کور / تازه خبرونه / مولانا کشاف: د مشورتي جرګې په هکله خبري کنفرانس ورکړ

مولانا کشاف: د مشورتي جرګې په هکله خبري کنفرانس ورکړ

د سولي د ملي مشورتي جرګې مرستيال مولانا قيام الدين کشاف نن د جرګې د دوهمي ورځي تر غونډي وروسته په يوه خبري کنفرانس کي وويل د جرګې برخه والو ترمنځ د نظر هيڅ راز ا مخالفتونه نه وه موجود ځکه يې کار نن په ډېره چټکي سره روان وو.
ښاغلي کشاف وويل د ٢٨ کمېټو غړيو د نن ورځي په کار کي غوښتنه کړې، چي په بګرام او ګوانتانامو کي دي د طالبانو ټول بېګناه بنديان خوشي سي او هغه کسان چي تورونه ورباندي لګېدلي دي د افغانستان حکومت ته دي د محاکمې دپاره وسپارل سي.
په کورونو کي دي د شپې له خوا تلاښي بنده سي او د ملکي کسانو د وژلو مخنيوى دي په جدي توګه وسي.

مولانا کشاف وويل چي سبا په دريمه ورځ به تر غرمې دمخه د ٢٨ کمېټو ټولي پرېکړي د جرګې مشرتابه پلاوي ته وسپارل سي، ماپښين ته به د يوه پرېکړه ليک په توګه ترتيب او سبا ماځيګر به ولسمشر کرزي ته وسپارل سي.