بهرنيوځواکونو دهرات په باباجي سيمه کې ديولړ عملياتوپه ترڅ کې يوتن وژلى اوڅوتنه يې له ځان سره ژوندي بيولي دي .
ويل کيږي دغه ځواکونو دشنبې په ورځ له غرمې وروسته په دغه سيمه کې دڅلور ځانمرګوبريدکوونکودشتون په اړه درپوټونو په ترلاسه کولو عمليات ترسره کړل .
چې په ترڅ کې يوتن ووژل شوه اوڅونوريې له ځان سره ژوندي بوتلل . ويل کيږي وژل شوى تن دپاکستان دچمن ښاراوسيدونکى دى .
ددغه عملياتو وروسته دسيمې يوشميراوسيدونکو لاريون ترسره کړخودپوليسولخوا خواره شوه . تراوسه افغان اوبهرنيوځواکونوپه دې اړه څه نه دي ويلي .