د ایرلند یوه مرستندویه بیړۍ له ۷۵۰ ټنه موادو او ۱۵ رضا کارانو سره د غزي په لور روانه شوه. د رضا کارانو له جملي څخه یوه د نوبل جایزی تر لاسه کوونکې میرمن Mairead Magire او د ملل متحدیو پخواني لوړپوړی چارواکی ډینس هیلډي هم په بیړۍ کښي سپاره دي. په بیړۍ کښي ناست کسان د مالیزیا،ایرلند،اسکاتلند او اندونیزیا اوسیدونکي دي. دا بیړۍ اوس له هغي سیمي څخه په کومه کښی چي دوه ورځي مخکي اسرايلي کمانډویانو په ۶ مرستدویه بیړیو حمله کړي وه ۴۵۰ میله لري ده.
د یادوني وړه ده چي دوه ورځي مخکي اسرايلو په هغو مرستندویه کښتيو چي چی له ترکیې څخه یي غزي ته خوراکي او طبي سامان لیږداوو حمله وکړه. چي په نتیجه کښي ۹ کسان ووژل شول او په لسګونو کسان ټپیان شول ،د کښتي نور سپاره کسان یي برمته کړل. چي وروسته د نړیوالو له سخت غبرګون سره مخامخ شول. په ډیرو هیوادونو کښي د اسرایلو خلاف لاریونونه وشول. اسرایل مجبور شول تر څو برمته شوي کسان خلاص کړي. نن ورځ خلاص شوي کسان ترکیي ته ورسیدل چي استقبال ته يي د ترکي د لومړي وزیر د معاون په ګډون زرګونو کسان را وتلي وو.