کور / تازه خبرونه / د کرکيټ نوى فلم به افغانستان ته يوه نوې څېره ورکړي

د کرکيټ نوى فلم به افغانستان ته يوه نوې څېره ورکړي

د فلمي نړۍ تر ټولو سترې جايزې آسکر ګټونکي ډايکټر سېم مينډيس فلم( له ايرو نه راوتلي) چې د افغانستان د کرکيټ پر ملي لوبډله جوړ شوى دى د روانې مياشتې پر ۱۷ مه د ايډينبرګ په نړيواله فلمي ميله کې نندارې ته وړاندې کيږي.
په دې فلم کې د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله ښودل کيږي چې څنګه له يوه داسې هيواد څخه چې لږ تر لږه يو د خاورو پيچ او لوبغالى نه لري تر نړيوالو سياليو ځان رسوي او د نړۍ په غوره لوبډلو کې شمېرل کيږي.
په فلم کې د پخواني روزونکي تاج ملک خبرې هم شته چې، په فلم کې دا هم ښودل کيږي چې کله لوبغاړي په دوبۍ کې کښته کيږي او وارخطا ښکاري.
يو لوبغاړى هم ښودل کيږي چې وايي خداى دې مو د خنزير له غوښو ساتي، موږ به يوازې سبزي خورو.
بيا له خپلو ملګرو پوښتنه کوي چې د دې ځاى نجونې به څنګه ښکاري، ملګري يې ورته وايي چې د خارج نجونې به ښايستې وي، ځکه دلته هوا ډېره ښه ده، د ټولو پوست ځليږي او تازه مالوميږي.
د فلم ډايرکټر په دې اند دى چې همدا سپورټ دى چې هيوادونه سره نژدې کوي، که څه هم هر څه به يې بېلوي، دى وايي دا فلم به داسې يوه قوم ته يوه نوې څېره ورکړي، کوم ته چې ټولو شاه ورګرځولې.