرانس كې ټول شول او ( سفما) يې جوړه كړه.


      سفما يا د جنوبي اسيا د ازادو رسنيو ټولنه South Asian Free Media Associaion ( SAFMA)   په سيمه كې د رسنيو د متخصصينو تر ټولو ستره شبكه ده چې د يوه قدرت يا ځواك په توگه د اطلاعاتو د برابرولو د لارو چارو د ميندلو د يوه رسمي ارگان په بڼه د ( سارك) له خوا په رسميت پېژندل شوى او د هغوى په غونډو كې برخه اخلي.


        سفما د مطبوعاتو د زور له لارې په پاليسي جوړونكو او د هغوى په نظرياتو اغيز اچوي چې د سيمې د سترو مسايلو په برخه كې تلپاتې تفاهم ته وده وركړي. په دې لړ كې د لانجو او كړكيچونو سوله ايز حل، نه تشدد، اقتصادي همكاري او د فقر كموالى د يادولو وړ دي چې د ولسواكۍ، بشري حقوقو او ښه حكومت له لارې عملي كېدلاى شي.


       سفما د سارك په اتو غړو هېوادونو كې د فترونه لري چې ټول د مركزي سكرتريت ( لاهور- پاكستان) سره په تفاهم كې كار كوي او غواړي چې د غړو هېوادونو د خلكو او حكومتونو اړيكې لا ښې شي، اقتصادي راكړه – وركړه ډېره شي، د خلكو او مالونو په تگ – راتگ كې اسانتياوې او د كينې، دښمني او اختلاف ځاى سوله، وروري، تفاهم او پرمختگ ونيسي.


       سفما تر اوسه په هند، سريلانكا، بنگله ديش او پاكستان كې غونډې جوړې كړي چې تر ټوله وروستنى يې د كال 2010 د اپريل په 27 -26 روځو د بوتان د (پارو) په ښار كې وه چې له افغانستان څخه ۷ كسانو پكې برخه اخيستې وه.


         احسان الله ارينزى، محمد عظيم نوربخش، فريده نيكزاد، دل افروز ځيرك، دانش كړوخيل، ډاكتر محمد اكبر اكبر او صفيه ميلاد هغه اووه  كسان وو چې د بوتان په غونډه كې يې د ( سفما) ، SAWM ( د جنوبي اسيا ښځې په ميډيا كې ) او ( SAMC) ( د جنوبي اسيا د رسنيو كميسون)  په استازيتوب برخه واخيسته  او  په اړونده مسايلو يې خبرې اترې وكړې.


      *افغاني هيات د كال 2010 د اپريل په 25 له كابل څخه  د ( ايرانديا) په واسطه ډيلي ته او سبا ته يې د بوتان د هوايي كرښې په واسطه د ( پارو) هوايي ډگر ته ورسېد. په همدې الوتنه كې د هند او پاكستان پلاوي هم بوتان ته ورسيدل. د سريلانكا، مالديپ، نيپال او بنگله دېش استازي په نورو الوتنو كې مخكې ( پارو) ته رسيدلي وو. په هوايي ډگر كې چې د سارك د غړو هېوادونو په بيرغونو ښكلى شوى و، د بوتان د سفما مشرتابه د مېلمنو هركلى وكړ او هغوى يې هوټلونو ته ورسول.


كه څه هم چې د بوتان پايتخت د ( تيمبو) ښار دى؛ خو دغه غرنى ښارگوټى د هوايي ډگر د ځغاست  كرښې له پاره حتى دوه ميله اواره مكه نه لري. له همدې امله هوايي ډگر له تيمبو څخه د 70 د قيقو حركت په واټن د پارو په ښارگوټي يا ولسوالۍ كې جوړ شوي چې ځغاست كرښه يې 1800 متره اوږده ده او د غونډيو د لړيو په مينځ كې جوړه شوې ده .


پارو ته د سارك د هېوادونو د مشرانو د ورتگ له امله دا ډگر د غړو هېوادونو په ملي بيرغونو او تزيني ټوټو داسې ښكلى شوى و چې بيان يې په قلم ستونزمن ښكاري. د پارو هوايي ډگر د همدې هېواد د معمارۍ د عنعنې له مخې جوړ شوى او ټوله عمله او فعله يې خپلې ملي جامې اغوندي. په دې جامو كې نارينه مني ژوب لمن او جرابې او ښځې تر پښو پورې اوږدې لمنې اغوندي.


       ماښام 6 بجې د سفما د اته ګونو هياتونو ترمينځ د پېژندگلوي ناسته وشوه او ورپسې د بوتان لومړي وزير ښاغلي ( لونچن جگمي تنلى) په غونډه كې برخه واخيسته. د دې غونډې سرليك ( چاپيريال او جنوبي اسيا ) و.


      د لومړي وزير له راتگ څخه وروسته د ( بوتان ابزرور) مشر اديتر او د بوتان سفما رييس ( ندروپ زانگپو) ټولو راغلو مېلمنو او لومړي وزير ته ښه راغلاست ووايه او په بوتان كې يې د سارك د سرمشريزي او ورپسې د سفما د غونډې د ارزښت په هكله خبرې وكړې. له دې وروسته د سفما جنرال سكرترى ښاغلي امتياز عالم خبرې وكړې او د بوتان لومړي وزير ته يې د سفما دوه ليكل شوي پيشنهادونه وړاندې كړل:


      لومړى د جنوبي اسيا د رسنيو د ملاتړ فنډ او دوهم د سيمې ځوانو ژورنالستانو ته د سكالرشپونو منل.


      د جنوبي اسيا د رسنيو د ملاتړ فند په وړانديز كې ويل شوي و چې اوس د لويديځې اروپا دوه- درې هېوادونه ( هالند، ناروي او سويډن) د FMF فنډ برابروي چې كله نا كله ځنډ او خنډ پكې پېښېږي او د سارك د غړو هېوادونو د ازادو رسنيو د ټولنو( SAFMA) په كاري پلانونو كې ستونزې جوړوي. د سفما جنرل سكرتريت په دغه وړانديز كې د سارك هېوادونو له مشرانو څخه غوښتي چې د سفما د كارونو د ښه پرمختگ او گټورو پايلو له پاره دې FMF ته شل مليونه ډالره فنډ وركړي. سفما به د دغه شل مليونه ډالره په كلنۍ بانكي گټه خپل كارونه پخپله سمبال كړي او د ليرو هېوادونو د احتمالي مرستو له ستونزو څخه به وزرگار شي.


      په دغه غونډه كې د غړو هېوادونو ونډه داسې په پام كې نيول شوې ده:


1 افغانستان 1. 5 % 305000 ډالره
2 بنگله ديش 1. 3%   610000  ډالره
3 بوتان 5. 1% 305000 ډالره
4 هندوستان 0. 48% 9763000 ډالره
5 مالديب 1.5 % 305000 ډالره
6 نيپال 1.5% 30500 ډالره         
7 پاكستان  40.0%   8136000 ډالره
8 سريلانكا 3.0 % 610000 ډالره


                        


      د سارك سرمشريزې ته د سفما دوهم وړانديز ځوانو ژورنالستانو ته د سكالرشيپونو منل و. سفما اوس د لاهور په ښار كې د جنوبي اسيا د رسنيو ښوونځي لري. اټكل كېږي چې په دغه ښوونځي  كې د لنډې مودې زده كړې ( 6 مياشتې) هرسكالرشيپ درې زره ډالره لگښت غواړي.


      سفما هر كال د 112 زده كوونكو ژورنالستانو د لگښت له پاره د ا جدول جوړ كړي او د سارك له مشرانو څخه يې غوښتي چې دا مرسته ور سره وكړي. د دې وړانديز په ضميمه جدول كې د سارك غړو هېوادونو ته داسې ونډې په پام كې نېول شوې دي:


      1- افغانستان  20 زده كوونكي   60000 ډالره لگښت


      2- بنگله ديش  12 زده كوونكي  36000 ډالره لگښت


      3- بوتان   8 زده كوونكي   24000ډالره لگښت


      4- هندوستان  20 زده كوونكي  60000 ډالره لگښت


      5- مالديپ   8 زده كوونكي  24000 ډالره لگښت


      6- نيپال  12 زده كوونكي   36000 ډالره لگښت


      7- پاكستان   20 زده كوونكي  60000 ډالره لگښت


      8- سريلانكا  12 زده كوونكي   36000 ډالره لگښت


      


      ټول :   112 زده كوونكي   336000 ډالره لگښت


      لكه چې ليدل كېږي په پاسني جدول كې د افغانستان ونډه ډېره په زړه پورې ده او د هند او پاكستان له ونډو سره برابره ده چې لومړنى څه د پاسه يو مليارد او دوهم څه د پاسه 167 مليونه نفوس لري (13) .


      د سفما په وړانديز كې راغلي چې كېداى شي وروسته بيا دغه ښوونځي د سفما په پوهنتون واړول شي. هغه هيله چې پخوا هم موجوده وه. د پاكستان د پنجاب حكومت دغه پوهنتون ته د وړيا زمكې د وركولو ژمنه كړي ده ( 14).


      د بوتان لومړي وزير په خپلو ډېرو عالمانه خبرو كې د دې دواړو پيشنهادونو ملاتړ وكړ او ژمنه يې وكړه چې د دغه پيشنهادونه په هكله به د سارك له مشرانو سره خبرې كوي. لومړى وزير د جنوبي اسيا رسنيو ته وويل چې د سولې، تفاهم، خپلمنځي مرستو، اقتصادي پرمختگ، ازاد تجارت او تگ راتگ له پاره كار وكړي، ارزښتونه وهڅوي او د اختلاف، جنگ او تفرقې په ضد تبليغات وكړي.


      ده وويل چې مطبوعات بايد خپلو مخاطبينو ته د ليدونكو، لوستونكو او اوريدونكو په توگه درناوى وكړي او دوى يوه تجارتي متاع ونه بولي!


       ښاغلي لومړي وزير وويل چې د نړۍ د اقليم بدلون په جنوبي اسيا درنه اغيزه كړې ده. مالديپ به په څو راتلونكو لسيزو كې په اوبو كې ډوب شي، د بنگله ديش په ځينو برخو به اوبه  وخيژي او د دې گڼ ميشته هېواد 25% خلك به بې ځايه شي او داسې نورې سترې مسلې چې بايد ورته پام وشي او كه نه نړۍ او جنوبي اسيا به له ډېرو ناورينونو سره مخامخ شي (15) .


      د لومړي وزير تر وينا وروسته لنډې مخامخ خبرې اترې وشوې او بيا ټول د شپې ډوډۍ ته وبلل شول. د ډوډۍ په ميز د سفما د اته گونو څانگو مشران او د بوتان د اطلاعاتو او نشرياتو مسوولو سكرټران له لومړي وزير سره يو ځاى ناست وو. د ډوډۍ په بهير كې برخه والو د بوتان د طبيعي ښكلا، د بوتانيانو د ميلمه پالنې او د لومړي وزير د وينا د غټو ټكو په هكله له ښاغلي لومړي وزير سره خبرې وكړې او گډ عكسونه يې سره واخيستل.


      د اپريل په 27 سهار د سفما لويه غونډه د Zhiwaling هوټل په يوه تالار كې جوړه شوه. غونډه د سفما د جنرال سكرترې امتياز عالم په وينا پيل شوه، ورپسې له هندوستان څخه ښاغلي سيد اقبال حسنين د ( كنگلونو ويلي كېدل او د جنوبي اسيا راتلونكى ) په هكله خپله مقاله واوروله. ښاغلي اقبال د نړۍ اقليم د بدلېدلو خطرونو ته گوته ونېوه او مطبوعاتو ته يې وويل چې د نړۍ په مشرانو او پانگه والو باندې زور راوړي چې د اقليم د بدلېدو ستونزه جدي ونيسي.


      ده وويل چې په كال 1964 كې يوه انگريز پوه ويلي و چې زمكه يو ژوندى شى دى او د مشخصو قوانينو له مخې ژوند كوي. د زمكې په خېټه كې اور دى؛ خو د غرونو سرونه يې په سپينو واورو پوښلي دي، شنه ځنگلونه لري، اوبه لري، بادونه لري او … ده ويلي و چې دا ژوندى شى بايد ونه وژل شي؛ خو اوس سياستوال او پانگه وال زمكه وژني. په ( كنگا) كې 40% اوبه كمې شوي د ( همياليا ) كنگلونه ويلې كېږي، اباده زمكې په دښتو بدلېږي،ځنگلونه له مينځه ځي او…(1۶).


        د ښاغلي اقبال له وينا څخه وروسته په خبرو اترو كې له افغانستان څخه ډاكتر اكبر وويل چې كه په ( همياليا ) او ( سياچين ) كې كنگلونه ويلې كېږي، په (پامير) او (هندوكش) كې هم كنگلونه ويلې كېږي، اوږده وچكالي ده او د دېرش كلنې جګړې اور ډېر افغانستان سيځلى دى. ده وړاندې وويل چې په افغانستان كې د جګړې پاى  ته رسول چې د سيمې چاپيريال ته ستر گواښ بلل كېږي، د سارك د مشرانو د پاملرنې وړ خبره ده او بايد چې دا مسله په پرېكړه ليك كې ونيول شي.


      د دې بحث په پاى كې د نړۍ د اقليم د بدلون په هكله د سفما د پنځمې غونډې گډه اعلاميه د هند د سفما رييس ښاغلي رياض الدين احمد ولوسته چې ځنې مواد يې د حاضرينو له غبرگونونو سره مخامخ شول. په پاى كې له افغانستان څخه ښاغلي ارينزي وړانديز وكړ چې له هر غړي هېواد څخه دې يو كس په يوه كميټه كې په دې گډه اعلاميه بحث وكړي او اعلاميه دې نهايي كړي.


      په دې اعلاميه كې هغه گواښونو ته گوته نېول شوې چې ټوله نړۍ او په تېره بيا د جنوبي اسيا هېوادونه ورسره مخامخ دي. په اعلاميه كې له رسنيو څخه غوښتل شوي چې د نړيوالو په هغه فرياد كې ځان شريك كړي چې د نړۍ د اقليم د بدلون په ضد پورته شوى او په نړيوالو مشرانو، پوهانو او پانگه والو غږ كوي چې د انسانانو دغه ښكلى او سمسوره كره له پېښدونكو خطرونو څخه وژغوري!(17).


       له دې وروسته له پاكستان څخه د جنوبي اسيا د رسنيو د ښوونځي ډايركټر ښاغلى خالد احمد د Connectinity and information   په هكله وينا وكړه. ده د جنوبي آسيا د هېوادونو په اوسنيو مشرانو ږغ وكړ چې خپلو رسنيو ته دې اجازه وركړي چې د سارك د هېوادونو خلك په دې پوه كړي چې نژدې اړيكې دوى ته گته رسوي. ده وويل چې له كال 2000 څخه مخكې هندي فلمونو د پاكستان د خلكو احساسات پارول او په پاكستان كې د هندي فلمونو په ننداره بنديزونه  په خپل قوت كې وو؛ خو پاكستان په كال 2006 كې په سينماگانو كې د هندي فلمونو د نندارې اجازه وركړه، كه څه هم چې دې كار د پاكستان د سينما صنعت ته دروند زيان ورساوه؛ خو حتى د مومبي له يرغل څخه وروسته د هند سينما داسې فلم جوړ نه   كړ چې د پاكستان په ضد تبليغاتي روحيه ولري او زموږ خلك خپه كاندي.


      ښاغلي احمد دا د دواړو هېوادونو د رسنيو ښه دريځ وباله چې نه غواړي د نيمې وچې د خلكو احساساتو ته زيان ورسوي. ده وويل چې سارك بايد په خپلو كې د خلكو او مالونو ازاد تگ راتگ ته اجازه وركړي. پاكستان بايد منځنۍ اسيا ته د هندي مالونو د ترانزيت اجازه وركړي، هند بايد پاكستاني مالونه واخلي، ښې اړيكې سوله راولي، په دې سيمه كې ډېر امكانات شته چې بايد گته ځنې واخيستل شي. د خلكو او مالونو تگ راتگ اړيكې ټينگوي او د يو بل پر ضد تبليغ او جگړو مخه نيسي.


      ښاغلى خالد احمد په پاى كې وويل چې سفما دنده لري چې د سارك د هېوادونو ترمينځ د شته امكاناتو څخه د ښې استفادې له پاره تبليغات وكړي، خلك يووالي ته راوبولي او په حكومتونو زور راوړي چې د خپلو خلكو او سيمې په گټه مثبت گامونه واخلي ( 18) .


       د دې روځې د ماسپښين په غونډه كې د سفما د روان كال (2010) د كاري پلانونو او بودجې په هكله عمومي بحث وشو او ښاغلي بلال نقيب د FMF (Free Media Foundation ) ) هغه سيمه ايزه انجو چې سفما، SAWM او SAMC ور پورې تړلي دي)  پروگرام ډايركټر د سفما په پروگرامونو كې د نويو بدلونونو په هكله خبرې وكړې.


      د اپريل په 28 سهار د سفما – SAWM او SAMC جلا – جلا غونډې جوړې شوې او د دوى په كاري پلانونو او بوديجه باندې بحثونه وشول.


      د همدې روځې په لس نيمو بجو له ميلمنو پلاوو څخه څو _ څو كسان ( له افغانستان څخه ارينزى، ډاكتر اكبر او دانش كړوخيل ) تيمبو ته وخوځيدل چې د سارك د مشرانو په ستره غونډه كې برخه واخلي.


      غونډه د بوتان د پاچايي دولت د ولسي جرگې په هال كې جوړه شوې وه. د غونډې تالار د سارك د هېوادونو په ملي بيرغونو ښكلى شوى و. غونډې ته د الفبا په ترتيب د افغانستان ولسمشر حامد كرزي او ورپسې د اووو نورو هېوادونو مشرانو تشريف راووړ او په خپلو – خپلو ځايونو كېناستل. غونډې ته لومړى د سارك جنرال سكرتر لنډې خبرې وكړې، بيا د سريلانكا ولسمشر د خپلې دورې د پاى په هكله وينا واوروله. د اصولو له مخې د سارك سرمشريزه د هغه هېواد ولسمشر يا لومړي وزير ته سپارل كېږي چې د سارك غونډه هلته جوړېږي. له همدې امله د سارك رياست د بوتان لومړي وزير ښاغلي ( لونچن جگمى تنلى)  ته وسپارل شو. د دې غونډې عمومي سرليك داسې و: ( د شنه او نيكمرغه جنوبي اسيا په لور). ښاغلي جگمي ټولو راغلو مشرانو او گډون والو ته ښه راغلاست ووايه او خوښي يې څرگنده كړه چې بوتان د دې غونډې د كوربه په توگه منل شوى . ده وويل چې موږ به په اقليمي بدلونونو او د ژوند د چاپيريال په هكله ډېرې خبرې وكړو او دا د سارك د اوسنۍ غونډې اصلي شعار دى .


       ده وويل چې موږ بايد په سيمه او نړۍ كې د خپل چاپيريال د ساتنې له پاره گډې هڅې وكړو او په دې توگه خپله راتلونكى ډاډمن كړو.


      رښتيا چې بوتان د ژوند د چاپيريال د ساتنې په برخه كې يو وتلى او مخكښ هېواد دى. ټول هېواد په شنو ځنگلونو پوښلى او شين دى. هره روځ يا اونۍ باران اوري او هرڅه پاك صفا وينځي. د بوتان خلك خاورې او دوړې نه پېژني. پاك گرځي، د خپل هېواد د سمسورتيا له ساتنې سره مرسته كوي، د صنعتي فعاليتونو د كموالي له امله مضره گازونه نشته، په دكانو كې پلاستيكي كڅوړې نه پيدا كېږي، ځكه چې هغه له زړو PVC موادو څخه جوړيږي او د خواركي توكو د لېږد له امله روغتيا ته زيان پېښوي، خلك ډېر پياده گرځي، ساده ډوډۍ خوري او په دې توگه يې هم روغتيا ښه ده او هم يې هېواد يو پاك، شين، سمسور، كرار، امن او گلالى كورگى دى چې بوتانيان پكې خوشاله دي او ځانونه نيكمرغه احساسوي. له دې وروسته د سارك د مشرانو ويناوې پيل شوې چې ځانته جلا بحث غواړي؛ خو د مالديپ د ولسمشر هغه خبرې د يادولو وړ دي چې هند او پاكستان ته يې گوته ونېوه او وې ويل چې تاسو په خپلو مينځونو كې جدي ستونزې لري او ستاسو ستونزې نورو هېوادونو ته ستونزې زېږوي. ده د هند او پاكستان له مشرانو څخه وغوښتل چې د خپلو خلكو او سيمې د گټو له پاره دې خپل ستونزې حل كړي.


       كه څه هم چې په الفبايي ترتيب د افغانستان او د دغه هېواد د مشر نوم لومړى راته؛ خو په ويناوو كې د ښاغلي حامد كرزي دريځ اووم و. له ده وروسته د بنگله ديش لومړي وزيرې خبرې وكړې او د غونډې لومړۍ برخه پاى ته ورسېده.


      ښاغلي حامد كرزي تروريزم، افراطيت، مخدره مواد او ترتيب شوي جرمونه هغه ستونزې وبللې چې د سارك هېوادونه ورسره مخامخ دي او وې ويل چې سارك د يو گټور چوكاټ په توگه كولاى شي چې له دې تهديدونو سره په مقابله كې زموږ ځواك زيات كړي. ده وويل چې په كابل، مومبى او اسلام اباد كې د تېركال تروريستي يرغلونو دا په ډاگه كړه چې تروريزم په سيمه كې د خوندي ځايونو د موندلو له پاره هڅه كوي او غواړي چې خپلو موخو ته د رسېدنگ له پاره زموږ سيمه بې ثباته كړي.


      ښاغلي حامد كرزي وويل چې ما د سارك په پخواني سرمشريزه كې هم ويلي و چې تروريزم او افراطيت زموږ د سيمې  سولې او نيكمرغي ته ستر گواښ بلل كېږي او موږ بايد خپلې خپلمنځي شخړې د دغه گډ دښمن  د ځپلو له پاره يوې خوا ته پرېږدو او تر څو پورې چې موږ دا ارمان نه وي پوره كړى، زموږ سيمه به د تروريزم له گواښونو سره مخامخ وي.


      ښاغلي كرزي وويل چې موږ بايد د تروريزم له ټولو ډولونو سره په مبارزه كې غوڅ عزم ولرو، زه ډاډه يم چې د تروريزم د مخنيوي له پاره د سارك د سيمه ايزې ټولنې ميشاق، په سيمه كې د تروريزم د محو كولو ښه امكانات برابر كړي؛ خو موږ به تر هغه پورې بريالي نه شو چې د سارك هر غړى هېواد تروريستانو ته دا اجازه ور نه كړي چې له خاورې څخه يې كار واخلي، هورې پټنځايونه ولري، زده كړې وكړې او وسلې وركړل شي.


      ولسمشر حامد كرزي وړاندې وويل چې ما څو ځلې خبر دارى وركړى چې د تروريزم اور پولې نه پېژنې او په ټولو اغيز كوي.


      ولسمشر وروسته له مخالفينو سره د مصالحې او ادغام خبرې يادې كړې او وې ويل هغه كسان چې سلاح پر زمكه ږدي، خپل عادي ژوند ته راگرځي، د افغانستان اساسي قانون مني او د هېواد په بيا ودانولو كې برخه اخلي كولاى شي چې د مصالحې په روانه پروسه كې برخه واخلي.


      وروسته ښاغلي ولسمشر په افغانستان كې سوله د گاونډيو او سيمې په گته وبلله او د لارو جوړول يې په سيمه كې د تگ- راتگ پل وباله او وې ويل چې افغانستان په دې برخه كې ډېر كار كوي ( 19) .


      دلته دا خبره د يادولو وړده چې د ولسمشر په وينا كې د غونډې اصلي سرليك ته چې د يوې شنې او نيكمرغه جنوبي اسيا په لور خوځښت بلل كېده او د ژوند د چاپيريال ساتنې عناوينو ته هيڅ اشاره هم ونه شوه. لكه چې وينو د پامير او هندوكش كنگلونه د محوه كېدلو په حال كې دي، امو درياب هر كال زموږ كرنيزه زمكې او كلي خوري، سيلونه هركال په زرگونو بېوزلې كوچي يا كليوال افغانان بيځايه كوي، بچيان يې وړي، كورونه او كروندې يې له مينځه وړي، د افغانستان د غرونو ځنگلې پوښښ تر نيمايي زيات له مينځه تللي، ټوپكمار قوماندانانو دا ديرش كاله كېږي چې د افغانستان دا ملي شتمنۍ د پرديو د اړتياوو د پوره كولو له پاره په ناقانونه توگه پرې كوي، دښتې پراخه كېږي، په ښارونو كې د خلكو د گڼې ګوڼې له امله د سړي سا بنده – بنده كېږي او په كابل كې خو كله د هوا د ككړوالي درجه د خطر سرې كرښې ته رسي او د ښاريانو ژوند ته ډېر درانه زيانونه پېښوي.


      د يوه شنه افغانستان، سمسور افغانستان، نيكمرغه افغانستان په لور د يون مسله د ښاغلي ولسمشر په وينا كې ډېره پيكه وه او ټول زور له تروريزم او افراطيت سره په جگړه باندې راوړل شوى و. له دې وروسته د بنگله ديش لومړي وزير شيخ حسينه واجد خبرې وكړې او د غونډې لومړۍ برخه پاى ته ورسيده . له دې وروسته د ناظرينو وارشو، د چين او اروپايي اتحاديې او كوريا استازو خبرې وكړې او وار ايران ته ورسيد.


      د ايران د بهرنيو چارو د وزير منوچهر متكي وينا ډېره اوږده وه او حاضرين يې ستومانه كړل، ده د ډېرو ايرانيانو په شان د خپل تاريخ خبرې وكړې، د ( فارسي) ژبې برم يې ياد كړ او د نيمې وچې په كلاسيكو ادبياتو باندې يې د ايران او فارسي ژبې اغيزې يادې كړې او….


      د متكي خبرو لا دوام درلود چې موږ د افغانستان پلاوى له غونډې ووتو، (ميډيا سنټر) ته لاړو چې خبرونه افغانستان ته واستوو.


      د دې روځې په سبا په تيمبو كې د سارك د سرمشريزې وروستنۍ غونډه وه چې موږ د ميډيا خلك نه وو وربلل شوي. د سارك د غړو هېوادونو مشرانو دا شپه هم په تيمبو كې تېره كړه او سبا  د جمعې په سهار خپلو هېوادونو ته روان شول.


       د شنبې په روځ د سفما د مركزي سكرتريت او افغانستان سفما د پلاوو تر مينځ كتنه وشوه. په دې كتنه كې په هغه ستونزو چې افغاني سفما يې لري خبرې وشوې لكه د سفما، SAWM او SAMC د كار گډوالى، د سفما له پاره د جواز اخيستل، د سفما په نامه بانكي حساب، په حسابي چارو كې د اصولو پلي كول، په تېر يو كال كې افغان سفما ته د پيسو د نه استولو لاملونه ، تشكيلاتي مسايل او نورو اړوندو ستونزو، برياوو، نه برياوو، پرمختگونو او په شاتگونو خبرې وشوې او گڼې پرېكړې وشوې چې هيله ده په راتلونكي كې د افغانستان د سفما د غړو او مشرتابه پلاوى برياليتوب ته لاره پرنيزي.


      او اوس به راشو د سارك د غونډې پايلو ته !


      سارك د خپل جوړيدنگ په درشل كې هيله درلوده چې تر كال 2002 پورې به فقر په سيمه كې لږ يا ورك كړي؛ خو دا هيله پوره نه شوه او اوس هم د جنوبي اسيا ډېرخلك له دې ستونزې سره مخامخ دي.


      سارك هيله درلوده چې په جنوبي اسيا كې به هوساينه پياوړې كړي او د اقتصادي، ټولنيز او فرهنگي پرمختگ له لارې به، په خپلو كې د نژدې اقتصادي اړيكو د جوړولو په بنسټ د خپلو خلكو د ژوند شرايط ښه كړي. دا هيله لا تر اوسه نه ده پوره شوې، اوس هم د سارك د غړو هېوادونو ترمينځ لانجې شته او خلك له ډېرو ستونزو سره لاس او گريوان دي.


      سارك هيله درلوده چې متقابله درناوى، مساوات، ارضي تماميت، سياسي خپلواكي او د يو بل په كورنيو چارو كې نه لاس وهنه به د دوى د فعاليت اساسي كرښې وې؛ خو په عمل كې وينو چې پاكستان په افغانستان كې خپلې گټې گوري. د دولت له مخالفينو سره مالي، تسليحاتي او لوژيستيكي مرستې كوي، د هند په مومبې كې چاودنې كېږي چې جرړې يې د پاكستان لشكر طيبه ته رسيږي، په كابل كې د هند په سفارت چاودنې كېږي، په كندهار كې د پاكستاني كمپنۍ په استوگنځي يرغل كېږي د پاكستان په غټو ښارونو لكه اسلام اباد، راولپنډۍ، پېښور او كراچي كې درنې چاودنې كېږي او خلك په بېلابېلو پلمو وژل كېږي. او لنډه دا چې هند او پاكستان غواړي چې خپلې پخوانۍ او زړې لانجې په بېوزلۍ افغانستان كې حل وفصل كړي او د افغانانو د وينو په بيه د كشمير مسله پاى ته ورسوي! د هند او بنگله ديش ترمينځ ستونزې لا په ځاى پاتې دي او د اوبو په سر لانجې به نورې غټې ستونزې هم وزېږوي. د بوتان او نيپال د مهاجرينو مسله هم غوڅول غواړي.


      سارك هيله درلوده چې خپل پوهنتون به جوړوي او څانگې به يې په غړو هېوادونو كې د ځوانو كادرونو د روزنې له لارې، د جنوبي اسيا له اقتصادي پرمختگ سره مرسته كوي؛ خو دا هيله تر اوسه نه ده پوره شوې او د سارك پوهنتون لا همغسې د ارمان په ځاى كې پاتې دى. د دغه پوهنتون د جوړېدو پرېكړه په كال 2008 كې په هند كې د سارك د عالي كمشنرانو په غونډه كې شوې وه. په پام كې و چې دا پوهنتون به په ډيلي كې جوړيږي.


       د جنوبي اسيا خلكو په تېرو 25 كلونو كې له سارك او خپلو مشرانو څخه ډېرې هيلې درلودې. د سارك اوسنۍ شپاړسمه غونډه د دې ټولنې د جوړېدو له پنځه ويشتم كال سره برابره وه. دا د يوې پېړۍ څلورمه برخه ده؛ خو هغه اساسي هدفونه چې د سارك د جوړېدو په لومړنيو وختونو كې د دې ټولنې له پاره جوړ شوى و، يو هم لا نه دى پوره شوى. د سارك يوغړى هېواد په اور كې سوځي، په هند، پاكستان او بنگله ديش كې تروريستي پېښې شته او خلك د لوږې او وزگارتيا او مهاجرتونو له سترو ستونزو سره لاس او گريوان دي.


       د سارك د غونډې په دوهمه روځ د بوتان يوې انگليسي روځپاڼې ليكلي و چې سارك هغه ټولنه ده چې په ډېر عمركې يې لږ څه كړي دي!


      په دې سره په بوتان كې د سارك او سفما په غونډه كې د افغانستان د پلاوي دنده پاى ته ورسېده او د بېلا بېلو هېوادونو خلك خپلو- خپلو هېوادونو ته د تگ له پاره چمتو شول.



اخځونه:


1- World Almanac   2020, page 758


2- د نړۍ هينداره، لومړى ټوك، اسيا، ص 249- 250 .


3- المانك، ص 758.


4- اهداف سازمان سارك، قربانى جدول كشورهاى عضو، نوشته ى اثارالحق         حكيمى، 22/ 5/ 1387 ، انترنيت.


5- د ساتنې پاليسي هغه تگلاره ده چې د يو هېواد په سوداگريز ماركيټ كې په بهرنيو مالونو دومره دروند محصول كېښودل شي چې باندني ملكونه په دې ماركيټ كې سيالي ونه شي كولاى.



6- المانك 2010 251 او د نړۍ هېنداره 756 .


7- المانك ص 806 او د نړۍ هېنداره ص 575 . 572 .


8- المانك ص 820 او د نړۍ هېنداره ص 275 – 602


9- المانك ص 825- 826 او د نړۍ هېنداره ص 275- 263 .


10- المانك ص 839 – او د نړۍ هېنداره ص 350- 358 .


11- انترنت  sep. 2009 01 د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پاڼه.


(۱2) _ د بوتان لومړي وزير ته د سفما د سكرترې جنرال امتياز عالم وړانديزونه انگليسي متن.


(13)_ د سفما سكرترې جنرال امتياز عالم له وينا څخه.


(14)_ د بوتان د لومړي وزير د وينا ليكل شوى انگليسي متن ص1- 3.


(15)_ د ښاغلي سيد اقبال د وينا انگليسي متن.


(16)_ د ښاغلي خالد احمد د وينا انگليسي متن.


(17)_ بوتان ته د ولسمشر حامد كرزي د سفر په هكله د جموري رياست پاڼه.