له پاکستان سره دافغانستان ټرانزيټي اوسوداګريزي ستونزې بياهم پخپل ځاى پاتي شوي دي .
دسوداګرۍ اوصنايع خونه افغانستان اوپاکستان دسوداګريز تړون دنه وروسته کيدوپه اړه دانديښنې په څرګندولوسره وايي چې پاکستان به يوځلې بيادافغانستان دميوې دحاصلاتو دټولوپرمهال خپلې ګمرکې تعرفې لوړي کړي اودافغانستان دصادراتو پروړاندې به ستونزې رامنځ ته کړي .
داپه داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه چې دپاکستان اوافغانستان ترمنځ ترانزيټي تړون دهغه خبرو په لړکې چې څه موده وړاندې په کابل کې ددغه دواړو هيوادونو ترمنځ ترسره شوې وشي خو ويل کيږي دغه خبرو يوځلې بياهم کوم ځاى نه دى نيولى .