بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان د نجات جرګه هر هغه حرکت چی په هیواد کی د سولی په تامین او سیاسی ثبات منتج کیږي ، ملاتړ کوي .
د لاندنیو دلایلو پر بنا د کابل د سولي مشورتي جرګې تدویر ، د غیر عادلانه اته کلن تحمیلي جنګ د پای کولو د پاره موثر نه بولي.
ـ افغانستان ملي حاکمیت نه لري . د جنګ او سولې ابتکار د افغان ملت په واک کې نه دی .
ـ تر څو افغانان د نورو ازادو هیوادو پشانې د ځان د سرنوشت ټاکلو حق پخپل واک او اختیار کې ونه لري سوله امکان نه لري .
ـ د افغانستان نا مشروع نظام هغو جنګ سالارانو محاصره کړی چې خپله بقا د جنګ په وږدوالي کې ویني .
ـ په جرګه کې د ګډون دپاره مسلح مقاومت ته بلندره نه ده ورکړل شوې . د کابل حکومت د افغانستان په اشغال شوي شرایطو کې له مهاجمو قوتو څخه د سولې مجوزه نه ده تر لاسه کړې .
ـ مسلح مقاومت په هیڅ وجه د کابل بې صلاحیته حکومت د سولې د پاره د خبرو وړ نه بولي .
مسلح مقاومت د سولې د پاره له مهاجمو قوتو سره د مخامخو خبرو په لټه کې دی .
د افغانستان د نجات جرګه د کابل د سولي د مشورتي جرګې دایرول هغه نابکاره هلې ځلې دي چې جنګ سالاران یې د ځان د بقا او د جنګ د اوږدوالي د پاره تلقي کوي . په تاسف سره باید وویل شي چې هغه د سولې د داعیی د موثر تحقق دپاره نه تلقي کوي .
د سیاسي ثبات د تامینولو عملي لار د منازعې د دواړو خواو په مخامخو خبرو پیل کېږي او له اوربند او متارکې وروسته په سوله منتج کېږي .