دغزني ولايت د اندړ ولسوالۍ په چهار ديوال سيمه کې دبهرنيو ځاکونو په هوايي بريد کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور يې ټپيان دي
دنوموړي ولايت امنيه قومندان رسنيو ته ويلي چې دوسله والو طا لبانو يوه دولس کسيزه ډله چې تيره ورځ له غرمې وروسته سره راټول شوي وو دبهرنيو ځواکونو لخوا تر بريد لاندې ونيول شول چې په ترڅ کې يې درې تنه ووژل او درې نور ټپيان شول.