کور / تازه خبرونه / سعودي کښي د القاعده ښځينه غړې ونیول شوه

سعودي کښي د القاعده ښځينه غړې ونیول شوه

د القاعده ډلي په سعودي عربستان کښي د خپلي یوي ښځینه غړې نیول کیدل ومنل. دوي اخطار ورکړي چی که نوموړي خلاصه نه کړای شي دوي به د شاهي کورني شهزادګان،وزیران او نور لوړ پوړي چارواکي وتښتوي. د یوه عربي تلویزوني چینل د راپور سره سم په یمن کښي د القاعدي د ډلی د مشر معاون سعید الشهري د هیله القصیر نیول کیدل تايید کړي او اخطار يي ورکړي چی که د سعودي حکومت نوموړي خلاصه نه کړي دوي به شهزادګان او نور لوړ پوړي چارواکي برمته کړي. هیله القیصر په سعودي کښي د القاعده ډلي ته مالي سرچیني برابرولي. نوموړي په ۲۰۰۴ کښي د ریاض په حملو کښی د وژل شوي د القاعده د مهم غړي محمد الوکیل کونډه ده.