کور / تازه خبرونه / روزګان: ناټو د امنيتي کسانو په مرسته وسلې نيولي دي

روزګان: ناټو د امنيتي کسانو په مرسته وسلې نيولي دي

د ناټو لخوا په تازه خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي تېره شپه یې د ملي اردو په همکارۍ د روزګان ولايت د ګيزاو په سيمه کي د وسلو يو لوی زېرمتون کشف کړی دی .  د خبرپاڼي له مخي له دغه وسله تون څخه د راکيټ لس مرمۍ ، ۱۲ د هاوان سرۍ ، ۲۰۰ د پيکا مرمۍ او  ۱۰۷ ملي متري توغندۍ او سرۍ ترلاسه کړي دي چي له دغو څخه يو شمېر له غټو مرميو څخه ځاي پر ځای له منځه وړل سوي خو د راکيټ او ثقيل PK مرمۍ ملي اردو د خپلي استفادې لپاره ساتلي دي .

بله خوا بيا د طالبانو وياند قاري يوسف په روزګان کي د ناټو لخوا د وسلو نيولو په اړه بېخبري وښوده او زياته کړه او لراوبر ته يې  وويل چي مجاهدينو يې تيره ورځ دګريشک ولسوالۍمرکزته نژدې دبندبرق اوسربندسيموترمينځ دکريشک دبغرا(ويالي )په غاړه کورنيوعسکرودرې امنیتي پوستې په عارضي ډول جوړي کړي وي چې تېر ماخستن نهه بجې دمجاهدینوتروسله وال بريدلاندې راغلي .دسيمي مجاهدين وايي ترلږمقاومت وروسته ددښمن عسکرله سيمي نه تښتيدلي اودپوستوودانيوته يي اوراچولی دی . طالب وياند وايي په دې بریدکې مجاهدینوته زيان نه دی اوښتی .