کور / تازه خبرونه / طالبانو پر مشورتی جرګې حمله وکړه

طالبانو پر مشورتی جرګې حمله وکړه

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی لیکی چی طالبانو په کابل پوهنتون کی پر هغه غونډه وسلواله حمله وکړه چی د سولی مشورتی جرګه یې بولی . لومړی یو راکټ د غونډی په سل مترۍ کی ولګېد ، وروسته د کلاشنیکوفونو ضربې پیل سوې او د غونډی برخه والو په منډو او تیښتې شروع وکړه . دا مهال صبغت الله مجددی پر خلکو ږغ وکړ چی مه ځغلی خیر او خیریت دی . وروسته دوې نوری چاودنی وسوې . حکومت او د بهرنیو پوځیانو یو قوماندان وویل چی دوه حمله کونکي وژل سوي او یو ژوندی نیول سوی دی .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اسوشیټید پریس ته وویل چی موږ څلور کسان ورلیږلي چی د افسرۍ یونیفورم یې اغوستی وو . دا حمله هغه مهال وسوه چی حامد کرزي خپلی وینا ته ځان جوړاوه . طالبانو ویلی چی موږ به هر هغه څوک ووژنو چی په دغه خطاایستونکې او ساختګی جرګه کی ګډون کوی .
خبر زیاتوی چی د دې حملې څخه دوه حقیقتونه ثابتیږی : لومړی دا چی بهرني ځواکونه او کابل د غونډی د امنیتی تدابیرو په نیولو کی بی وسه او ناکام ثابت سول او دوهم دا چی طالبان په هر ډول شرایطو کی حمله کولای سی او بهرنیو او داخلی ځواکونو ته یو بالقوه چلنج دی .