د بنګلدیش په پایتخت ډهاکه کښي د اورلګیدني له امله تر سلو زیات کسان وژل شوي او څو کورونه اور کښي سوځیدلي دي.
د ا پيښه د ګنجان د نمتولي په سیمه کښی شوي ده. د اور مړ کولو د اداري مشر ابو نعیم وویل چي دا اور د برق د ترانسفر د چاودلو له امله لګیدلی دي. نوموړي زیات کړه چي ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۷ کورونه سوځيدلي دی.
د ډهاکي د ښار په هسپتال کښي یوه ډاکټر ( عمران الحسن) رسنیو ته وویل چي ما په خپلو سترګو ۴۵ مړي ولیدل چی په سړک پراته وو. ډاکټر عمران وویل چي وژل شوي کسان معمولي سوځیدلي دي خو دودونه زیات وو د هغه لامل زیات شمیر کسان وژل شوی دي.