ژباړه : مومن مهاجر
Muhajir222@yahoo.com
دقیاس بنسټ چاکېښود؟
زموږدعوه داده چي قیاس شریعت نه بلکي دالله جل جلاله پرنازل کړي شریعت یوتورداغ دی،ځکه په قیاس حلت اوحرمت نه ثابتېږي . احناف وايي چي موږقیاس دحکم مثبت نه بلکي دحکم مظهرګڼویاني قیاس پریوشي حکم نه شي کولای کوم شی چي پټ وي هغه څرګندوي . موږوایوچي داهسي یوه دعوه ده چیچل دفیل په غاښو کوي ښکاروي بل څه . که قیاس حکم څرګندولای ثابتولای یې نه نوبیاولي سره مخلتف کېدل؟ ځکه حکم خویو وي نه دوه اوموږوینوچي پریوه شي څلورپنځه حکمه لګول کېږي په دې سره ثابته شوه چي قیاس مثبت دی نه مظهر. اوپه دې خبره ښه سرخلاص کړئ چي پریوشي دحلال اوحرام حکم کول دایوازي دالله جل جلاله کاردی مقربه ملائکه اورالېږل شوی نبي هم ددې واک اواختیارنه لري چي له خپله ځانه یوشي ته حلال اویاحرام ووايي مجتهدخوبېخي داکارنه شي کولای . مطلب دحلت اوحرمت حق نه کوم نبي ته شته لکه الله جل جلاچي وايي :
یَااَیِّهَاالنَّبِيُّ لِمَ تِحَرِّمُ مَااَحَلَ اللهِ لَکَ . یاني اې نبي ولي هغه څه حراموې چي الله جل جلاله درته حلال کړې دي؟
اونه کوم مجتهدته لکه الله جل جلاله چي وايي:
وَلاَ تَقُولُواْ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَـذَا حَلاَلٌ وَهَـذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُواْ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ (النحل : ۱۱۶)
ژباړه : یوشي ته په خپله خوله مه وایاست چي داحلال اوداحرام دی څوپرالله دروغ وتړئ .
چاچي دقیاس په وسیله یوشي حلال اویاحرام ګرزولی هغه ګواکي پرالله دروغ تړلي دي،ځکه دقیاس کولو ماناداده چي ددې شي حکم الله جل جلاله نه دی نازل کړی موږداحکم پرې کړی دی . سره له دې چي الله جل جلاله وايي :
اَلْیَوْمَ اَکْمَلْتُ لَکُمْ دِیْنَکُمْ یاني نن مي ستاسودین درته پوره کړ. حتی الله جل جلاله خپل ګران نبي ته هم دقیاس کولواجازه نه ده ورکړې،بلکي ویلي یې دي :
وَاَنِ احْکُمْ بَیْنَهُمْ بِمَااَنْزَلَ اللهُ .یاني ددوئ په خپل منځي چاروکي په هغه څه پرېکړه کوه چي دالله جل جلاله له خوادرته نازل شوي دي . همدارنګه الله جل جلاله وايي :
وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ (المائده : ۴۴)
ژباړه : چاچي په هغه څه پرېکړه ونه کړه چي الله جل جلاله نازل کړي هماغه کافران دي .
په بل آيت کي دفأولئک هم الظالمون الفاظ راغلي دي . په درېیم آیت کي دفأولئک هم الفاسقون الفاط راغلي دي .داآیتونه بیابیازموږتوجودې خبرې ته رااړوي چي که یوڅوک له ځانه اویادمجتهدله لوري دناسمې فتواپربنسټ پریوشي دحرام یاحلال مهرلګوي هغه یاکافر،یاظالم اویافاسق دی . دقیاس دبطلان لپاره همدابس ده چي اهل القیاس په خپل منځ کي دقیاسونوپه کولوسره مختلف دي چي له دې کاره الله جل جلاله سخته منعه کړې ده .
وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ (آل عمران : ۱۰۵)
ژباړه : لکه هغه کسان داسي مه کېږئ چي دواضحودلائلوترراتلووروسته سره مختلف شول .
په قیاس کي اختلاف کول په خپله ددې خبرې دلیل دی چي قیاس شریعت نه دی،ځکه په شریعت کي اختلاف امکان نه لري لکه الله جل جلاله چي وايي :
أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا(النساء : ۸۲)
ژباړه : ایادوئ په قرآن کریم کي فکرنه کوي؟ که له الله جل جلاله پرته دبل چاله خواوای دوئ به ډېراختلاف پکي موندلی وای .
په تقلیدکي خوخبره تراختلافه نه ده محدوده بلکي پربېلابېلوډلووېشل شوي دي چي له دې کاره شریعت په کلکه منعه کړې ده دبېلګې په ډول شوافع وايي : ددرووېښتانوپه مسح کولوسره دسرمسحه سيي کېږي،احناف وايي : که دسردرېیمه برخه مسحه نه شي اودس نه کېږي،خومالیکیان بیاوايي چي نه دلومړنیواودس سيي دی نه ددویمې ډلې بلکي ترڅوچي دټول سرمسحه ونه شي دهغه اودس نه سيي کېږي .
دویمه بېلګه : احناف وايي چي که یوڅوک دالله اجل اویاالله اعظم په ویلونیت وتړي نودهغه لمونځ سيي کېږي،خودشوافعوپه اندهغه بې لمانځه دی څوچي دالله اکبرلفظ ونه وايي لمونځ یې نه دی سيي .
درېمه بېلګه : احناف وايي چي دهبې اوتملیک په لفظ نکاح سيي ده سړی اوښځي ددې الفاظوپه ویلومېړه اومېرمن ګرزي،کوم اولادچي یې وشي هغه حلال دی اوکه په دواړوکي یومړشی ژوندی دمیراث حق لري .
خوشوافع وايي چي دنکاح اوتزویج له لفظ پرته نکاح نه سيي کېږي که دی جماع وکړي هغه زناده،له دې جماع چي یې کوم اولادوشي هغه حرام دی اوکه په دوئ کي یومړشي ژوندی دمېراث حق نه لري .
درنولوستونکو! تاسوولیدل چي دقیاس دمالکانوپه قیاسونوکي څومره دځمکې اواسمان توپیراواختلاف دی . په بله وینادقیاس خاوندان داویل غواړي چي الله جل جلاله اودهغه رسول صلی الله علیه وسلم موږته نه داوداسه بشپړه طریقه راښودلې ده،نه دلمانځه اونه دنکاح یاواده چي له امله یې موږقیاس ته اړیو. سره له دې چي الله جل جلاله ویلي دي : اَلْیَوْمَ اَکْمَلْتُ لَکُمْ دِیْنَکُمْ یاني نن مي تاسوته ستاسودین دربشپړکړ. همدارنګه وايي : وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (آل عمران : ۴۶)
ژباړه : دالله جل جلاله اودهغه درسول اطاعت کوئ،اختلاف مه کوئ،کنه بې زړه به شئ،قوت به موله منځه ولاړشي اوصبرکوئ بې شکه الله جل جلاله له صبرکوونکوسره دی .
همدارنګه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویناده :
لاتختلفوافتختلف قلوبکم .یاني اختلاف مه کوئ کنه زړونه به موسره مختلف شي .
(نسائي ج ۲ص ۹۰، مستدرک حاکم ج ۱ ص ۷۶۵)
خوپه مذهب کي په پاتېدواوتقلیدکولواختلاف پرموږواجب دی هرومروبه موږاختلاف کووکه څه هم څرګندآیت اویاصحیح حدیث زموږددریځ مخالف وي . الله جل جلاله دي هدایت راته وکړي .آمین!