.
دکندوزډيري بزګران دملخانو دافت څخه سرټکوي او وايي چې په دي وروستيوکې د دوي ولاړاو شنه فصلونه ملخانو له منځه وړي ، او همدارنګه بزګرانو ته ددي اړخه په لکونوافغانيوزيانونه هم ور اوښتي دي.
ددغه ولايت بزګران وايي چې دوي څوڅوځلې دياد ولايت کرنې رياست دچارواکو په توصيه دارودرمل له بازارڅخه اخيستې ولې تر دي دمه يي کومه ځانګړې نتيجه نده ورکړئ .
دکندوز دکرنې رييس عبدالعزيزنيکزادوايې چې دملخانوافت هرکال دکندوزګڼې سيمې متضرره کوې مګرپه دومره تفاوت چې سږکال دکرنې رياست کارېی ټيمونه نشئ کولاي دناامنې له کبله په ډاډه زړه دملخانودحملې لاندې ساحوته لاړشئ ترڅوبزګرانوته دملخ لمنځه وړنې لارې وروښايي .نوځکه سږکال بزګران دملخ دافت له امله دنوروکلنوپه پرتله زيات زيانمن شوي دي . سربيره پردې هغه زياته کړه ِ ملخان دارګينک اوبايسقال دښتوڅخه دباد اوباران له په وخت کې کندوزته راګډه کيږي ، چې دي ډول ملخانوته مهاجر ملخان ويل کيږې، دغه ډول ملخان شنوفصلونو ته دنوروملخانو په پرتله ډير تاوان اړولې شئ .
سربيره پردي نوموړې زياته کړه ملخان نباتات دبريدلاندې نيسې اودشکرک په نوم په نبات کې ناروغۍ رامنځ ته کوي چې بيا مونږه بزګرانوته دشکرک ضد دارودرمل ورکووترڅود دواء اوداپاشې پواسطه يي له منځه يوسي . هغه دچاردرې ولسوالې دعيسي خيلوکلۍ په خاصه توګه يادکړچې دملخانودافت په اساس دبل هرځاي په پرتله دملخانو دهجوم لاندي ډير دي مګر هغه وويل چې دملخانوګواښ دومره جدي هم ندي څومره يې چې بزګران په انديښنه کې اچولې دي .
دچاردرې دخاوانې کلۍ يوتن بزګرجمعه دين وايي نږدي په سل جريبه ځمکه باندې يې
غنم اوکچالوکرلې مګرنوموړې وايې چې دملخانو دافت له اړخه ورته 2 سوه زره افغانۍ تاوان رسيدلې ،اوزياتوي دکرنې رياست لخوا ورکړل شوي دواء دملخ په لمنځه وړلوکې کومه ګټه نده کړئ.
همدارنګه ديادې سيمې بل دهقان احمدخان بيا واېې چې سږکال ېې په سل جريبه ځمکه کې خټکې کرلې ولې نږدي لس جريبه خټکې يي ملخانوزيانمن کړي دي اودهغوې کيفيت يي له منځه وړي دي . دې وايې زه هرورځ داور اولوګې په واسطه دخپلوکروندونه ملخان شړم ولې داکارکومه نتيجه نلرې ديوساحې نه يي چې وشړم په بل لورې بيا راغلې وي اوهغه يي پاک خوړلې وي. هغه داهم وويل که چيرې دملخانو مخه ونه نيول شئ ښايې زمونږه پاتې فصلونه هم له منځه لاړشئ اومونږه ته زيات تاوان راواوړئ . مګردکرنې متخصصين اوکارپوهان وايې بزګران کولاې شئ چې سهاراوماذديګروختونوکي چې ملخان د استراحت په حالت کې وي د دواپاشي پواسطه له منځه يوسي ، خوداپه هغه صورت کې چې ملخانونوع الوتونکې وي نه ټوپ وهونکې . دملخانوپه مخنيوي کې موثره لاره دملخ تخمه اوهګۍ له منځه وړل دي ، خوډيرې بزګران ملخان دميخانيکې لاروپه اساس له منځه وړي لکه په لښتووهلو اوکندوکې دهغې غورځول چې داميتود هم ترډيره اغيزناک واقع شوي .
، ويل کيږي دملخ مراکشې اوصحراېې ډولونه دکښتونو دله منځه وړنې باعث ګرځې ،خويوډول يي چې دکرنې دکارپوهانوپه وينا د وطنې په نوم ياديږي دومره مضرنه ګڼل کيږي .
داپه داسې حال کې ده چې دکندوزوروسته جوزجان په شمال کې هغه ولايت دي چې دملخ افت خلکوته پراخ مالې تاوانونه اړولې دي دياد ولايت دکرنې چارواکو په خبره ملخان ياد ولايت ته دفاريات ،بلخ او نورو ساحو څخه راغلې چې دوي يي دمخنيوي په موخه سېمې ته دملخ دمخنيوې کارې ډلې استولې ترڅوبزګرانوسره دملخ له منځه وړنې چاره کې مرسته وکړئ .
جوزا- 1389