دسولې درې ورځنۍ ملې مشورتي جرګه دجمعې په ورځ ديوشپاړس ماديز پريکړه ليک په صادريدوسره پاى ته ورسيده.
ددغه پريکړه ليک په يوه مهمه ماده کې له ښکيلوډلوڅخه غوښتل شوي چې له جګړې لاس واخلي اوله دولت اوبهرنيو ځواکونو غوښتل شوي چې دمخالفينو نومونه دملګرو ملتونو دتورليست څخه بهر کړي اوزنداني طالبان دښه نيت په توګه له بنده ازاد کړي .
په دې جرګې همدرانګه له افغان طالبانوڅخه غوښتل شوې چې له ترهګروډلوسره خپلې اړيکې پريکړي.
ديادونې وړده دسولې ملي مشورتي جرګه درې ورځې وړاندې له ټول هيواد څخه ديوزره شپږسوه استازو په ګډون دلويې جرګې په خيمه کې جوړه شوه .