د غبرګولي ۱۲مه ۱۳۸۹
كابل افغانستان: (TKG) كليد ګروپ د خپلو هڅو په دوام كې، چې معلوماتو ته د خلكو د لاسرسي لپاره د زمينې برابرول، د بيان له ازادۍ څخه ملاتړ، د محلي راډيو ګانو له لارې د خلكو پوهاوى، د چاپي رسنيو او د رسنيزو پروګرامونو جوړول دي، خپله اوومه محلي راډيو د هېواد په جنوب ختيځ كې پرانيستله. د خوست كليد راډيو د اف ام په 88.2 څپو خپرونې كوي او په جنوب ختيځو سيمو كې به په خبر رسولو كې مهم رول ولري.
كليد ګروپ د (DHSA) ” د افغانستان لپاره د پرمختيايي او بشري خدمتونو موسسه” ابتكار دى، چې له ۲۰۰۳ ميلادي كال راپه دېخوا په خپلواكه توګه، د ډيموكراسۍ د تقويې، د بيان د ازادۍ، د مدني ټولنو او د خپلواكو رسنيو څخه په ملاتړ په ټول هېواد كې فعاليت كوي.
اوس مهال د كليد ګروپ اووه راډيوګانې، په كابل، مزارشريف، كندهار، جلال آباد، هرات او خوست ولايتونو كې ۲۴ساعته خپرونې كوي او د كليد ګروپ اتمه محلي راډيو به ډېر ژر په غزني ولايت كې پرانيستل شي.
كليد ګروپ خپله د راك لومړنۍ راډيو د روان ۲۰۱۰ ميلادي كال د مارچ د مياشتې په ۲۱مه نېټه په كابل كې د ” كابل راك راديو ” په نامه پرانيستله. د كليد خپرونې د فرهنګي، سياسي، ښوونيزو، پرمختيايي، خبري، تفريحي او موسيقي پروګرامونو لرونكې دي او په ټول هېواد كې شاوخوا ۱۱ مليونه اورېدونكي لري. د كليد راډيو پروګرامونه د محلي راډيوګانو له لارې د خلكو لپاره وړاندې كېږي، ترڅو ګټه ترې پورته كړي.
په پخواني سياسي چاپېريال كې، چې رسنۍ يا د دولت په كنټرول كې وې او يا هم د رسنيو مسوولين تر تهديد لاندې وو، نو په دې وخت د كليد ګروپ پرمختګ په دې كې وو، چې له جنګ څخه يې افغانستان او خلك د سولې لورته بلل او له هغو خلكو سره ، چې د سولې او د ازادو ټولنو لپاره يې كوښښونه كول مرسته كوله. كليد ګروپ همدارنګه په ټول افغانستان له ۲۸ همكارو راډيوګانو سره همكاري او د هغوى حمايت كوي.
كليد ګروپ په افغانستان كې د خپلواكو او د ګڼو ټوكو لرونكو اوونيزو د چاپ او وېشلو افتخار لري. د كليد او مرسل اونيزې، چې مرسل يې په ځانګړې توګه د ښځو لپاره چاپيږي او د غه دوه اونيزې د هېواد د ګڼو ټوكو لرونې دي او په ټول افغانستان كې وېشتل كېږي.
دغه دوه اونيزې هره اوونۍ د هېواد په ۳۴ ولايتونو كې د يوې ارزښتمنې وسيلې په توګه او خلكو د معلوماتو رسولو په هدف د ټولو هېوادوالو ته لاس ته ورځي.
د خوست كليد راډيو په پرانيستغونډه كې، چې د ۱۳۸۹ لمريزكال د غبرګولي په ۱۲مه نېټه جوړه شوې وه، سيمه ييزو شخصيتونو، رهبرانو، د مخابراتو او اطلاعاتو او فرهنګ رئيسانو، فرهنګيانو، او د DHSA( دافغانستان لپاره د پرمختيايي او بشري خدمتونو موسسه) استازو ګډون درلود.
د لاډېرو معلوماتو لپاره له دې ټليفوني شمېرو سره اړيكه ونيسئ. 0093202500717