په کابل کې دتيلو دبيې دټيټوالې لپاره دسوداګرۍ اوصنايعو ورکړل شوى وخت پاى ته ورسيده .
څلور ورځې مخکې دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت دنفتي توکو پلورونکو او واردونکوته خبردارې ورکړو که دراتلونکو درې ورځوپورې دنفتي توکوپه بيه کې کموالى رانه شي دغه وزارت به بازارکې په جدي ډول عمل وکړي .
ديادونې وړده دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت ديوشميرسترونفتي موادو دواردونکوتصديولخوا دافغانستان او ازبکستان په پوله کې څه دپاسه يوزرو پنځه سوه ټنه نفتي موادو درول له دولت څخه يوډول غچ اخيستنه بولي او وايي له همدې امله په تيره اونۍ کې دنفتي موادو بيه له نهه ديرشو څخه درې پنځوس افغانيوته لوړه شوي ده چې په مداخلي سره به په بازارنوکې دنفتي موادو بيه راټيټه شي .