کور / تازه خبرونه / ډاکټر عبدالله او دوستم د مشورتي جرګې پايلي ښې نه بولي

ډاکټر عبدالله او دوستم د مشورتي جرګې پايلي ښې نه بولي

ډاکټرعبدالله عبدالله او عبدالرشيد دوستم دسولي دملي مشورتي جرګې پايلي ښه نه بولي .
د تغيراو اميدټلوالې مشر ډاکټرعبدالله عبدالله دسولې دملي مشورتي جرګې دوه ورځنې پايلې مثبتي نه بولي او وايي ددغې جرګې اجنډا مشخه نه ده .
نوموړى وايي که څه هم دغه جرګه دسولې دجرګې په نامه نومول شوي خو ولسمشرکرزى دسولې لپاره کوم ټاکلى پروګرام نه لري .
دوروستيوولسمشريوټاکنوکانديد ډاکټرعبدالله عبدالله پرحکومت دسولې دملي مشورتي جرګې دغړيودټاکلو له امله نيوکه کوي او وايي دا يوه ملي جرګه نه ده .
دى په دې جرګه کې دولسي جرګې دغړيوګډون هم لږ بولي. بلخوا د ملي جنبش ګوندمشر عبدالرشيد دسولې دملي مشورتي جرګه دافغانستان په ګټه نه بولي .
نوموړى چې په ولسمشريزو ټاکنوکې دحامدکرزى يوکلک ملاتړى وه ديوې اعلامي په خپرولوسره وايي ولسمشر کرزى دده غوښتنې نه دي منلي اودسياسي لوبوقرباني شوى دى .
دوستم خبردارى ورکوي چې نور ددغه شان ژمنو ماتولو توان نه لري، بلخوا محمدمحقق په دې جرګه کې دنه گډون لامل دبهسودو اودايمرداد ولسوالۍ دخلکوسره خواخوږي بولي .
له بلې خوا طالبانواودګلبدين حکمتيارپه مشرۍ دحزب اسلامي ګوند ددغې غونډې دجوړيدوسره خپل مخالفت ښودلى او هغه يې دامريکاپه نوښت يوپروګرام ښودلى دى .
خوعبدالله عبدالله دطالبانودغه څرګندونې بې بنسټه بللي دي او وايي ددې جرګې پلانونه دحامدکرزى لخوا ترسره شوي دي .
دننګرهارامنيتي چارواکې په دغه ولايت کې دترهګريزو بريدنو په تور دپنځو ترهګرو دنيولو خبر ورکوي .
دننګرهارولايت دامنيې قومندانۍ وياندسمونوال عبدالغفور وايي دغه کسان پرون هغه وخت ونيول شول کله چې له لغلپورې ولسوالۍ ته روان وه . نوموړى زياتوي نيول شويوکسانوخپل جرمونه منلي دي .
تراوسه کومې مخالفې ډلې تردې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .