کور / هراړخیز / اسلامي ارزښتونه- اتمه برخه

اسلامي ارزښتونه- اتمه برخه

ژباړه:عبدالرحمن فرقانی

د محمد(ص) دنبوت ثبوت : 


لږڅورلس سوه كاله شاته ولاړشه او وګوره , په نړۍ كې نه د بريښنا تارونه وو اونه هم تليفون  , نه ريل و , نه مطبعې وې , نه ورځپانى خپريدى اونه هم كتابونه چاپيدل ،  نه دسفر كولو هغه اسنتياوې وې چې نن شته دي , د يوه هيواد څخه بل هيواد ته د رسيدلو لپاره به په مياشتو مياشتو سفرونه كيدل ، په دغه راز يوه چاپيريال كى د عربانو سيمه (جزیره العرب) دیوه ځانګړی خصوصیت  څخه برخمنه سيمه وه، تر عربانو د ايران , روم او مصر هيوادونه راتاو وو، چې څه نا څه پكى  علم او هنرموجود او دتمدن او مادی پرمځتګ اړوند یې ګامونه اخیستی و، خو لويو لويو بحرونو عربان لدغو هيوادونو څخه بيل كړي وو , د عربانو سوداګرو به په مياشتو مياشتو د وړو كيښتيو په ذريعه د تجارت لپاره دې هيوداونو ته سفرونه كول، خو د دوي راكړه وركړه لدغو هیوادونو سره یوازی د توكو د اخيستلو اوپلورلو لپاره وه ،  په خپله په عربانو كې كوم پرمختللی تمدن او پرمختګ نه و ، نه كومه مدرسه وه , نه كومه كتابخانه وه , نه په خلكو كې د زدكړې هڅوب و , په ټوله سيمه كې د ګوتو په شمير ليكونكى او لوستونكى وو , خو دا ليكونكى او لوستونكى هم داسې مرحلې ته نه وو رسيدلي ، چى د هغې زمانې له علم او هنراو پرمختګ سره بلدتيا ولري , هلته كوم واكمن حكومت هم نه و , كوم قانون هم نه و, هر قبيله په خپله سيمه كې خپلواكه وه , د آزادۍ سره سره چور او چپاول كيده , د ورځى په رڼا كې خونړۍ جګړې كيدې ،  د انسان د ځان او سرهيڅ ارزښت نه و , د چا چې په چا وس رسيده هغه به يې واژه او په مال به يى قبضه كوله ،  د اخلاقو او تهذيب هوا هم دوي ته نه وه رسيدلې , د ناوړه كردار ، شراب خورۍ او قمار بازار ګرم و،  خلك د نورو په وړاندي بي تكلفه بربنډيدل , حتى ښځوبه په لوڅ اوبربنډ ډول د كعبى طواف كاوه ، د حرام اوحلالو هيڅ توپير نه كيده ، د عربانوآزادۍ دومره وده كړې وه چې د هيڅ رازقانون اوسيستم پابندۍ ته تيار نه وو, نه د كوم حاكم اطاعت ته تيار وو.  د دوي د جهالت څرنګوالى داسي و، چې له تيږې نه دجوړشويو بتاونو پرستش به يې كاوه ، په لاره كى به يى چى كومه ګولالۍ تيږه پيدا كړه ، هغه به يى په وړاندي ايښوده اوپرستش به يى كاوه ، يعني هغه سرونه چى پرته له الله تعالي نه بل چا ته بايد ټيټ نه شي تيږو ته ټيټدل ، او داسې ګمان به يې كاوه چې دا تيږې د دوي اړتياوې پوره كولاي شي .


      په داسې چاپيريال كى داسي يو سړي پيدا كيږي چى په وړكتوب كې د نيكه ، پلار او مور سيوره د ده له سر ه نه لري كيږي ، له دې امله په ټولنه کې هغه رواج شوی تعليم اوپالنه هم ده ته نه وركول كيږي ، د پوهيدو سره سم د عربانو د كوچنيانو سره د پسونو څرول په غاړه اخلي ، په ځوانۍ کې تجارت ته مخ اړوي ، د هغه ناسته پاسته ، راكړه وركړه ، راشه درشه له همغو عربانو سره ده كوم چې وړاندي مو د دوي حالت اوڅرنګوالى تاسو ته روښانه كړ ، د تعليم او تربيې خو نوم هم نشته حتى لوستل هم نه شي كولي ، خو سربيره پدي د ده عادتونه او اخلاق او خيالونه له ټولو بيل دي , هغه هيڅكله درواغ نه وايي , له چا سره خبره نه اړوي , د ده په ژبه كې د تندۍ پر ځاي خوږ والی وي ،آن تردې چې د خلكوپه زړونوكې د ده لپاره مينه پيدا كيږي ، هغه د چا يوه روپۍ هم په نا روا توګه نه اخلي ، د ده د ايمان دارۍ خو دا حال دي چې خلك خپل مال ده ته د ساتني لپاره ايږدي ، او دي د هغه مال ساتنه لكه د خپل مال غوندي كوي ، ټول قوم د ده په ايماندارۍ اعتبار كوي ، او ده ته ټول د امين په نامه غږ كوي ، د ده د حيا اوپت حال خو دا دي چى له وړكتوب نه ورسته چا لوڅ ندی ليدلی ،  د ده د نيك كردارۍ خو دا حال دی چې سره لدې چې د بدكرداره او بداخلاقه خلكو په لمنځ كې اوسيږي خوسره لدې د بداخلاقۍ او بدكردارۍ څخه كركه كوي , او د ده په هر كار كى سترګي اوپاكي وي ، د ده خيالونه او فكرونه دومره سپیڅلي او پاكيزه دي چې د خپل قوم چور اوچپاول او خونړۍ تګلاره د ده د كړيدو باعث ګرځي ، او د جګړي په مهال د صلحې كوښښ اوزيار كوي ، زړه يې دومره نرم دی چې دهر چا په مصیبت كى شريك وي ، د يتيمانو او كونډو سره مرسته كوي ، وږيو ته خواړه وركوي ، د مسافرو ميلمستيا كوي ،هیڅ چا ته هم لده څخه زيان نه رسيږي او دی د نورو د خوشحالى لپاره نقصان ګالي ، عقل يې دومره سپيڅلى دی چې د بت پرستانو په لمنځ كې د بتانو څخه كركه كوي ، هيڅكله يې د كوم مخلوق په وړاندي سر ندي ټيټ كړی ، د ده له وجدان څخه  دا غږ ارويدل كيږي ، چې د نړۍ په مخ اوپه آسمان كې چې څومره شيان ليدل كيږي په هغه كى داسي كوم مخلوق اوهستي نشته ، چې د عبادت لايق وي ، د ده زړه په خپله وايى چې الله تعالى يو دی شریک نلري ، په دې جاهل قوم كې دا سړي داسې سپيڅلي او بې ساره ښكاري ، لكه چى د تيږو په انبار كى هيره ځليږي ، يا په ټپه تياره كې شمعه بله شوی وي .

      د څلويښتو كالونو په شا اوخوا كې دا پاك , صاف , سپیڅلى سړی چې د يوى معززې تګلارې خاوند دي د هغې تيارې څخه چې هر لوري ته په ټولنه خوره شوې ده اندیښمن دی ، اوترې داريږي . د جهالت ، بداخلاقۍ , بدكردارۍ , بد نظمۍ ، شرك او بت پرستي كوم هولناك سمندر چى له ده څخه راتاو دي ، له هغه څخه د وتلو كوښښ كوي ، ځكه چې دلته نور هيڅ څه د ده له طبيعت سره مناسب پاتي ندي ، نو لدې آبادۍ څخه لري په غره كى يوه غار ته ځى ، او په سكون او ځانګري نړۍ كې څو څو ورځي تيروي ، اود خپل زړه ، روح او دماغ دلا نور پاكيزه كولو زيار باسي .   فكر اوغور كوي تر څو لدي تيارى څخه چې لده څخه راتاو شوي ده رڼا ته د وتلو لاره پيدا كړي ، د داسي قوت او طاقت په لټه كې دی چې وكولي شي دا ويجاړه نړۍ بيرته ودانه كړي  .

      ناڅاپه د ده په حالت كى يو لوي بدلون را منځ ته كيږي ، په يوه وار د ده په زړه كې هغه رڼا پيدا كيږي چې د ده فطرت يې غوښتنه كوله ، ناڅاپه د ده په زړه كې هغه طاقت پيدا كيږي چې لدې وړاندې ندي پيدا شوي . هغوي دی غار له يوازيتوب څخه راوځي ، د خپل قوم څنګ ته راځي , دوي ته وايي چې دا بتان د هيڅ كار وړندي ، دا پيږدي . دا ځمكه, دا سپوږمى , دالمر,دا ستوري , د دې ځمكې اوآسمان  ټولو قوتونه  الله تعالى پیدا کړی دي ، هغه د تاسو خالق دی ، هغه رزق وركونكى دی ، هغه د ژوند وركونكى او اخيستونكى دي  ، ټول پيږدی د هغه عبادت وكړی ، ټول پيږدی د هغه څخه خپلې اړتياوې وغواړي , دا غله او چوروچپاول ،  شراب خوري ,  قمار , بد اخلاقي ,  وژنه , دا ټول ګناه ګڼل كيږي ، دا پريږدي . دا دالله تعالى نه خوښيږي .  ريښتيا ووايى ، انصاف وكړي ، مه د چا ژوند اخلي اونه هم د چا مال ،دچا نه چې څه اخلی په روا توګه یې اخلی ، څه چى چا ته وركوي د حق په بڼه يى وركوي ، تاسو ټول انسانان يى ، او انسانان ټول سره برابر دي ، لويي او شرافت د انسان په نسل او نسب كى نوي نغښتې , په رنګ او جنس او مال او دولت كى نوي , په نيكۍ پاكۍ او دالله تعالى په پرستش كې نغښتی وي ، كوم سړي چې له الله تعالى څخه ډاريږي او نيك عمله اوپاك وي هغه لوي اوسپيڅلي انسان دی ، اوڅوك چې داسې نوي هغه هيڅ هم ندي .  له مرګ څخه وروسته تاسو ټول د الله تعالى په وړاندي دريږی ، د دې حقيقي عادل ذات په وړاندې نه سفارش اغيزمن دي او نه هم رشوت چليږي ، نه د چا د نسب پوښتنه كيږي  , هلته يوازي د ايمان او نيك عمل پوښتنه كيږي , د چا سره چى ايمان اونيك عملي وي هغه جنت ته ځي ، او د چا سره چې دا شيان نه وي ، هغه په نا مراد ه څيرپه دوزخ كى اچول كيږي .

      دې جاهل قوم د رسول الله صلي الله عليه وسلم د سپيڅلي شخصيت ځورول ځكه پيل كړل ، چى د دوي به اند د دوی د نيكونواوپلرونو هغه خبرى چى دوي ته له اوږدي زمانى څخه پاتي وي ، بدې ګڼلې ، او دهغې خبرو روزنه يې خلكو ته وركوله , چى د دوي د مشرانو له كړنلارى څخه يې توپير درلود , پدې خبرو ده ته ښكنځلي وشوي , په تيږو وويشتل شو , د هغوي صلي الله عليه وسلم ژوند دوي تنګ كړ , د ده دوژلو هڅې وشوې ، يوه دوې ورځې نه بلكه پوره ديرلس كاله يى ديرې سختې ستونزې وګاللي ، حتي چى د وطن په پريښودلويې مجبور كړاي شو ، سره لدې هم په خپل حال پرې نښودل شو، بلكه چيرې يې چې پناه وړې وه ،هلته يى هم ورته ستونزې پيدا كولی .

      دا ټولې ستونزې دغه سپيڅلي شخصيت ولې اود څه لپاره ګاللي ؟ يوازې د دې لپاره چې خپل قوم ته سمه اوسيده لاره وښي ،  قوم يې ده ته د پادشاهۍ وركولو لپاره تيارشوي و ، د دولت انبارونه يى ده ته منل ، چې دي د خپلې لارې څخه واړوي اود خپل قوم روزنه  اوتربيه پرييږدي ، خو ده هيڅه ونه منل ،او په خپله تګلاره تر پایه ولاړ و ، آيا له دې څخه لوړه نيك عملي او صداقت د تاسو خيال ته لاره پيدا كولي شي چې يو سړي د نورو د ښيګڼې په خاطر دومره ډیرې ستونزې وګالي ؟ همغه خلك چې د دوي د ښيګڼې لپاره زيارباسي او ورته دعا كوي ، دی په تيږو ولي ، انسان خو څه كوې چې فرشتې هم بايد د ده پرنيكۍ قربان شي .

      بيا وګوره ، كله چې دا سړي د غارڅخه په دغه راز تعليم او ارزښتونه روزل شوی راووځي  ، څومره لوی انقلاب به پكى راغلي وي ، اوس كومې خبرې چې دی كوي ، دومره فصيحې اوبليغې دي چې نه لدې وړاندې چا كړي او نه يې له دې وروسته څوك كولي شي ، عربان په خپله شاعرۍ او خطابت اوبلاغت باندې نازيدل ، ده عربانو ته وويل : چى د دي كلام په څير يوازی یو سورت جوړ كړي ، خو د تولو سرونه د عاجزۍ نه ټيټ شول ، د ده خپلې ذاتی خبرې او ژبه دومره بليغه اوفصيحه نه وه ، څومره چى د دغه كلام ژبه سپيڅلي او بليغه ده ، آن تر دې چې كې نن هم موږ دا كلام د چا له وينا سره پرتله كړو په دواړو كى لوي توپیر احساسولي شو .

      ده ، هغه بيسواده صحرا نشين انسان داسې له حكمت او دانايۍ څخه ډكې خبرې پيل كړې ، چې نه لده څخه وړاندي چا كړي وي ، اونه يې لده وروسته څوك كولي شي ، اونه څلويښت كاله وړاندي د ده له ژبى څخه دا رازخبرې ارويدل شوې وې  .

      ده ، هغه امي سړي د اخلاقو , راكړې وركړې , انساني ژوندانه , سياسيت , او ټولو معاملاتو اړوند داسې قانون اونظام جوړ كړ، چى لوی لوی عالمان د كالونو له تجربى څخه وروسته اود ډیرغور اوفكر وروسته په مشكل د هغه په حكمتونو پوهيږي ، د نړۍ علمي تجربې چې هر څومره پرمختګ كوي ، په هماعه كچه د دې نظام حکمتونه ريښتيني اودا نظام پراخه كيږي ، د ديرلس سوو كالونو په تيريدو سره سره په دې  نظام كې د ترميم او جوړولو ځاي نه ليدل كيږي ، د نړۍ نظامونه څوڅوځله جوړ شوي او ړنګ شوی دي ، په هر آزمايښت كى ناكام شوي او ترميم ته يى اړتيا پيدا شوي ده ، خو دغه صحرانشين امي چى كوم قانون په يوازي توګه پرته دكوم بل انسان له كمك څخه جوړكړي دی ، د دغه قانون يوه برخه هم بدله شوي نده اونه هم دترميمولو ځايه پكښى موندل شوی , ده د ديرشو كالونو په اوږدود خپل نيك عمل او ښايسته اخلاقو او شرافت په پايله  كې خپل دښمنان په دوستانو واړول ، خپل مخالفين يې په ملګريو بدل كړل ، لوي لوي قوتونه د ده دشكست لپاره راولاړ شوي و، خو آخرناكام او دده په پښو كې ونړيدل , دي چى كله بريالى شو، له خپلو دښمنانو څخه يې انتقام وا نخيست , له هيچا سره يى سختي اوتندروي ونه كړه , چا چې د ده اصلى اوګران تره وژلي و ، او زړه يى راويستى و ، له فتحى څخه وروسته يى هغه هم وباښه , چا چې دي په تيږو ويشتلى و او له وطن څخه يى ايستلى و,  هغه يى هم وبښل ، ده له هيچا سره ناروا ونه كړه ، چى وعده به يى وكړله هغه به يى هيڅكله نه ماتوله  ، په جګړه كې يى هم پر چا تيرى نه كاوه ، د ده سرسخت دښمن هم په ده باندې د ظلم او ګناه تهمت ونه كړاي شو ، همدا نيكي وه چې د ټولوعربانو زړونه يى ځانته مات كړل ، وروسته ده د خپل تعليم او روزنې په پايله كې وكولاي شول , هغه قوم چې وړاندې يى د وحشت اوبربريت او جهالت څرګندونه وشوه په يوه مهذب او د لوي مقام خاوند قوم باندې تبدیل کړ ، هغه عربان چې د هيڅ ډول قانون منلو ته تيار نه وو , هغه يى داسې د قانون تابع اوپابند كړل ، چى دنړۍ په تاريخ كى بل دا راز د قانون پابند قوم نه و ليدل شوی ,  هغه عرب چى د چا اطاعت ته تيار نه و , ده هغوي د يوه عظيم الشان سلطنت پابند كړل ، چا ته چى داخلاقو هوا هم نه وه رسيدلى ، د هغوي اخلاق يى داسې پاكيزه كړل ، چې نن د هغوي دحالاتود څرنګوالى  په لوستلو نړۍ حيرانه ده ,   هغه عرب چى دنړي په قومونو كې ټيټ قوم و، د ديرشو كالونو په اوږدو كې يوداسي قوم شو ، چى دايران , مصر اوروم دسلطنتونو تختونه يى چپه كړل , نړۍ ته يى د تمدن پرمختګ اوتهذيب سبق وركړ، او يوازي داسلام تعليم اوشريعت يى د آسيا او افريقيا او اوروپا په اوږدو اوپراخه سيمو كى خور كړ .

دا خو هغه اثر و چى د عربانو په قوم باندي ظاهر شو , لدي څخه پرته دير نورحيرت انګيزه تاثيرات په ټوله نړي باندي د دغه امي د تعليم او روزنه په پايله كى را ښکاره شول , ده د ټولي نړي په فكرونو , عادتونو, او قانونو كى انقلاب راوست ، دا برسيره په هغوخلكو چى دی مبارک يى خپل لارښود غوره كړی و, خو د حيرانتيا خبره دا ده ، چا چى د ده له پيروۍ څخه مخ اړولي و , چا چې د ده مخالفت كاوه , د ده دښمنان وو , هغوي هم د ده له اثر څخه ځان ونه شوي ژغورلاى .                                            

      نړۍ د توحيد سبق هير كړي و, ده هغه سبق بيرته ورياد كړ، او دومره په حقانيت اوپیاوړتیا یی د توحید اصول وړاندې كړل ،  چى بت پرستانو او مشركين هم د توحيد داوه وكړه ، ده داخلاقو داسي پياوړي تعليم خپور كړ چى د ده  اخلاقي اصول په ټوله نړۍ كى وپیژندل شول , ده چى كوم اصول د قانون ,سياست , تهذيب او ژوندانه لپاره وټاكل هغه دومره ريښتنى اوپیاوړی وو ، چى حتى د ده مخالفينو هم پټ پټ د هغه له وږو څخه ټولو پيل كړل اوتر نن پوري ورڅخه ګټه اخلي  .

      لكه څرنګه چې مو وړاندې تا ته وضاحت وكړ، دا سړی په يوه جاهل قوم اوپه یوه ډیره  وروسته پاتې سیمه كې پيدا شو , ترڅلويښتو كالونو پوري ده له رمې پولو اوسوداګرۍ پرته بل كار ونه كړ ، نه يې كومه روزنه او تعليم تر لاسه كړ، خو غوريي وكړ .  د څلويښتو كالونو څخه وروسته په يوه وار دومره كمالونه له كومه ځايه پده كي راپيدا شول ؟ له كومه ځايه ده ته دومره علم حاصل شو ؟ له كومه ځايه دومره طاقت ورسره پيدا شو ؟ سره لدې چې عادی انسان وو، خو په عين حال كى دې يوبي نظيره سپه سالار هم و , يو پياوړي قاضي هم و , يو بريالي قانون جوړه ونكى هم و , يو بي مثاله فيلسوف هم و , داخلاقو او تمدن يو بي ساره جوړونکی هم و ، د سياست يو حيرت انګيزه  ماهرهم و , له دي ټولو مصروفيتونوسره سره يي د شپى په ساعتونو ساعتونو دالله تعالى عبادت هم كړ , د خپلو ښځو او كچنيانو حقوق يي هم پر ځاي كول ،  د بيوزلو او مسكينانو خدمت يي هم كاوه ، د يوه لوي هيواد د پادشاهۍ سره يي د يوه فقير په څير ژوند كړ , په پوزي باندې ويده كيده ، د غريبانو په څيريي ډوډي خوړله ،  او كله كله خو وږي هم پاتي كيده .

      دا حيرت انګيزه كمالونه چې څوك ګوري ,كه چیرې دی ووايى  : چې زه له انسان څخه پورته مخلوق يم هم به څوك پكى شك ونشي كړلاي ، مګر پوهيږي چې دی څه وايى ؟ ده دا نه دي ويلي چې دا ټول زما خپل كمالونه دي ، ده هروخت ويلي دي چې زما سره چې هره څه دی  زما خپل ندي ، هر څه د الله تعالى دي ، او دالله تعالى له لورى دي ، ما چى كوم كلام وړاندي كړی دي , هغه كلام چى د هغه په څیرله كلام راوړلو نه انسان عاجز دي ، دا زما كلام ندي ، نه هم دا کلام زما د دماغ د قابليت پايله ده , دا دالله تعالى كلام دي ، او ټوله ستاينه اوپيژندنه يى په الله تعالى پوري تړلي ده ، زما چې څومره كار دي دا هم زما خپل ذاتي قابليت ندی , دا دالله تعالى هدايت دی ، د هغه تعالى له لوري چې څه اشاره كيږي , هغه كوم او هغه وايم  . اوس ووايى : چى داسي سپيځلى سړي ولي دالله تعالى پيغمبر ونه منل شي ؟ د ده كمالونه داسې دي چې په ټوله نړۍ كې تر نن پوري د ده په څیر بل انسان ندي پيدا شوي ،  د ده صداقت داسې دي چې په خپلو كمالونو فخر نه كوي ،  پروکړشویو كمالونو باندې فخرنکوی ، اوهغه کمالونه په خپل ځان پوري نه تړي ، بلكه چا چى دا كمالونه وركړي هغه صاف صاف ښي ، څه وجه كيدلاي شي چې موږ يى تصديق ونه كړو ؟ كله چې دی په خپله وايى : چى دا ښيګڼي دالله تعالى له لوري وركړشوي , نو موږ ولې ووايو چې نه دا د ستا د خپل دماغ پيداوار دي ؟ دروغجن سړي خو دنورو ښيګڼي هم ځان ته منسبوي , خو دا سړي هغه ښيګڼي هم د ځان نه بولي چې په سادګۍ يى دځان بللي شي , هغه ښيګڼي چې چا ته يى د حاصلولو ذريعه هم نده معلومه ، د دغو ښيګڼو په بنا چې كه ده د انسان څخه دلوړوالي داوه هم كړي واي چا يى ترديد نشوي كولاي ، نو تاسي ووايى چې لدې څخه بل صادق انسان څوك كيدلاي شي  .

      وګوري , دا دی زموږ پيشوا ، د ټولي نړۍ پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ، د ده د پيغمبرۍ دليل په خپله د ده  صداقت دی ، د ده لوې كارنامې دي ، د ده اخلاق دي ، د ده د پاك ژوند واقعات دي . له ټولو تاريخونو څخه ثابته ده ، كوم سړي چې د زړه له خلاصه او د صداقته د ده سپيڅلي شخصيت ولولي په خپله به اعتراف وكړي چى دی دالله تعالى پيغمبر دی , كوم كلام چى ده وړاندي كړي  هغه همدا قران دی چې ته يى لولی ، دا بي نظيره كتاب چې هر څوك دزړه له خلاصه ولولي  ضروربه اقرار وكړي چې دا دالله تعالى كتاب دی ، هيڅ انسان داسي كتاب نه شي تصنيفولي .

      د نبوت خاتمه

      اوس به تا ته مالومه شوي وي چې د اسلام د لاسته راوړنه لپاره د قران كريم او محمد صلى الله عليه وسلم څخه پرته بله ذريعه نشته ، محمد صلى الله عليه وسلم د ټول انسانيت لپاره د الله تعالى پيغمبر دی , په ده باندي د پيغمبرۍ سلسلبه ختمه شوي ده ، الله تعالى چى څومره هدايت او لارښونه انسان ته كوله هغومره لارښونه يى د آخري پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم په ذريعه انسان ته راليږلی ده . اوس كه څوك د الله تعالى مسلمان بنده كيدل غواړي ، او د حق غوښتونكى وي ، نو بايد په آخري پيغمبر باندې ايمان راوړي ، كوم تعليم اوروزنه  چې ده وركړي  هغه ومني ، اوكومه لاره چې ده ښولي د هغې لارې پيروي وكړي  .


      د نبوت د خاتمه اړوند دلايل :


      د پيغمبرۍ حقيقت خو وړاندي موږ تا ته څرګند كړ ، په هغه حقيقت باندي غور كول به په خپله تا ته څرګنده كړي چى پيغمبران هر ورځ نه پيدا كيږي  ، او نه هم دا ضروري ده چې هر قوم لره ځانګړي پيغمبر وي ، د پيغمبر ژوند په حقيقت كې د ده تعليمى او د لارښونې ژوند دي ، تر كومه چى د ده تعليم او لارښونه ژوندى وي ، ګواكى تر هغه پوري دي په خپله ژوندي دی ،  مخكني پيغمبران ځکه مړه شول ,  چى كوم تعاليم او لارښونه چى دوي نړي ته وركړي وو ،  نړيوال هغه بدله كړله , كوم كتابونه چى دوي راوړي وو،  يو يى هم نن په خپل اصلي صورت كى نشته ، په خپله د دوي پيروان هم داوه نشي كولاي چې د دوي سره چې كوم كتابونه دي هغه د دوي د پيغمبران اصلي كتابونه دي ، دوي د خپلو بيغمبرانو سيرت هم هير كړي دی , د مخكنيو پيغمبرانو څخه يو هم په سمه او د اعتباروړ توگه نه شو موندلي ، دا هم د يقين سره نشو ويلي چې هغوي په كومه زمانه كې پيدا شوي ؟ اوچيرته پيدا شوي ؟ څه كار يي كړي ؟ څرنګه ژوند يى كړي ؟ د كومو خبرو تعليم يى وركړي ، او له كومو خبرو يى مخنيوى كړي ؟ همدا د دوي مړه كيدل دي .  خو محمد صلى الله عليه وسلم ژوندي دي ، ځكه چې د ده تعليم اولارښونه لا تر اوسه اوتر قيامته ژوندي ده , كوم قران چې ده ته وركړ شوي ، هغه د خپلو اصلي ټکو سره  موجود دي , په هغه كى د يو حرف ، يو ټكي , ديو زيروزير توپير ندي راغلي ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم ژوند , خبري , كارونه ټول محفوظ دي ، او له څورلس سوه كالونو څخه وروسته هم د هغه د ژوندانه نقشه داسې روښانه ښكاري لكه چې موږپه خپله رسول الله صلى عليه وسلم وينو ، موږ په خپل ژوندانه كې هر وخت د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لارښونى څخه سبق اخيستى شو ، دلته دا خبره  بايدپه ډاګه شي چى له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وروسته بل پيغمبرته اړتيا نشته .


      د يوه پيغمبر څخه وروسته د بل پيغمبر راتلل دري سببونه لري :                                                                                                                 

1 – يا خو د مخكني پيغمبر تعليم او لارښونه لمنځ تللي وي ،  او يا د هغه د لارښونه د بيا ځل وړاندي كولو اړتيا وي  .

2 –  يا د مخكني پيغمبر هدايت او لارښونه مكمله شوي نوي ، اوپه هغه كى د ترميم اواظافه كولو اړتيا وي 3-  يا د كوم پيغمبر هدايت او لارښونه په يو ځانګړي قوم پوري تړلي وي ، او د بل پيغمبر د راتللو اړتيا وي  (1)

دا دري اړتياوي  اولاملونه اوس نشته دي .

1 –  د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم تعليم او لارښونه او كړنلاره موجوده اومحفوظه  ده ، چې هر وخت كولي شو، دا ورڅخه زده کړو چې د محمد صلى الله عليه وسلم دين څه و ، څه راز لارښونه يې راوړې وه ,  د ژوندانه لپاره یی کومه تګلاره رواج كړې وه ، او د كومو تګلارو د لمنځه وړلو كوښښ يې كړی و .  نو چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم هدايت او لارښونه له منځه نده تللي نو د بيا وړاندي كولو اړتيا يى هم نشته  .

2 – د محمد صلى الله عليه وسلم په ذريعه ټولي نړي ته مكمل هدايت اولارښونه شوي ده , اوس پدې لارښونه كي د كوم زيادت او سمون لپاره د بل نبي د راتللواړتيا نشته  ، د دې لپاره دويمه اړتيا هم پرځای شوي ده .

3 – محمد صلى الله عليه وسلم د كوم ځانګړي قوم د پيغمبرۍ لپاره ندی راغلی ، بلكه د ټولې نړۍ لپاره راليږل شوی دی ، او ټول بشريت ته د ده هدايت اولارښونه كافي ده , لذا اوس د كوم ځاڼګړي قوم لپاره د كوم ځانګړي نبي د راتګ اړتيا هم نه ليدل كيږي ، دا راز دريمه اړتيا هم پرځای شوي ده .

پدې لحاظ نبي كريم صلى الله عليه وسلم ته د خاتم النبيين لقب وركړ شوی ،او پرده باندې د نبوت سلسله ختمه شوي ده ، اوس نړۍ ته د بل نبي دراتللو اړتيا نشته ، بلكه داسې كسانو ته اړتيا ده چې په خپله د رسول الله صلى الله عليه وسلم په لاره ولاړ شي ، او نور پرهغه لاره روان كړي ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم هدايت زده كړي ، او په هغه باندې عمل وكړي ،او په نړۍ كې د هغه دقانون پر بنسټ حكومت قايم كړي ، هغه قانون چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له ځانه سره د بشریت دسوکالۍ لپاره راوړی دی  .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(!) يوه وړه اړتيا دا هم كيدلاي شي ,چى د يوه پيغمبر د كمك لپاره د ده په موجودګيۍ كې بل پيغمبر را وليږل شي , موږ د دى يادونه ځكه ونه كړه چى په قران كريم كى صرف په دو ځايونو كى ورته اشاره شوي ده , او د هغه استثنایی مثالونو څخه نه ښكاري چى د الله تعالى په نزد د پيغمبر د كمك لپاره د بل پيغمبر راليږل عامه قاعده وي  .