کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزي صاحب ته پنځه لس کرښې لیک

کرزي صاحب ته پنځه لس کرښې لیک

ډیلی ، د ۲۰۱۰ کال دجون ۴


صاحبه سلامونه ،


دادری ورځې خو دې هم په خیرسره تیرې کړې ، پرون مې دعا درته ورکړه چې تا دخدای دې له اور او بو له امریکایانو اوګاونډیانو وساتي اوموږ په دغه حالت کې له تا …


زه یو پښتون یم چې کله کله دپښتنو تاریخ لولم ، خو کرزي صاحب ته خپه کیږه مه په والله قسم درته خورم که مې دومره بې عزتي د یوه واکمن کې په عصرکې لوستي وي لکه چې ستا په دربارکې یې ګورم …


ته تراوسه هم نه پښتون پیژنې او نه هم ځان ، ته په آسیا کې پنځوس ملیونه پښتانه لرې اوپه دغو پنخوس ملیونو کې پنځه زره مخلص یاران نه تا وموندل او نه هغوی چې پرخپل شاوخوا دې راټول کړي ددې توان لري چې یوپښتون هم پرځان پسې راوکاږي ، په دلیل یې باید پوه شوې وې ، لږ خپلې شاوخوا ته وګوره، تا پرڅه ډول پښتنو باورکړی ، درواغجنو ، چا پلوسو ،ځان ښودو، معامله ګرو چې هم یې پښتانه خرڅ کړل ، هم یې وځپل او هم یې له تا زړه توري کړل.


 زه ستادیوه پښتون ورور په توګه یوازې دومره درته وایم ترهغو چې ستا فرهنګي سلاکار هیواد مل ، دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ ، او دتعلیم وزیر شارلتان فاروق وردګ وي ، ته به کله هم دپښتنو زړو ته لاره پیدا نه کړې په دې چې ستا دا نژدې پښتانه یاران ظاهرآ ستا سره دي خو چې له تا راپه دیخوا شول بیا دوی نور یاران او سلاکاران لري چې له هغوی سره ستا د بربادۍ او دپښتنو دخوارولو یارانې پالې ، په غیرپښتنو ناځوانویارانو خو دې زه له سره خبرې هم نه کوم .


 هیله ده چې زما دغه یادونه اودغه څوکرښې به دې له یاده ونه وزي


په درنښت ستا پښتون ورور


خاورې خان لالا نوي ډیلی هند