د کندهار ښار ته نژدې د ښورندام په سيمه کې د پوليسو د روزنې کمپ ته څلور وسله وال کسان ننوتلي چې دوو يې تر اوسه ځانونه چاودلي او دوه نور يې له افغان پوليسو او نړيوالو ځواکونو سره لا د جګړې په حال کي دي.
د اي پي نړىوال خبر اژانس د خبر له مخې چې دغه کسان غرمه مهال کمپ ته ننوتلي، سيمه د ځواکونو له خوا کلابنده ده او تر اوسه خبريالانو ته د مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه دي ويل شوي.
په تېرو څو مياشتو کې د کندهار امنيتي حالت ورځ تر بلې د خرابۍ په حال کې دى.
حامد کرزي څو ورځې وړاندې ويلي و، چې د سولې تر جرګې وروسته به د کندهار دوضعې په اړه د پوره څېړنې او سمولو په موخه کوټلي ګامونه اخلي.