موږه پالنه د ګلونو هغه چاته سپارو
چې سلسله يې د نسب سپېره خزان ته رسي
دروېش درانی
افغانستان هم د نه منونکو سياسي بدلونونو هېواد دی، ډېر وړاندې به نه ځو يوازې د ښاغلي کرزې په نژدې لس کلنه واکمنۍ کې ځينې داسې پېښې او معاملې راڅرګندې شوې چې چا يې تصور هم نه کاوو.
چا ويل چې د برهان الدين رباني په څېر يو کس به د سولې ملي مشورتي جرګې د مشر په توګه ټاکل کېږي، هغه څوک چې په داسې جرګو باور نلري او يو څه موده وړاندې يې په زغرده د همدې جرګې مخالفت کاوه. د ښاغلي رباني د ټلوالې يو بل غړي، ډاکټر عبدالله عبدالله خو لا ويل چې کرزی غواړي د څو مليونو افغانانو برخليک د څو زرو طالبانو په لاس کې ورکړي او د همدې لپاره يې په امريکا کې د ډېرو امريکايي چارواکيو دروازې وټکولې خو بېچاره ته څه په لاس ورنغلل او خالي لاس بيرته راستون شو.
ښاغلی رباني هغه څوک دی چې د تنظيمي جګړو پر مهال يې د کابل پر څو کوڅو واکمني لرله او د امکان تر بريده يې د خپلې پاټکسالارۍ او ملوک الطوايفي لپاره د سولې هره هيله وژلې وه.
کله چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه په افغانستان باندې د امريکايي الوتکو لخوا بريدونه پيل شول نو همدغه رباني ويل چې دا بمونه واړه دي او له امريکا يې پر طالبانو د غټو بمونو ورولو غوښتنه کوله. نو اوس څنګه امکان لري چې طالبانو ته به د هغې جرګې پرېکړې د منلو وړ وي چې مشري يې د يو داسې کس پر غاړه وي.
سړی نه پوهېږي چې د کومو مجبوريتونو له امله ولسمشر کرزی له داسې يو قحط الرجال سره مخامخ شوی چې د داسې يوې مهمې جرګې مشري دې د رباني غوندې يو متنازعه کس ته وسپاري.
يا خو دا ده چې ولسمشر کرزي ته زموږ ملي او عنعنوي ارزښتونه کوم ارزښت نلري او يا خو يې د همدغو جنګسالارانو له شتون سره خپلې ګتې تړلي دي.
ولسمشر کرزي د انتقالي دورې له بشپړېدو وروسته د لومړنيو ټولټاکنو د کمپاين په ترڅ کې په غزني ښار کې د خلکو يوې لويې غونډې ته ډاډ ورکړ چې حق به حقدار ته سپاري او ټول هغه جنايتکاران او جګړه ماران به چې د ملت په وينو يې لاسونه ککړ دي د عدالت منګولو ته وسپاري.
خو د وخت په تېرېدو سره ښاغلي کرزي نه يوازې د هغو جنايتکارانو چې ده يې له خلکو سره د محکمه کولو کلکه ژمنه کړې وه په وړاندې کوم اقدام ونکړ، بلکې همدغه جنګسالاران يې د خپلې بې واکه او کاواکه ادارې د پايښت او دوام لپاره په واک کې شريک او د ځان ملګري کړل.
کله چې د سولې مشورتي جرګې تر پېل وړاندې د جرګې د مشر په توګه د رباني د ټاکل کېدو خبرونه د ځينو باوري سرچينو لخوا خپاره شول نو خلکو ورسره له همغه پيله خپل مخالفت څرګند کړ.
له يوې خوا رباني وار له مخه د کرزي او د هغه د ټيم لخوا د يوې معاملې له مخې د جرګې د مشر په توګه ټاکل شوی و او له بلې خوا دا وېره وه چې د جرګې ګڼ استازي به د جرګې د پرانستنې پر مهال د جرګې د مشر په توګه د رباني له ټاکنې سره مخالفت وکړي او له جرګې سره به خپل پريکون اعلان کړي.
له همدې وېرې د جرګې پيل د ښاغلي فاروق وردګ لخوا په يوې ډرامې سره وشو او هغه دا چې د رباني په وړاندې د مخالفتونو او حساسيتونو له امله يې لومړی د مشرانو جرګې مشر صبغت الله مجددي د مشر په توګه وټاکه تر څو هغه له خپل اړخه معذرت وړاندې کړي او بيا د جرګې د مشر په توګه د رباني نوم اعلان کړي.
په داسې کولو سره يا خو ښاغلي فاروق وردګ ته د جرګې استازي د ښوونځي د پنځم يا شپږم ټولګي زده کوونکي ښکارېدل او يا خو د ولسمشر کرزي ډول ته په ګډېدو کې دومره ورک شوی چې د ښه او بد توپير نه شي کولای او په ځان نه پوهېږي چې څه کوي.
ښاغلی فاروق وردګ هغه کس دی چې په افغانستان باندې د امريکا تر يرغل وړاندې يې په پېښور او نورو سيمو کې د ګوربت مجلې په مشورتي او نورو فرهنګي غونډو کې له دې امله ګډون نه کاوو چې په وينا يې داسې غونډې سياسي او قومي اړخ لري.
د ښاغلي فاروق وردګ په حال ډېر افسوس دی چې يو وخت يې پښتون، تاجک، ازبک او هزاره ټول افغانان ګڼل او له همدې امله به يې د پښتنو په ځينو مهمو غونډو کې ګډون نه کاوو، خو اوس يې دومره سترګې پټې شوي چې افغانيت خو څه کوې د پښتنو د تصفيې او ټولوژنې لپاره د جوړې شوې ټلوالې يو مهم غړی دی او له همدې امله د سولې مشورتي جرګې په لومړۍ ورځ د شوې ډرامې او ورته نورو لوبو له لارې د پښتنو اجرتي قاتلانو او د رباني په څېر ملي خاينانو ته د واک او امتيازاتو ورکولو شرموونکې دنده پر مخ وړي.
د سولې مشورتي جرګې د مشر په توګه د رباني په څېر د يو قاتل او ملي خاين ټاکل له افغان ولس سره ستره جفا، خيانت او ظلم دی او ټول هغه کسان به چې نوموړي ته ددغې دندې په ورکولو کې يې ونډه اخيستې وي يوه ورځ د ملت په وړاندې حساب ورکوي.
دې ټولو ډرامو ته په کتو سړی دې پايلې ته رسيږي چې جرګه يوه نمايشي غونډه او د ولسمشر کرزي د بايللي اعتبار د پر ځای کولو يوه ناکامه هڅه ده او د سولې د راوستو په برخه کې به کومې لاسته راوړنې ونلري.