کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۲۲مه )

عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۲۲مه )

مکمل غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې ناول .
زمونږ د هیواد ګوډ تیمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول دوه ویشتمه برخه لولئ :


*****۳۷


سلطان بایزیدیلدرم ، وليعهدمحمد، اود نائیکوپولس ښاروال درې واړه د سلطان بایزیدیلدرم په میلمستون کې ناست و چې د دروازې څخه علي پاشا را څرګند شو . سمدستي یي سلطان ته تعظیم وکړ او ورته یې وویل چې :


درونده سلطانه ! تا زه را بللی یم ؟


دهغه دخبرې سره سم سلطان هغه ته د خپل ځان سره دناستې دځاې په لور اشاره وکړه ، علي پاشا مخته ورغې او په خپل ځاې کې کیناست . سلطان دعلي پاشا د ورتلو څخه وروسته هغه ته مخ کړ او ورته یې وویل :


علي پاشا ! زما زویه ! دهغې موضوع په هکله چې له تاسره خبرې کول غواړم د هغې په اړه مې له تا څخه د مخه د ولیعهد محمد او دښاروال سره هم خبرې کړې دي . ګوره زویه ! دلته د نائکوپولس په ښار کې زمونږ د تم کیدو نژدې دوه میاشتې پوره شوې ، لږ څه دمخه هغه مخبران ، چې ما د لته د پولوپ د جزیرې په شاوخوا کې د دښمن د نقل و حرکت د څارني له پاره ټاکلي و بیرته راغلل، هغوې ماته خبر راوړې چې زمونږ په لاسو د ماتې او شکست نه وروسته د صلیبیانو هغه لښکر چې ددې ځایه په تیښته بریالې شوې و، هغوې د پولوپ جزیرې ته رسیدلې دي ، او هملته یې خپل پړاو کړې ، ددې ماتې خوړلې لښکر جنرالانو چې دله یوه اړخه زمونږ څخه د خپل انتقام د اخستلو له پاره ټولو اروپایې هیوادونو څخه بسپنه او کومک غوښتې دې د بله اړخه یې د خپل پاپای اعظم نه هم غوښتنه کړې چې دهغوې سره په دې لړ کې نظامي او مالي کومکونه وکړي . دهغوې ددې غوښتنې په ځواب کې پاپای اعظم ټولو اروپایې حکمرانانو ته تاکیدی لیکونه استولې تر څو ددې ماتې خوړلې لښکر سره چې دلته په اروپا کي یې پړاو کړیدې هر ډول مرستي وکړي . دوې ته ددې لیک ډیر ډاډمن ځواب راغلي ،او د اروپا ټولو حکمرانانو چې په هغوې کې د فرانسې ، انګلستان ، سسلي ، سپین ، …یعنې د اروپا د هر هیواد څخه د صلیبي ر ضاکارانو ډلې ډلې د پولوپ په جزیره کې سره را ټولیږی .


هغه مخبر چې دا خبر راوړې دې هغه دا هم وایی چې هغه وخت چې هغه د پولوپ څخه روانیده ، نو تر هغې وخته پورې د صلیبیانو دومره ستره ټولنه جوړه شوي وه چې ما یې شمیره و نه شوه کولاې . بلکه یوه جاسوس دا هم وویل چې دا ټولنه به نژدې همغومره ستره وه لکه څومره ټولني ته چې مونږ د نايکوپولس په ښار کې ماتې ورکړې وه ، راغلیو مخبرانو دا هم وویل چې د مختلفو اروپایی هیوادونو پورې اړونده جنرالانو او سالارانو څخه علاوه هلته د یروشلم د ګرانډ ماسټرزولین په انجیل لاس ایښې اوسوګند یې کړې چې تر څو چې مسلمانان دټولو هغو سیمو څخه ونه کاږي چې تر ولکي لاندې یي راوستي ، تر هغې به د جنګ څخه لاس و نه کاږی . مخبر دا خبر هم راوړې چې په دې جنګ کې د قسطنطنیه د پادشاه مینویل لښکر هم شامل دی ، دا په داسې حال کې چې مینویل له ما سره ژمنه کړې وه چې نه به مونږ دهغې په سیمو باندې ولکه کوو او نه به هغه زمونږ پر خلاف په کوم جنګ کې برخه اخلي ، اوس چې هغه په خپله د خپلې ژمنې څخه تیرشوې دې نو ما اوس یو پلان تر تیب کړې دې :


هغه صلیبي لښکر چې په اروپا کې را ټولیږي ، علي پاشا ! نو لمړۍ به زه ، ته او ولیعهد محمد هغه لورې ته کوچ وکړو ، مګر زمونږ ښاروال به دخپل فوځ سره یو ځاې همدلته د نایکوپولس په ښار کې پاته شي ، په دې وخت کې که په دې سیمو کې ددښمن نقل وحرکت تر سترګو شو نو ښاروال به په اسانۍ سره هغه و ځپوي .


زویه ! زه هیله لرم چې مونږ به د پولوپ د جزیري نه بیرون هم دصلیبیانو په ځپولو کې بریمنده را ووځو ، که چیرې خداې پاک هلته هم زمونږ همداسې کومک وکړي لکه څنګه یې چې د نایکوپولس د ښار په شاوخوا کې د صلیبیانوپه ځپلو کې له مونږ سره کړې و ، نو زما زویه ! نو هلته به د صلیبیانو د ملا دماتولو وروسته ، زما اراده چې د خپل لښکر سره یو ځاې د قسطنطنیي په لور مخه کړم .


زه غواړم چې قسطنطنیه محاصره کړم او دا محاصره تر هغې اوږده کړم تر څو چې قسطنطنیه زمونږ تر پښو لاندې شوې نه وې . د قسطنطنیي د سوبې څخه وروسته چې مونږ ته کومې ګټی تر لاسه کیږي هغه دادې چې : تر هر څه لمړۍ مونږ ته یو ډیر ښکلې د اوسیدو ښار تر لاسه کیږي ، دویم دا چې د قسطنطنیي پادشاه اوس د صلیبیانو یو سترپنا ه ځاې او ملاتړې حسابیږي ،نو کله چې دا هیواد زمونږ په لاسو فتحه شي نو بیا به په دې سیموکې کوم باغي ځواک زمونږ پر خلاف د سر د ر اپورته کولو جرأت نه کوي ، په دې خاطر د قسطنطنیي د سوبې وروسته به مونږ خپل ټول فوځي ځواک هملته را ټول کړو او بیا به له همغه ځایه هر اروپایی ځواک چې سر را پورته کوی مونږ به یې د ځپلو له پاره تیار اوسو . زویه ! ایا ته زما ددې خبرو سره متفق يي ؟


علي پاشا په خندا وویل چې :


درونده سلطانه ! ستا تدبیرونه ډیر زیات غوره او زه ورسره په مکمله توګه توافق لرم .


د علي پاشا د ځواب څخه سلطان ته اطمینان پیدا شو نو یو ځل بیا یې علي پاشا ته وویل :


علي پاشا! په دې پلان باندې د اتفاق نه وروسته زه غواړم د پولوپ د عسکری پلان په هکله له تاسې سره خبرې وکړم .


علي پاشا د سلطان د خبرو څخه سمدستي وروسته وویل :


درونده سلطانه ! ایا زه پوهیداې شم چې دا خبرې تاته کومو مخبرانو را رسولی دي ؟ په ځواب کې سلطان ورته وویل :


هغه مخبران چې دا خبر یې تر دې ځایه راوړې هغه ستا ډیر نژدې ملګری او دوستان دی ،دا هماغه کسان دې چې د یوه نوم قادرخان او د بل نوم مظفرالدین دي ، دوې یو ځل پخوا هم د پولوپ جزیرې ته تللې و. هغوې د هغه ځایو سره پوره اشنایي لري ، زویه ! څرنګه چې هغه دواړه ستړی ستومانه دي نوپه د خاطر ما هغوې ولیږل تر څو لږ څه ارام وکړي ، اوس چې دکومې موضوع په اړه ما له تاسو درې واړو سره خبره کوله هغه په غور سره واورئ، تر څو بیا مونږ د پولوپ په شاوخوا کې د دښمن د ځواک د ځپلو له پاره عملي لاره چاره پیدا کړو .


تر دې ځایه سلطان د خپلو خبرو په منځ کې دمه وکړه ا و بیا یې خبرې پیل کړې او ویې ویل : تر هغه چې د ښاروال پورې اړه لری هغه باید همدلته پاته شي، او مونږ درې واړه ، زه ، ولیعهد او علي پاشا به ددښمن د مقابلې له پاره د پولوپ د جزیرې په لور خوزیږو ، زما په فکر چې سبا سهر به دخپلو فوځونو سره یو ځاې ددې ځایه کوچ کوو . مونږ به د رومیل د ولایت نه تیریږو ، ریونا به هملته د خپل پلار ،رستاک ،کره پریږدو ، اودهغې وروسته به د پولوپ د جزیرې په لور روانیږو ،اوهلته به ددښمن تر مخه پړاو کوو .


علي پاشا زویه ! ددښمن د ځپلو څخه یوه بله ډیره مهمه موضوع چې زه غواړم له تاسو سره پرې خبرې وکړ م. علي پاشا ! تا ته خو د پخوا څخه دا څرګنده ده چې اودا خبره مي ولیعهد محمد او دې ښاروال ته هم کړې ده ، چې په هغو سیمو کې د صلیبي جنګونو پیلونکي دغه راهبان اوپادریان دي چې ددې کارونو د ترسره کولو له پاره یی یو انجمن (ټولنه ) هم جوړه کړې ده . او ددوې غونډي هملته د پولوپ په جزیره کې تر سره کیږي ، هغه صلیبي جنګ چې مونږ پخوا د دښمن په مقابله کې و ګاټه دهغې جنګ پیلامه هم همدغو پادریانو او راهبانود همدې انجمن تر څارنې لاندې کړی وه ، دهمدې انجمن پادریانو د روم پاپای اعظم ته لیکونه استولي و او د هغې څخه یې د جنګ دپيلامي له پاره د کومک غوښتنه کړې وه. تر څنګ یې د اروپا د ټولو حکمرانانو څخه زمونږ پر خلاف په جنګ ګې د ګډون له پاره د لښکرو د راټولولو غوښتنه هم کړی وه ، خطونه یې لیږلي و او قاصدان یې استولي و. اودهمدغو په غوښتنه دروم پاپاې اعظم د اروپا حکمرانانو ته تاکیدي خطونه لیکلي و اوزمونږ پر خلاف یې د صلیبي جنګ دپیلامې له پاره تشویق او ترغیب ورکړی و .


علي پاشا ! زه هیله لرم چې لکه څنګه مو چې د نایکوپولس دښار تر څنګ د صلیبیانو بې شمیره لښکر ته ماته ورکړه نو همداسې ماته اوذلت سره به یې د پولوپ په جزیره کې مخ کړ و . خو کله چې په پولوپ کې دښمن ماته وخوري نو دا خبره یاده ساتئ چې هغه راهبان اوپادریان چې دغه انجمن یې جوړ کړی دي او هغه صلیبیان چې د جنګ څخه تیښته کوي اویا په تیښته بریالي کیږی ، زه غواړم چې هغوې ته د تیښتې لاره ورنکړل شي ، هغوې ټول ژوندې و نیول شي . ځکه چې په دغه جنګونو کې چې څومره عامه وژنه تر سره کیږي ددې ټولو مسؤلیت دهمدی انجمن د چلونکو په غاړه دې . زه هیله لرم چې دپادریانو او راهبانو د انجمن ټول غړي و نیول شي ، دواړه ستر پادریان هم و نیول شی . هغوې زما مخې ته راوړل شي نو لمړۍ به زه دهغوې سره خبرې وکړ م او بیا به یي د سرونو د پرې کولو حکم وکړم . ځکه چې په دې سیموکې تر ټولو ستر مجرمین همدوې دی چې د انسانیت عامه وژنه یې پیل کړې ده .


زما زویه !تاسو په دې هم پوهیږئ چې د یونان او اروپا په نورو سیمو کې ، چې اوس مونږ ولکه کړي دي بې شمیره مسلمان مبلغین راغلل ، خو د پادریانو او راهبانو ددغه انجمن سرتیرو دغه ټول مسلمان مبلغین له یوه مخه شهیدا ن کړل . چې په دې ډله کې ستا پلار هم شامل دې . په دې اساس د مبلغینو ددې وژنو په خاطر هم دا انجمن د بښنې وړ نه دې . علي پاشا ! ستا د راتلو تر مخه ما د قادر خان او مظفر الدین سره په دې هکله تفصیلي خبرې کړې دي ، هغوې دا اندیښنه ښکاره کوله ، چې که چیرې په پولوپ کې هم مونږ صلیبیانو ته ماته ورکړو نو د راهبانواو پادریانو د تنظیم چې څومره پادریان او راهبان دي او هغوې هلته دپولوپ د جزیرې په غاړه د ولاړو کشتیو په واسطه خپلو ځانو ته د تیښتې لاره پیدا کړي خو علي پاشا ! زه نه غواړم دا سې کار وشي ، زه غواړم د پادریانو او راهبانو دانجمن دغه ټول وګړی ژوندي و نیول شي ، اوس ته ووایه ، زویه ! په دې اړه له تاسره څه شته ؟


د سلطان بایزیدیلدرم ددې پوښتنې په ځواب کې علي پاشا تر لږې شیبي خپل سر زوړند کړ او فکر یې کاوه ، بیا یې څه په فکر کې وګرزیدل ، او هغه کیداې شي ددې څخه ښه پریکړه وي . هغه بیرته خپل سر په خندا سره را پورته کړ او سلطان ته یې وویل :


درونده سلطانه! په دې اړه زما په ذهن کې یو پلان شته ، زه به هغه له تاسره شریک کړم . که چیرې هغه تاسې ته د منلو وړ وی نو پر هغې باندې عمل کیداې شي . او هغه دا چې : د نایکوپولس څخه د کوچ کولو نه وروسته مونږ به درومیل ولایت ته ولاړ شو ، ریونا به هلته دخپل پلار رستاک په کور کې پریږدو اومونږ به د پولوپ په لور مخه کړو ، مونږ به دومره ګړندې سفر وکړ و چې د پولوپ دصلیبیانو مخې ته تر نیمایی شپې پورې و رسیږو ، ښکاره ده چې په نیمی شپې په رسیدو سره دښمن سمدستي زمونږ پر خلاف دجنګ پیلامه نه شي کولې ، هغوې که وغواړی زمونږ پر خلاف جنګ پیل هم کړی نو هغه به سهار وختي وي او سهار سهار به هغوې د جنګ نغاره و ډبوي ، تر دې وخته پورې به زه د راهبانو او پادریانو د انجمن کار ورتمام کړم. درونده سلطانه ! ددې څخه د روانیدو د مخه د پولوپ تر جزیرې پورې دخپلو وسله والو مخبرانو یو جال خپور کړئ ، تر څو دوې د دښمن د مخبرانو جال له منځه یوسې ، زه ،ته او ولیعهد محمد چې کله د شپې په تیاره کې د پولوپ جزیرې ته ورسیږو او هلته ددښمن تر مخه پړاو وکړو ، زه به دخپل لښکر سره یو ځاې د دواړو مخبرانو قادرخان او مظفرالدین خان سره یو ځاې د پولوپ جزیرې ته ور ننوځم ،ټولو هغو کشتیو ته به اور ورته کړم چې په ساحل باندې ولاړې دې . دهغې نه وروسته به د انجمن ټول پادریان او راهبان د سترو پادریانو سره یو ځاې لاس نیولې له ځانه سره تاسې ته راوړم . تاسې چې د خپل لښکر تر شاو پړاو کړی وی نو زه به دغه پادریان او راهبان هملته د څو وسله والو ساتونکو په ساتنه کې و ساتم . او په خپله به زه ستا څنګ ته درشم او ستا سره به اوږه په اوږه په جنګ کې برخه واخلم .


ددې کارونو د ترسره کولو سره سم به مونږ په راتلونکې سهار کې ددښمن په پړاو کې دا افواهات خپروو چې د سلطان بایزیدیلدرم د لښکر یوه برخه د شپې په تیاره کې دننه دپولوپ په جزیرې کې ور ننوتي او هلته یې د صلیبیانو ټول ځواک له منځه وړې دې. په ساحل باندې ولاړو کشتیو ته یې اور لګولې ، او د راهبانو او پادریانو دانجمن چې څومره وګړي و هغه یې ټول اسیران له ځانه سره راوړی دې . درونده سلطان ! ددې خبر په خپرولو سره له یوې خوا زمونږ د لښکرو مورال ځواکمن کیږي او دبله اړخه ددښمن په لښکرو کې یو ډول ګډوډۍ ، بې زړه توب ، او بې همتي را پیدا کیږي . او دا ټول په دښمن باندې د غلبي له پاره ډیر اغیزمن ثابتیږي .


د علي پاشا په دې وړاندیز سره سلطان بایزیدیلدرم مخ د خوشحالۍ څخه و ځلید، بیا سلطان وویل :


زویه ! ستا دا وړاندیز ډیر ښه او غوره دي ، په همدې به عمل وکړل شي ، په دې توګه زه هیله لرم چې مونږ به صلیبي ځواکونو ته ډیره بده ماتې ورکړو او د راهبانو اوپادریانو د انجمن ټولو غړو ته به دهغوې دجرم سزا ورکړل شي . زمازویه ! اوس ته ولاړ شه ، ریونا به په ډیره بې قرارۍ سره ستا انتظار کوي او بیا دهغې سره یو ځاې د سهار وختي کوچ له پاره ځان تیار کړئ.


د سلطان بایزیدیلدرم دخبرو سره سم علي پاشا د خپله ځایه پورته شو دمیلمستون څخه ووت .


د سلطان بایزیدیلدرم سره دخبرو وروسته چې کله علي پاشا د خپلې حویلۍ په لور روان شو نو هلته ورته ریونا په ډیره بې قرارۍ سره انتظار کاوه. کله چې علي پاشا حویلۍ ته ور ننوت ، ریونا ورمنډه کړه ، او په ډیره بیړه یې ترې و پوښتل : علي پاشا، زما حبیبه ! ته سلطان د څه له پاره ور غوښتې وې ؟ ایا کومه مهمه مسئله وه ؟


علي پاشا ورته وویل :


ریونا ! صلیبیانو یو ډیر ستر لښکر جوړ کړې دې ،پر مونږ باندې د سترې حملي په فکر کي دي ، د اروپا ټولو قوتونو یوځل بیا هملته خپل خپل ټول لښکر را ټول کړې او څومره ستر لښکر ته چې مونږ په نایکوپولس کې ماتې ورکړې و ، همغومره ځواکونه یو ځل بیا هلته په پولوپ کې را ټول شوي دي ، د سلطان بایزیدیلدرم سره دخبرو وروسته پریکړه وشوه چې مونږ به سبا سهار له دې ځایه کوچ کوو ، د رومیل ولایت له لارې به پولوپ ته ځو ، هلته په رومیل کې به تا دخپل پلار په کور کې پریږدو اوبیا به زه ، دسلطان بایزید او ولیعهدمحمد به د خپل لښکر سره یو ځاې د پولوپ په لورې کوچ کوو . دعلی پاشا ددې خبرو په اړه ریونا غوښتل چې څه ووایې خو هلته د نایکوپولس په ښار کې د ماښام اذانونه پیل شول ، دواړه میړه اوښځه د اودسونو ځای ته ولاړل او د لمانځه له پاره یې ځانونه تیار کړل .


بل سهار سلطان بایزیدیلدرم دخپل لښکر سره یو ځاې د نایکوپولس دښار څخه کوچ وکړ درومیل په ولایت کې یې ریونا هلته د خپل پلار کور ته وسپارله ، او بیا سلطان بایزیدیلدرم ،علي پاشا، ولي عهد محمد د رومیل د ولایت څخه د پولوپ د جزیرې په لور وخوزیدل .


***** ۳۸


سلطان بایزید یلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد دشپې په ژوره تیاره کې په ډیره بیړه د پولوپ د جزیرې په لور روان شوي و . سلطان بایزید یلدرم لا د مخه دخپلو جاسوسانو جال خپور کړې و ، هغوې نه یواځې ددښمن جاسوسان له منځه وړل ، بلکه د سلطان بایزید یلدرم د لښکر لار ښوونه یې هم کوله ، کله چې دسلطان لښکر ې د جزیرې څخه نژدې پنځه مایله لرې پاته شوې نو سلطان بایزید یلدرم دخپل پخوانی پلان له مخي لښکرو ته هملته د تم کیدو حکم وکړ .


د لښکر د تم کیدو سره سم علي پاشا د خپل لښکر سره یو ځاې ددوې څخه جدا شو ، دهغې د جدا کیدو سره یو ځاې سلطان او ولیعهد د خپلو مخبرانو په لارښوونه هغه لورې ته وړاندې ولاړل چیرې چې دصلیبیانو لښکر پړاو کړې و.


د بله اړخه علي پاشا د پولوپ د جزیرې په لور مخه کړې وه ، ددې جزیرې درې خواو ته سمندر دې یواځې یوه اړخه ته وچه سیمه ده هغه هم ډیره نرۍ او باریکه لاره ده چې جزیره د پاته وچې سره یو ځاې کوی ،او د وچې څخه جزیرې ته د ننوتلو یواځنۍ لاره هم همدا ده . د شپې په ژوره تیاره کې دغې کوچنۍ او نرۍ پټۍ ته په رسیدو سره علي پاشا خپل لښکر په دوو برخو وویشه ، یوه برخه یې د وچي په دغه نرۍ پټۍ باندې و ټاکله ترڅو چې ،کله چې هغه په جزیره باندې حمله وکړي او د جزیرې څخه څوک هم د تیښتې هڅه و کړی او دې لورې ته راشي نو دهغه مخنیوي وکړي ، خو د لښکرد بلې برخې سره یو ځاې علي پاشا د سمندر په څنګ څنګ کې روان و ، د سمندر په ساحل باندې چې څومره کشتۍ ولاړې وې لمړۍ یي هغه ټولې و سوځولې او بیا یې په جزیري باندې یو توپانې یرغل یوړ.


علي پاشا د پخوا څخه خپل لښکریان د حالاتو څخه خبر کړي و نو په دې جزیره کې چې د راهبانو او پادریانو د انجمن څومره وګړي و هغوې ټول یې ژوندي و نیول ،خو هغوې چې په دغه جزیره کې وسله را و نه خستله ، او د حمله کونکو په مقابل کې یې د عاجزۍ او انکسار نه کار واخست، هغوې یې ټول و بښل . په دې ترتیب دشپې په تیاره کې علي پاشا دخپل جوړ کړل شوي پلان په مطابق خپل ټول کار تر سره کړ .


د پولوپ په جزیرې باندې د حملي او یرغل مقصد د راهبانو اوپادریانو د انجمن ددوو سترو مشرانو نیول و . اوس دا کار علي پاشا په ډیره ښه توګه تر سره کړ نو په دې خاطر هغه دشپې په همدې تیاره کې د خپل فوځ دواړه برخې سره را یوځاې کړې او د سهار د لمر خاته تر مخه هغه هلته د صلیبي لښکر تر مخه پړاو کونکي سلطان بایزید یلدرم د لښکر سره یو ځاې شو .


بله ورځ چې کله لمر را وخوت ، نو هغه وکتل چې دواړو لښکرو یو دبل تر مخه پړاو کړې دې ، کله چې لمر را پورته شو او ګرمۍ ټوله فضا و نیوله نو بیا صلیبیانو د سلطان بایزید یلدرم د لښکر په مقابل کی د جنګ له پاره صفونه جوړول پیل کړل ،هغه وخت چې سلطان بایزید یلدرم د خپل لښکر صفونه جوړول ، نو په هغه وخت کې علي پاشا او ولیعهد محمد هم د سلطان تر څنګ ولاړ و . تر لږې شیبي پورې سلطان بایزید یلدرم ددښمن د لښکرو جایزه اخسته ، اوبیا یې په خپل څنګ کې ولاړ علي پاشا او ولیعهد محمد ته مخ کړ او ورته یي وویل :


زما زامنو! مونږ درې واړو ته یو ځل بیا د پخوا په څیر حالات را مخته شوي دي . شاید تقدیر ته په دغو سیمو کي زمونږ ددرې واړو ازمیښت کول مقصود وی ، ددښمن د لښکرو شمیره هغسې ده لکه د نايکوپولس د ښار د جنګ په وخت کې چې و ه . اوس زمونږ د لښکرو شمیره نژدې یولک او پنځه ویشت زره کسان دي ، خو زه چې وینم د صلیبیانو د لښکرو شمیره د شپږو لکو څخه په هیڅصورت کم نه ده .


زامنو! مونږ چې کومه تګلاره په پخواني جنګ کې خپله کړې وه هغه په دې جنګ کې نه شو تکرارولې ، ځکه چې په هغه جنګ کې چې کومو لښکرو زمونږ په لاسو ماته خوړلې هغوې اوس ددې ستر لښکر برخه ده او هغوې زمونږ د جنګ دهغې طریقي سره بلدتیا لري .


زما زامنو ! دا ځل به د نیزو څخه کار نه اخلو ، او نه به بیا زمونږ هغه طریقه بریالۍ ثابته شی . په دې جنګ کې به زمونږ دکار طریقه دا وي چې کله چې جنګ پیل شي نو مونږ به ددښمن تر مخه همغسې صفونه جوړو لکه څنګه مو چې د نایکو پولس دښار په جنګ کې جوړ کړی و ، په منځنۍ برخه کې به زه اوسم ، ښې لورې ته علي پاشا او چپ لورې ته ولیعهد محمد ، زما او ستاسې د لښکرو تر منځ به توپیر داوي چې ستاسې دواړو لښکر ې به په خپلو دغشیو په خلطو کې دومره غشي کیږدئ چې څومره په کې ځایږي ، خپل کمانونه هم ، همدا اوس دخپلو آسونو په زینونو پورې و تړئ .


کله چې جنګ پیل شي نو تر ډیره پورې به مونږ د دښمن سره په مقابله کې مصروف اوسو . کله چې زما له لورې د تکبیر اواز پورته شي نو بیا به مونږ د نوې کار پیلامه کوو . د تکبیر د اوازونو څخه به مقصد داوي چې مونږ ددښمن د قوت اندازه اخستي ده ،او هغه مو په خپل مخکې درولې دې ، دتکبیر د اواز داوریدو سره سم به ، زامنو! تاسې په کار پیل وکړئ ، تاسې دواړه به دخپلو لښکرو سره یو ځاې دښې او چپ لورې مخته راشئ ، خو ز ه به مخامخ ددښمن دلښکر د ځواک او یلغار مقابله کوم .


ددښمن څنګ ته د ورتلو وروسته به تاسې خپلو لښکرو ته حکم وکړئ چې هغوې ددښمن په عسکرو باندې په ډیره تیزۍ سره غشي و اوروي . ددې غشو د ورولو سره سم به تاسې ووینئ چې ددښمن په صفونوکې څومره ګډو ډي راپیدا کیږي . ستاسې ددواړو د لښکرو د غشو د ویشتلو په اساس به ددښمن دعسکرو صفونه یو په بل پسې له منځه ولاړ شي ، دهغوې په صفونو کې به واویلا او غوغا را پیدا شي ، نو ددښمن مخکني صفونه به دا فکر وکړي چې شاید مونږ ته کوم کومک را رسیدلې دې په دې خاطر به وروسته وویني چې څه انقلاب راغلې دې ، په دې ترتیب به دهغوې د عسکری ځواکونو تر منځ یوه ګډوډي رامنځته شي ، او مخامخ به زه دخپلو حملو په واسطه دهغوې تر منځ همداسې کیفیت را پیدا کړم .


تر څه وخته پورې تاسې د دښمن په صفونو باندې په تیزۍ سره غشي واوروئ او دهغوې د عسکرو شمیره به را کمه کړئ ، او کله مو چې وکتل چې ددښمن په صفونو کې ګډوډي او افراتفري راپیدا شوي نو بیا پر هغوې باندې ددواړو خواو څخه دغشو حمله و دروئ او پرې په پوره قوت سره حمله وکړئ . نو که چیرې مونږ ددې پلان په پلې کولو کې بریالي شول نو زما زامنو! مونږ به فاتح او دښمن به مو مغلوب وي .


سلطان بایزید یلدرم د لږ څه ځنډه وروسته بیا وویل :


د جنګ هغه تګلاره چې ما پرې فکر کړې و تاسو ته وویله ،اوس نو که دکار په دې طریقي کې که کومه خامي وینئ نو را ته یی ووایاست ، او یا په کې کومه تبدیلي راوستل غواړئ نو هم یي ووایاست .


د سلطان بایزید یلدرم دپوښتنې وروسته علي پاشا تر لږه وخته فکر وکړ بیا علي پاشا او ولیعهد محمد په خپلو منځو کې مشوره وکړه . دهغې وروسته ،په داسې حال کې چې علي پاشا د ولیعهد محمد ترجمانی کوله وویل :


درونده سلطانه ! دغه طریقه چې تا غوره کړې همدا اخري ده ، په تیر جنګ کې تا دښمن د نیزو په واسطه و ځپاوه ، او هغه ته موسخته ماتې ورکړه ،نواوس خو دښمن زمونږ د هغه کاري پلان څخه خبر دي ، په دې خاطر به زمونږ هغه طریقه دومره اغیزمنه نه وی . که چیرې مونږ د جنګ په عروج کې د ښې او چپ اړخه نه ددښمن په صفونو باندې غشي واوروو ، نو زما په فکر چې په ریښتیا به هم ددښمن صفونه ګډوډ شی او مونږ به پرې بریالي شو . درونده سلطانه ! دا طریقه اخری ده او نورې خبرې پرې کول نه دي په کار.


دعلي پاشا په دې ځواب باندې سلطان بایزید یلدرم ډیر زیات خوشحاله او ډآډمن شو . بیا یې خپل مخ دخپل فوځ لورې ته کړ ، دوه درې ځلې یې په زوره تکبیرونه وویل ، خپل لښکر یې متوجه کړ او بیایې خپل لښکر ته وویل :


داسلامي امت بچیانو ! دعصمت او عفت ساتونکو! زه سلطان بایزید یلدرم تاسې ته خبرې کوم ، زما خبرې په غور سره واورئ ، دغه د ګوتو په شمیر صلیبیان د هوس اخستي دښمن په څیر ستاسې تر مخه ولاړ دي ، دوې ستاسې دجذبو دریښتونوالي ،او ستاسې د روح د پایمالولو پسې دي .


اې زما د ملت د ناموس ساتونکو ! مونږ او تاسې ددې نه مخته هم دصلیبیانو یو ستر لښکر د نایکوپولس په ښار کې مات کړي و ، په هغو میدانو کې مونږ ددښمن پر خلاف لکه د سختو توپانو په څیر را وغورزیدو اوهیله لرم چې په دې میدانو کې به هم تاسو په دښمن باندې لکه د توپان په څیر را وغورزئ ، زه تاسو ته ډاډ درکوم که چیرې تاسې یواځی یو خداې د خپل کومک له پاره راوبلئ او په دښمن باندې ور ونښلئ نو یقینا چې خداې به تاسې ته یو ځل بیا برې او موفقیت په برخه کړی . ما لکه څنګه چې په مخکنیی جنګ له تاسي سره اوږه به اوږه برخه اخستی وه ، اوصلیبیانو ته مو ماته ورکړه همدا سې به پدې جنګ کې هم ستاسې تر مخه ددښمن پر خلاف جنګیږم او دښمن ته به دا ثابته کړم چې مرګ تل زمونږ نه مخته تښتي او ژوند زمونږ پسې را روان دي ، لکه څنګه چې په پخوانی صلیبي جنګ کې زه د دښمن په صفونو کې ور ننوتم او دهنګری پادشاه سجسمنډ مې هملته ختم کړ .


زما دوستانو ! په دې جنګ کې به هم تاسې ما له هیچا وروسته و نه ومومئ ، اوس د لوې خداې د نوم په اخستلو باندې د جنګ اغاز کوو . د همغه څخه استعانت اوکومک غواړو ، که چیرې تاسې ټول همداسې وکړئ نویاد ساتئ چې همغه ذات به ستاسې ملاتړې ، ستاسې دوست او ناصر وي او په دې میدان کې به تاسې ته هم بې له شکه برې په برخه کړي .


سلطان بایزید یلدرم تر دې ځایه خبرې و رسولې چې دصلیبیانو له خوا یرغل پیل شو . په دې خاطر سلطان بایزید یلدرم ددې څخه مخته نور څه و نه ویل ، دخپل آس مخ یې را وګر ځاوه دخپل لښکر لورې ته یې شا کړه ، علي پاشا او ولیعهد محمد هم همداسې وکړل او دخپلوخپلو لښکرو مخې ته ورغلل .


لږه شیبه کې صلیبي لښکر دسلطان بایزید یلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد په لښکرو باندې لکه د وحشیانو به څیر یرغل را وستي و. دصلیبیانو دا یرغل ډیر زیات خطرناک و ،ځکه دا ځل صلیبیان ډاډمن و چې سلطان بایزید یلدرم د خپل لښکر سره یو ځاې د خپل مرکز څخه ډیر لرې دې ، او بیا هغه د صلیبیانو په زمکه کې ور ننوتي و . اوصلیبیان پر دې ډاډمن و چې هغوې په خپلو زمکو کې دې او دښې او چپ اړخ ، او هر لورې ورته هر ډول بسپنه اوکومک ور رسیږی . اوبیا هغوې په خپلو ځانو باندې ډیر ډاډه او غاوره و و ځکه چې دا ځل یې هم فوځ د سلطان د فوځ په مقابله کې څو وارې زیات و .


تر لږه وخته پورې سخت جنګ روان و ،سلطان بایزید یلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد دخپلو خواو څخه ډیره هڅه کوله چې د صلیبیانو دا لمړۍ ستره حمله دفع کړي . ددې وروسته بیا ځاې په ځاې جنګ دوام وکړ . صلیبیان په دې ډیر خفه و چې دخپل ټول توان په استعمالولو سره بیا هم نه و توانیدلې د سلطان بایزید یلدرم لښکر لږ څه هم شاته و تمبوي ، بلکه دکومه ځایه چې جنګ پیل شوي ، په هماغه ځاې کې جنګ جریان و موند .


کله چې سلطان بایزید یلدرم وکتل چې ددښمن ستره حمله یې دفع کړې ده ، او اوس ددښمن په حملو کې د پخوا په څیر زور اوقوت نه شته ، نوبیا سلطان بایزید یلدرم په زوره د تکبیر اوازونه پورته کړل .


دتکبیر د اواز د اوریدو سره سم علي پاشا او ولیعهد محمد په حرکت راغلل ، اوخپلې لښکري یې را مخته کړې او ددښمن په دواړو خواو یې تیزې ا وچټکې حملې پیل کړې ، ددې حملو په پایلو کې یو توپان راپورته شو ، دعلي پاشا او ولیعهد محمد لښکری د سترګو په رپ کې دد ښمن په صفوفو کې ور ننوتې ، اوبیا یې داسې په تیزۍ سره لکه د تیز باران په څیر غشي وورول چې ددښمن دواړه خواو کې عسکر تر لرې لرې پورې را پریوتل . دغه غشو ویشتلو ډیر زیات اغیز وکړ . ځکه ددې غشو د ویشتلو په اساس تر ډیره پورې ددښمن دلښکرو مورال مات شوې واو دهغوې دصفونو تر منځه ستر ه ګډوډی راپیدا شوي وه . کله چې ددښمن مخکنیو صفونو وکتل چې د هغوې په ښي او چپ اړخ باندې دمخالف لوري یرغل شوی او زیات شمیر کسانو یې ژوند له لاسه ورکړې دې نو په هغوې کې هم یو ډول اندیښنه اواضطراب را پیدا شو . هغوې داسې فکر کاوه چې دښمن د چپ او ښي لورو څخه دحملي په واسطه ددوې لښکر په منځ کې سره نیمایی کوي نو په دې خاطر به مخکې صفونه ددښمن په منځ کي پاته شي . نو په دې اساس به دهغوې مرګ یقیني شي . دهمدې اندیښنو به اساس دهغوې لمړنی صفونو هم بیرته شاته تګ پیل کړ.


دا هغه وخت و چې سلطان بایزید یلدرم ورته منتظر و . هغه ددښمن ددې بې زړه توب څخه پوره پوره ګټه واخسته ، بیا یې هملته مخته د تکبیر اوازونو پورته کړله او سلطان بایزید یلدرم دخپل لښکر سره یو ځاې د دښمن به تښتیدونکو باندې حمله وکړه ،د سلطان بایزید یلدرم دا حمله دومره سخته ، او تیزه و ه چې مخته صفونه یې یو په بل پسې و ځپول او ددښمن د صفونو نیمایي برخې ته ورسید . د بله اړخه علي پاشا او ولیعهد محمد هم نور غشي ویشتل بند کړي و او دخپلو لښکرو سره یو ځاې یې ددښمن د پایمالولو په خاطر توپانې یرغل پیل کړې و .


صلیبی لښکر ته دغه درې اړخیزه حمله ډیره مرګوني ثابته شوه د لږ وخت جنګ وروسته دصلیبي فوځیانو حال ډیر ابتر شوي و .


که څه هم دصلیبي لښکرو شمیره د سلطان بایزید یلدرم د لښکر د شمیرې څخه څو وارې ډیره وه ، خو د سلطان بایزید یلدرم د څواړخیزو حملو څخه دښمن وارخطا شوي و د بله اړخه د جنګ په میدان کې د دښمن دمړو شمیره هم د سترګو تر لیدو پورې وه . د صلیبیانو له پاره دا حال د زغم وړ نه و . نو په دې خاطر یې خپله ماتې و منله او څوک چې توانیدل هغوې د جنګ د میدان څخه خپلې پښې وویستې ،


سلطان بایزید یلدرم د پړاو له پاره د ساتونکو څو ډلې پریښوې او پخپله د علي پاشا او ولیعهد محمد سره یو ځاې ددښمن په تعقیب پسې ولاړ . ان تر څو میله پورې یې دښمن و ځغلاوه ،او تر څنګ یې ددښمن ځواکونه پرهر ځاې کې چې توانیدل و ځپول ، کله چې سلطان وکتل چې تښتیدونکي صلیبیان اوس دهغه د فوځ له پاره د خطر سبب نه ګرځي نودخپل لښکر سره یو ځاې بیرته را ستون شو او هغه ځاې ته راغې چیرې چې جنګ شوې و. او ددښمن دپړاو په هر څه یې ولکه وکړه.


سلطان بایزید یلدرم د دښمن دپړاو د هر هر شي جایزه اخسته او بیا یې تر څنګ ولاړ علي پاشا اووولیعهد محمد ته وویل :


زامنو ! زه د صلیبیانو پر خلاف په دغه دویم جنګ کې هم تاسې ته ، ستاسې دبرې په نسبت زیاته مبارکي وایم . زامنو! زمونږ د لښکر ټوله شمیره یولک او پنځه ویشت زره کسان و او زمونږ په مقابل کې ددښمن شمیره د شپږو لکو څخه هم ډیره وه . زه د هغه خداې ممنون یم چې ددې توپیر سره سره یې بیا هم مونږ ته په دښمن د همغوې په زمکو باندې بري اوکامیابي را وبښله ،


سلطان بایزید یلدرم د لږ څه ځند وروسته یو ځل بیا علي پاشا ته مخ کړ او ورته یې وویل :


علي پاشا زویه ! اوس زه غواړم ددې سیمي د پادریانو او راهبانو د انجمن د غړو سره ووینم ، هغوې ټول دلته ما ته راوړئ ، زویه ! په دې سیمه کې د جنګ پیلامه همدې پادریانواو راهبانو انجمن کړی ده ، په دې خاطر د صلیبي جنګونو څخه دا خلک ډیر مجرمان او فساد ی دي . په داسې حال کې چې د الله حکم دې چې «فتنه » د قتل څخه هم بدتره ده . زویه ! هغوې زما مخې ته راوړئ .


علي پاشا دهغه ځایه ولاړ ، خپل پړاو ته ورغې ، لږه شیبه وروسته بیرته را ستون شو، هغه له ځانه سره د پولوپ د جزیرې ټول راهبان اوپادریان راوستل ، علي پاشا هغوې ټول د سلطان تر مخ و درول ، بیا علي پاشا سلطان ته وویل :


درونده سلطانه ! کوم خلک چې اوس ستا تر مخ ولاړ دی دوې ټول د انجمن و ګړی دي ، راهبان اوپادریان دي ، ته چې دوې ته څه ویل غواړی ورته یې ووایه .


د علي پاشا په خبرو باندې سلطان بایزید یلدرم لږه شیبه چپ پاته شو او د لږ څه فکر کولو وروسته یې علي پاشا ته اشاره وکړه او ځان ته یې ور وغوښت ، کله چې علي پاشا د سلطان په څنګ کې ودرید ، نوبیا سلطان خپله خوله د علي پاشا غوږ ته ور نزدې کړه او په ډیره مینه او شفقت سره یې ورته وویل :


علي پاشا ! زما د ذهن نه د هغه ستر پادري او دهغه د نائب نومونه وتلي دي ، زویه ! هغوې څه نومیږي ؟


دسلطان بایزید ددې پوښتنې په ځواب کې علي پاشا و خندل او ورته یې وویل : درونده سلطانه ! دهغوې د ستر پادري نوم کرسپاس او د نائب نوم یې اردیس دي .


سلطان بایزید یلدرم په مخ باندې لمړۍ مسکا را څرګنده شوه خو بیا وروسته ډیر په غضب شو ، تندي یې تریو کړ او په غضب نا که توګه یې په خپل مخکې ولاړو پادریانو او راهبانو ته وویل :


ستاسې د ډلې څخه چې دکوم یوه نوم کرسپاس او دبل اردیس دې هغوې دې ددې نورو څخه څو قدمه رامخته شي.


د سلطان بایزید یلدرم په دې خبره باندې دپادریانو او راهبانو تر منځ ګونګسې را پیدا شو خو کرسپاس او اردیس د نور و پادریانو او راهبانو څخه را مخته شول ، سلطان هم څو قدمه ور وړاندې شو ،خو دکرسپاس او اردیس وجودونه په لړزه کې شول ، په سترګو کې یې ویره را پیدا شوه ، سلطان لږ څه نور هم ور نزدې شو . څومره پادریان او راهبان چې هلته ولاړ و ، سلطان دهغوې ټولو تر مخه تیر شو . یو یو یې وکوت ، هغه وکتل چې دهغوې په کالیو باندې ګرد و غبار و . په لاسونو یې د غم او وهم ګونجې ، لکه د اوبو په سر باندې لړزانده کشتۍ ، په دې لمحو کې دهغوې زړونه په لړزه کي و . په څهرو یې د مرګ ویره ، په سترګو کې نا امیدي . سلطان یو ځل د ټولو جایزه واخسته ،اوبیا د ستر پادري کرسپاس او د هغه د نائب اردیس په مخکې و درید .او بیا یې ورته په لوړ اواز وویل :


د اروپا بې مسؤلیته راهبانو اوپادریانو ! تاسو په کوم اساس د جذبو او احساساتو د پایمالولو هڅه کړې ؟ په کوم اساس مو د زمکي د وچي څیرې ریښتینوالې ، د شونډو د تکلم خوږلنې ، او لطافتونه په وینو رنګ کړله.


زه پوهیږم چې تاسې د ډیره وخته راهیسې په دې سیمو کې یاست . هر مسلم مبلغ چې دلته راغلې ستاسې د ظلم او تیرې ښکار ګرزیدلې دې ،او تاسې ټول مسلمان مبلغین یو په بل پسې وژلي دي . حال داچې تاسې پوهیږئ چې ستاسې راهبان او ستاسې پادریان سترې سترې ډلې د تبلیغې ډلو تر نامه لاندې زمونږ سیمو ته راوړي او دخپل دین او مذهب تبلیغ کوي او مونږ تر اوسه پورې هغوې ته سترګې هم نه دې پورته کړي . نه مو پرې تعرض کړې دې ، تاسو په دې سیمو کې د هغو بې ګناهانو ویني توې کړی او کله چې مونږ دهغو د وینو د انتقام داخستلو له پاره دی سیمو ته راغلو نو تاسو زمونږ پر خلاف د صلیبي جنګ پیلامه وکړه ، داسې خلک مو مخته راوړل چې د لوڅتیا انځور یې جوړاو ، د نوې عمر او ښایسته جسمونو سره د رقص او نڅا عادی و . تاسو دخپلو ښځو د جسمونو او بدن دښایست تشهیرونکې وې .


غیرمسؤلو راهبانو اوپادریانو ! مونږ د انسانیت عزت او د ښځې درنښت او احترام باندې قایل یو . تاسې پوهیږئ چې د نایکوپولس په شاوخوا کې ستاسې تحریک او ترغیب باندې چې کوم صلیبیان جنګ ته راغلي و نو په هغه جنګ کې مونږ د اروپا په زرګونو ښایسته نجوني و نیولي ، هغوې ټولې ستاسې صلیبي عسکرو زمونږ د نیولو څخه د مخه بې عفته کړې وې، که مونږ غوښتلې نو هغوې مو دخپلو وینځو ، دخپلو غلامانو او دخپلو خدمت کونکو په څیر له ځانه سره وړلاې شوې ، او په خپلو لښکرو کې مو ویشلاې شوې، که چیرې ما غوښتل داسې وکړم نو هیچا زما مخه نه شوه نیولې او نه زما په هوډ کې کوم تغیر چا رواستلې شو . خو ما داسې و نه کړ ل ، ما دهغو نجونو درنښت وکړ او په ډیر درنښت او عزت سره مې په ډینسي بحري بیړۍ کې چې ددنیوب د دریاب په غاړه یې لنګر اچولي و، سپرې کړې او خپلو خپلو کورونو ته مې و استولې ، ایا تاسو هم داسې کوم مثال لرئ چې کړې مو وي ؟ ایا تاسو سره زما ددې ټولو خبرو کوم ځواب شته ؟ زه پر تاسو باندې د عامې وژنې الزام لګوم ، ځکه چې تاسې مسلمان مبلغین وژنئ نو ایا تاسو سره ددې خبرې څخه د براءت له پاره څه شته ؟


سلطان بایزیدیلدرم چپ شو او د پادریانو او راهبانو دځواب منتظر پاته شو خو د هغوې له لورې کوم ځواب ورته په لاس ور نغې .نو یو ځل بیا سلطان بایزیدیلدرم وویل :


ستاسو دټولو چپتا دا ډاګیزه کوي چې تاسې ټول مجرمین یاست . په دې خاطر چې خاموشي او چپتیا ددې خبرې ثبوت دې . زه به هیڅکله هم تاسې و نه بښم ، څرنګه چې زمونږ په دین کې د قتل سزا قتل دې نو په دې اساس زه ستاسې د ټولو د وژلو حکم ورکوم .


ددې حکم سره سم سلطان بایزیدیلدرم علي پاشا او ولیعهد محمد ته ځانګړې اشاره وکړه ، داشارې سره سم هغوې شاته ولاړل او یوه وسله واله ډله یې له ځانه سره راوړه ، هغوې ته یې څه وویل او بیا دې وسله والې ډلې دا پادریان او راهبا ن یوې لورې ته یوړل او ټول یې له منځه یوړل .


ددې کار د پوره کیدو نه وروسته ، سلطان بایزیدیلدرم علي پاشا او خپل زوي محمد ته مخ کړ او ورته یي وویل :


زما زامنو! د پړاو ټول شیان راټول کړئ او بار ونکې حیواناتو ورته تیار کړئ ، زه یواځي دغه راتلونکې شپه دلته تیروم ، او په راتلونکې سهار کې د خپل لښکر سره یو ځاې د قسطنطنیي په لور حرکت کوم ،


زامنو! تاسو پوهیږئ چې هم په دې صلیبي جنګ کې او هم ددې نه مخته د نایکوپولس په جنک کې د قسطنطنیي پادشاه په ډیره خوشحالۍ سره برخه اخستي وه ، زه غواړم هغه ته د دې کار سخته سزا ورکړم . زما پلان دادې چې زه لمړۍ د قسطنطنیي لورې ته ځم ، هغه محاصره کوم ، هیله لرم چې تر څو ورځو پورې به قسطنطنیه ولکه کړم ، کله چې سجسمنډ زما د دروند پیغمبر صلی الله علیه وسلم په هکله ګستاخی کړی وه او زما دین ته یې بد ویلې نو ما سوګند خوړلې و ، او دهغې سوګند د تکمیل له پاره د قسطنطنیي د سوبې نه وروسته د روم په لور مخه کوم او که زما خداې و غوښتل نو خپل قسم به پوره کړم ، اوس راځئ چې دخپل فوځ له پاره د قیام او طعام انتظام وکړو .


ددې خبرو سره سم علي پاشا او محمد دواړه د سلطان بایزیدیلدرم سره یو ځاې چپ چاپ روان شو. بله ورځ سلطان بایزیدیلدرم د پولوپ د جزیرې تر څنګ د قسطنطنیي په لورد خپل لښکر سره یو ځاې روان شو.


پرلپسې لري…