دکليود بيا رغونی ا وپراختيا وزا رت د ملی پيوستون پروگرام دري څلويښت پروژی پدی وروستيو کى د خوست په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپا رل شوی.
ددی ولايت د ملی پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی د(١١) ټولنيزو مرکزونو، (٣٧) پل گوټيو، د(٣٧٠) مترو په اوږدوالي يو استنادي ديوال ،د(٥) ديزلي ژرندواو د(٨٨) مترو په اوږدوالي ددريو سر بندونو جوړول،د(١٤١) څاگانو کيندل ، د(١٩٥٠) مترو په اوږدوالي دسړک ترميم او شگي اچول، د(١٨١٨) مترو په اوږدوالي دڅښاک داوبو دشبکي غځول او دښځو لپاره دسواد دزده کړي دکورسونو پرانستل شامل دى..
يادى شوى پروژى د څلويښت مليونونهه سوه زره افغانيو په لگښت دملى پيوستون پروگرام له بود جي بشپړی او څه د پا سه ( ٩٢٧٠ ) کورنی ترينه گټۀ اخلی .