دزابل داطلاعات اوکلتور د رياست چارواکی وایی دخبریالانوترمینځ به دغه ټاکني وکړاي شی چی دخلکوستونزي په ښه ډول درسنیوله لاري هواري شي .نوموړي زیاته کړه چی تردی وړاندي په زابل کی دخبریالانودنه همږغی له امله ګڼي ستونزي پرتي وی اوهغوی نشوای کولای چی په ښه توګه سره دسیمه ټولوستونزوته رسیدګي وکړي خواوس به وکړای شی چی دیوالي په ترڅ کی دسیمي شته ستونزي اوپرمختګونه په ښه ډول دنړیوالورسنیو له لاري دخلکوترغوږنوورسوي .
پرهمدي مهال دزابل مرستیال والي ګلاب شاه علی خیل له خبریالانو وغوښتل چی دشخصی ګټوپرځاي دی ملی ګټوته پاملرنه وکړي ،نوموړی وایی په زابل کی تردی وړاندی ژونالستان له ګټوستونزوسره مخ وه خواوس به وګړای شی چی په یوالي سره دسیمه خبرونه په اساني سره له چارواکوترلاسه اوخپاره کړي .
دیادونی وړده چی په دغه ټاکنوکی بشیراحمد فیضان دخبریالانوداتحادي دمشر مختارامیری دمرستیال اووحیدالله حقمل دویاند په توګه وټاګل شو.دزابل یوشمیرازاد خبریالان احمد ولي سرحدي اونثاراحمد څپاند وایی ددغه اتحاديی په جوړولوسره به یی هغه ستونزي هواری شی کوم چی مخکښی به یی دخبرونو د راټولوپرمهال درلودي .دوي زیاتوی چی په زابل کی دالمړي ځل دی چی په ازاده فضاکي خبریالان داتحاديي دجوړولوپه موخه ټاکني ترسره کیږي .