د پرله پسې اورښتونو له امله په تخار ولايت کې 6 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ .
دتيرو33 ساعاتونو دوامداره باران په نتيجه کې دتخارولايت په روستاک ، هزارسيمچ ،فرخاراوخواجه غارولسواليوکې 6 تنه ووزل شول اوپه سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه له منځه ولاړه .
دتخارولايت والې وياد توحيدي وايي چې دتيروڅوساعاتو پرله پسې بارانونو له امله لږترلږه 6 تنه ووزل شول ، هغه زياته کړه چې دغوبارانونو لس ولسوالې متضرره کړئ دي چې په پنځوولسوالېوکې خلکوته دمالې زيان ترڅنګ مرګ زوبله هم اوښتې ده.
توحيدي زياته کړه : 2 تنه په روستاک ، يوتن په خواجه غار،دوه تنه په هزارسيمج ،اويوکس په اشکمش ولسوالې کې د سختو سيلابونو د راوتو له امله وژل شويدي ، وړاندي هغه زياتوې چې په سلګونه جريبه کرنييزه ځمکه او څاورې هم هلاک شوي دي ولې دقيق رقم يي تراوسه پورې څرګند ندي .
ويلې کيږي په دغوبارانونوکې يو کوماز ډوله موټر او 2 عرادې کرولاګانې هم داوبو لاندې شوي دي .
سربيره پردې د والې وياند زياته کړه چې متضرره شويوساحوته کارې ډلې استول شوي ترڅو داوښتو زيانونو په اړه تحقيق وکړئ .
همدارنګه ويل کيږي چې په بغلان ولايت کې هم سيلابونو خلکوته پراخ مالې اوځانې تاونونه اړولې دي خو په ځانګړې ډول دبغلان دنهرين ولسوالې ډيره متضرره شوي ده .
په دي وروسيتوکې دستختو اورښتو له امله په شمال کې خلکوته زيات مالې زيانونه اوښتې خو تراوسه پورې دسيلابونو قربانيانو سره دپام وړ مرسته چا نده کړي
دتيرو اورښتونو بې ځايه شويوکسانو په خپلو خبروکې په افغان دولت او نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې ورسره ژرترژره مرسته وکړئ .