کور / تازه خبرونه / غزني: د طالبانو او دولت ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

غزني: د طالبانو او دولت ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

په غزني ولايت کې دامنيتي ځواکونو او وسلوالوطالبانو ترمنځ په نښته کې درې طالب جنګيالي وژل شوي او څلور نورټپيان دي .

دکورنيوچارو وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې دشنبې په سهار دطالبانو يوې ډلې دغزني ولايت په اندړ ولسوالۍ بريد وکړه چې له امله يې ياده نښته رامنځ ته شوه .

دغه وزارت وايي نښتې نيم ساعت دوام درلوده اوله امله يې يوپوليس هم ټپي شوى دى .