کور / تازه خبرونه / کندوز : د ايراني مذهبي مشرانو څخه ددفاع غونډه وشوه

کندوز : د ايراني مذهبي مشرانو څخه ددفاع غونډه وشوه

په کندوز کې دانديشې په نامه نهاد له لورې دايران دمذهبې مشرانو دتوهين نه ددفاع په موخه غونډه جوړه شوه .

نن دجمعې په ورځ دکندوز هوټل دغونډو په تالارکې په لسګونو خلکو په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې دايران دمذهبې مشرانو دتوهين نه ددفاع اونړيوال استکباردغندني ترسرليک لاندي رابلل شوي وه .

په تالارکې راټول شويو کسانو ويلې چې په دي وروسيتوکې دهيواد په ځينو برخوکې دلاريونونو په ترڅ کې دشيعه ډلې لوې مشر امام خمينې اوداسې نورومشرانو پروړاندي د مظاهره چيانو له خوا سپکې سپورې شوي نو ځکه دوي نن په دغه ځاي کې راغونډ شوي دي ترڅو دا ډول کړنې وغندي .

په کندوز کې دانديشې په نامه نهادمسوول اومشر سيد سرورحسينې خبريالانو ته وويل:

چې په دي وروستيو کې دهيواد په ځينو برخوکې لاريون کوونکيو چې دغرب پراخ لاس په کې وو زمونږه ستر روحانې مشرته توهين کړي نو زمونږه د راټوليدو هدف هم دادي

حسينې زياته کړه چې غرب غواړې دمسلمانانو ترمنځ دتفرقې اور ته لمن ووهئ اولکه څرنګه چې عراق يي اشغال کړ په همدي ډول غواړې ايران هم دخپل تسخير لاندي راولې .

همدارنګه ددغې غونډې يوبل برخوال قارې کريم چې دتخار ولايت نه دغې غونډې ته راغلې وو وويل :چې مونږه نه غواړو چې د دوه اسلامې هيوادونو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شئ ترڅوزمونږه بدخواهان ددي موقعې نه ګټه پورته کړي.

په داسې حال کې دايران د مذهبې مشرانو څخه په کندوز کې ديونهاد لخوا دفاع کيږي چې په دي وروستيو کې ايران شاوخوا 3000 درې زره افغانان په بيلابيلو جرمونوپه ارتکاب داعدام لپاره تيار کړي چې يوشمير يي اعدام شوي هم دي ، دايران ددغې عمل پرخلاف دهيواد په دننه اوبهر کې ډيرې افغانانو دايران پرضد په مظاهرو لاس پورې کړاو دايران دا ډول عمل يي دانسانې کړنوخلاف يو علم وباله .