عوامي نشنل ګوند د سيندهـ ايالتي مرستيال ښاغلی فضل رحمن کاکاخېل په کراچي کي د ناڅرګندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل سو او يو بل ملګرئ يې سخت ټپي سو . ددې موضوع په اړه نور جزيات وروسته له لراوبر ډاټ کام څخه ولولئ .
د څو مياشتو په دننه کي دا دريم ځل دی چي د عوامي نشنل ګوند ANP پر مشرانو باندي وسله وال بريدونه کېږي ، وروستی ځل څو اوونۍ مخکي د افضل خان لالا د کورنۍ پر غړو باندي په وسله وال بريد کي د هغه د کورنۍ درې تنه ووژل سوه او دوه نور يې سخت ټپيان سوي وو .
د لر افغانستان د سياسي چارو کارپوهان په دې نظر دي چي په داسي پېښو کي د پاکستان پوځي څارګره اداره ISI لاس لري ، هغوی وایي چي آی ايس آی د پښتون قام اتحاد نه سي زغملی نو ځکه په دې قام کي ګډوډيو ته لمن وهي او پر مشرانو د ناڅرګنده وسله والو له خوا بريدونه کوی .
ددې موضوع په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خان محمود خان اڅګزي څه موده وړاندي د يوې وينا په ترڅ کي هر څه په څرګند ډول ياد کړي دي . د ويډيو کتلو ته لاندنئ عکس کليک کړئ .