په بغداد کښي د پولیسو په مرکز ځانمرګي برید ۴ پولیس ووژل او ۱۲ نور يي ټپیان کړل . د عراق د کورنیو چارو د وزارت ویندوي وویل چي برید کوونکي خپل له باروتو ډک موټر له مرکز څخه د باندي په ولاړ پولیسو وچاوداوو. ویندوي زیاتوي چي حمله په داسي وخت کښي وشوه چي د پولیسو د شفټ د بدلولو وخت ووله دي امله زیات شمیر پولیس د مرکز مخته ولاړ وو.