دبهرنيوچارو وزارت په پاکستان کې دافغان سوداګرودستونزو دهوارولو لپاره دتازه هڅو څخه خبر ورکوي .
دغه وزارت وايي چې هڅه به وکړي دافغانستان اوپاکستان ترمنځ ټرانزيټي تړون دسږ کال په لړکې وروستى شي اودغه تړون لاسليک هم شي .
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ دسوداګرۍ اوصنايعو خونې افغانستان اوپاکستان دسوداګريز تړون دنه وروسته کيدو په اړه انديښنه څرګنده کړه .
دغه خونې ويلې چې پاکستان به يوځلې بيادافغانستان دميوې دحاصلاتو دټولوپرمهال خپلې ګمرکې تعرفې لوړي کړي اودافغانستان دصادراتو پروړاندې به ستونزې رامنځ ته کړي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه