د افغانستان له جمهوري رياست څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي چي ولسمشر کرزي د کورنيو چارو د وزير محمدحنيف اتمر او ملي امنيت د رئيس امرالله صالح استعفاوي منلي دي.
خبرپاڼه وايي د ولسمشر کرزي د فرمان پر اساس به د کورنيو چارو وزارت مرستيال منيرمنګل د دې وزارت د سرپرست وزير په توګه او محمدابراهيم سپينزاده د ملي امنيت د سرپرست رئيس په توګه کار ته دوام ورکړي.
د ولسمشر کرزي د نوي دورې د کابينې ١١ وزارتونه پخوا هم د سرپرستانو له خوا اداره کېدل چي اوس دوه نور هم پر زيات سول.
ولسي جرګې دوې اونۍ دمخه خپلي غونډي په دې خاطر وځنډولې چي ولسمشر کرزى دي پاته وزيران ورته معرفي کړي، خو ولسمشر کرزي ژمنه کړې وه چي تر ملي مشورتي جرګې وروسته به يې ورته معرفي کړي.
څارونکي وايي ښايي د کورنيو چارو د وزير او ملي امنيت د لوى رئيس په خاطر د ولسمشر کرزي له خوا د نويو وزيرانو د معرفۍ چاري يو ځل بيا وځنډېږي.